Home+نتلی (لنډه کیسه) نورمحمد سعید

نتلی (لنډه کیسه) نورمحمد سعید

نه پوهېدم، څوک او چېرې یم. اوږد غځېدلی وم. تک سپین چت ته مې سترګې نیولې وې، نه مې تیران لیدل او نه هم درېڅه رامعلومېده، خو کوټه له رڼا ډکه وه. پر غولي مې ګوتې تېرې کړې، پر سفنجي نیالۍ پستې ولګېدې او سملاسي راپسد شوم. شاوخوا پرتو ملګرو ته مې وکتل، د یوه پښه د بل پر ټټر پرته وه او د چا لاس د بل پر مخ ایښی و. د خیرو او خولو بوی په سپیږمو راننوت.

په دماغ کې مې الوتې ټولې بوړبوکۍ یودم کېناستې. د هغو ټولو لارو-ګودرونو تصویرونه مې په ذهن کې تازه شول، چې په تېرو څو میاشتو کې مې لیدلي وو. د نیمروز له دوړجنو دښتو نیولې بیا د ترکیې تر واورینو غرونو او د مدیترانې سمندر تر تورو اوبو پورې هر څه رایاد شول.

پر دښتو او ګارو کې د پرتو مړو مسخ شوې څېرې مې په ذهن کې رابرسېره شوې. خوا مې راهسکېده، خو له تشې معدې یوازې تروې اوبه خولې ته راغلې.

تېر ماخوستن راپه زړه شو، چې له موټره تر دې خونې یې په شاتنۍ تنګه تیاره کوڅه کې راوستلو، وږي-تږي یې کېنولو او د دروازې له تړلو مخکې یې د لاس په اشارې امر وکړ، چې ویده شئ!

رېږد اخیستی زړه مې یو څه تکیه شو، چې له دښتو-بیابانونو ابادۍ ته شوي یوو، ګوندې نور به په انسانانو ګډو شو، خو په یوه ګوټ کې یې چیغې وهل کېدې، چې تر منزله پورې لا ډېر خونړي پړاونه پاتې دي.

پر دېواله پرته پرده تر بالښته پورې رارسېدله. یوه څوکه مې یې لږ پورته کړه، بازار مې ولید، له خلکو ډک بازار، ښځې، نارینه، کوچنیان ټول غاوره او ارام ښکارېدل، نه د سوالګرو زارۍ اورېدل کېدې، نه د مزدورانو های او هوی تر غوږو کېده.

چټ ځوانان په لارو-کوڅو او دکانونو کې ازادانه کښته-پورته کېدل، غږېدل او په زوره-زوره یې خندل. د هېچا په لاس کې مې وسله و نه لیده. نه باډیګاردان وو، نه عسکر، نه یې په لارویانو پسې کتل، نه د یوه بل په غوږونو کې پسنېدل.

کړکۍ ته مخامخ یو دکان تر خولې له ګلونو ډک و، بلکې له دروازې بهر یې هم غونچې کتار کړې وې، د سرو ګلابو او غاټولانو شمېر له ورایه پکې ډېر معلومېده.

څنګ ته یې د یوې لویې ښیښې تر شا خلک لویو میزونو ته چاپېرناست وو، پرېمانه خواړه یې مخې ته پراته وو، ښځو، نارینه وو او ماشومانو په ناز-ناز کوچنۍ ګولې اخیستې او سره خندل یې.

تر میاشتو پورې مې په دېس او پردېس کې یوازې دښتې، غرونه او سمندرونه لیدل، د بازار په لیدو سره په زړه کې راتېره شوه، چې دنیا لا ترواسه پورې یوازې تر قاچاقبرو، پولیسو او پټو منډو پورې لنډه تنګه نه ده.

یوې شېبې ته لوږه، ستړیا او پرېشاني ټولې رانه هېرې شوې، په زړه کې مې د پردېس بازار او د خپلې ولسوالۍ بازار سره پرتله کول، خو ژر مې ځان ته پام شو، چې هغه رانه پاتې دی او دا هم پردی دی!

اندېښنې پسې واخیستم، بلکې یوه وېره مې په زړه ننوته، نو زه دلته څه کوم؟ ولې دلته یم؟ ولې راتلم؟ بیا دماغ پوښتنه وکړه، ښه نو هلته به دې څه کول؟ کله یې پرېښودې، تر څه وخته به دې د خپل او بل پېغورونه ګالل!؟…

سر مې د ګونډو په منځ کې کلک کړ، تر ځنګونونو مې داسې لاس چاپېر کړل، لکه په غېږ کې مې نیولی وي. نه پوهېږم څومره ځنډ به مې همداسې بازار ته سترګې نیولې وې، چې باڼه مې درانه شول…

ناڅاپه د مخامخ مرمرینو ودانیو تر شا سرې دوړې راپورته شوې، توپاني باد دروازې او کړکۍ دربولې او بیا غولی او دېوالونه لړزې ونیول. د بازار په منځ کې یو چا چیغه کړه: تښتئ، راورسېد!

د کوڅې په سر کې په دوړو پټه توره فولادي بلا ودرېده، یو بل لور یې غړۍ تاوېده، له خولې یې لمبې بادېدې. د بازار منځ له دوړو او لوخړو ډک شو. خلک بې لوري-لودنه ځغاستل. یو ماشوم مې ولید، چې مور یې نیولی لاس خوشی کړ، په کړوپه ملا روان سپین ږیری، تر بې لارې روان موټر لاندې شو، هوټلي او مشتریانو یې ډک لوښي پر ځای پرېښودل او له ماتو ښیښو بهر ته راوتل.

توره فولادي بلا سوکه-سوکه رانژدې کېده، د چایخانو مخې ته پرتې څوکۍ، د ګلفروشۍ غونچې او د سړک په منځ کې ولاړې ونې یې تر خېټه لاندې کړې.

له دهلېزه د بوټانو دربی راغی، دروازه داسې ودربول شوه، لکه څو کسانو په شریکه لغتې ورته نیولې وي. ځمکې ځای نه راکاوه، خو پښې مې لکه په تمبلۍ کې نښتې وي، لکه څوک چې د دنګې ونې په ښاخ پورې ځوړند وي او پښې ښوروي، له ځایه نه شوای ښورېدای. همداس مې لاس او پښې وهل، چې د دروازې دړه سورۍ شوه، د ټوپک شپیلۍ ترې راننوتله او له ډز سره یې زما په ستوني کې غوټه چیغه ووتله…

سترګې مې پرانیستې، پړمخي پر غولي پروت وم، په دهلېز کې لا هم دربی او زوږ وو. په دروازه کې کیلۍ تاو شوه، راکېناستم، برېتور قاچاقبر مې سر ته ولاړ و، په نابلده ژبه او د لاس په اشارو یې پوښتلم : ”څه بلا ووهلې، ولې چیغې وهې؟”

نور محمد سعید

لوټن- ۱۰ اپریل ۲۰۲۶

یوه بجه ۵۱ دقیقې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...