شنبه, اپریل 27, 2024
Home+ایډز، نښې یې او درملنه

ایډز، نښې یې او درملنه

د دسمبر لومړۍ له ایډز سره د مبارزې ورځ

تاند- نن د دسمبر لومړۍ له ایډز سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. دا ورځ په ۱۹۸۸ میلادي کال کې له ایډز سره د مبارزې نړیوالې ورځ ونومول شوه چې په دې توګه د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د مرستو ټولولو، عامه پوهاوي او د دې ناروغۍ له ناروغانو سره د توپیري چلند مخنیوي ته د نړیوالو پام واوړي.

د (۲۰۲۰) کال په همدې ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې په ایډز یا ایچ آی وي د اخته کسانو شمېر ۷۷۹۴ تنه اعلان کړ او ویې ویل چې د دغو کسانو له منځه ۳۰۳۳ ناروغان دې وزارت ثبت کړي او ۱۰۸۹ یې تر درملنې لاندې دي.

د عامې روغتیا وزارت د تېر کال د شمېرو له مخې، په ثبت شویو کسانو کې ۲۲۷۲ نارینه او ۷۶۱ ښځې دي.

یوازې تېر کال د ایچ آی وي ۱۱۰ پېښې ثبت شوې. خو سږ کال څرګنده نه ده چې څومره کسان به په ایچ آی وي اخته شوي وي.

د اېچ ای وي یا اېډز نښې او د درملنې لارې

ډېری هغه کسان چې پر اېچ ای وي اخته کېږي، له دوو تر شپږو اونیو پورې والګي یا انفلونزا ته ورته نښې لري.

نژدې ۸۰ سلنه کسان چې اېچ ای اخته وي، د څو اونیو لپاره دا لاندې نښې لري:

  • تبه
  • ستوني درد
  • د بدن خارښ

نورې نښې هم شته چې ښايي ډېرې خپرېدونکې نه وي او په ټولو کسانو کې ښکاره نه شي.

  • ستړیا
  • د بندونو درد
  • د عضلو درد
  • د غدو پړسوب

دا ډول نښې له نورو ناروغیو هم پیدا کېدلی شي، که څوک دا نښې لري، دا مانا نه لري چې حتماً په اېچ ای وي وایرس اخته دی، مګر دې ته باید وکتل شي چې د دې نښو له څرګندېدو لږ مخکې خو به یې خطري کار نه وي کړی، چې د اېډز ناروغۍ سبب کېدلی شي.

که دا ډول یو شمېر نښې لرئ او فکر کوئ چې په څو تېرو اونیو کې پر اېچ ای وي د اخته کېدو له خطر سره مخامخ وئ، هرو مرو د اېچ ای وې ټېسټ یا ازمېښت وکړئ.

دا نښې له وایرس سره د بدن د خوندیتوب یا دفاعي سیستم مبارزه څرګندوي، خو د څو اونیو له لنډ پړاو وروسته اېچ ای وي تر کلونو پورې د ناروغ لپاره نښې نه لري.

دغه پړاو ته د اېچ ای وي پټ پړاو وايي، چې تر کلونو اوږدېدلی شی.

د اېچ ای وي د پټ پړاو له پای ته رسېدلو وروسته د ناروغ د بدن د خوندیتوب سیستم سخت زیانمنېږي او دا نښې پیدا کېږي.

  • وزن کمېدل
  • سخت او دوامدار اسهال
  • د شپې خولې کېدل
  • د پوستکي ستونزې
  • پرله پسې عفونت
  • نورې سختې او مرګونې ناروغۍ څرګندېدل

د اېچ ای وي ژر پېژندل د دې نښو له پیدا کېدو په مخنیوي کې مهم رول لري او د دې ناروغي په کنټرول او درملنه کې مرسته کولی شی.

په دې دلیل ډاکټران سپارښتنه کوي، که کوم کس د ناخوندي جنسي اړیکې په څېر خطرناک کار کړی وي، چې فکر کوي له امله یې پر اېډز یا اېچ ای وي اخته کېدلی شي، نو باید له ځنډ پرته طبي مرکزونو ته لاړ شي.

دا غوره ده چې یو کس ژر تر ژره پر خپله ناروغۍ وپوهېږي. دا ناروغي تر اوسه پرېکند درمل نه لري، خو په اوسنیو درملو سره یې یو شمېر ویروسونه کنټرولولی او داسې کار کولی شو، چې د دې ناروغانو د عمر اوږدوالی او د ژوند څرنګوالی یا کیفیت د ټولنې د نورو کسان په څېر شي.

که څوک وپوهېږي، چې اېچ ای وي یا اېډز نیولی څه باید وکړئ؟

که یو کس وپوهېږي چې پر اېچ ای وي نیولی یا پر اخته دی، باید د وینې پرلپسې ازمېښتونه یا معاینې وکړي، چې له درملنې پیلولو مخکې د اېچ ای وي پرمختګ وارزول شي.

دا ازمویښتونه د ناروغ په وینه کې د ویروس اندازه او د بدن پر خوندیتوب یا دفاعي سیستم د اېچ ای وي ویروس اغېز ارزوي.

له دې وروسته د درملنې پړاونه پیلېږي چې موخه یې د ناروغ په وینه کې د ویروس کچه کمول دي، ترڅو د بدن دفاعي سیستم ته د ترمیمولو چانس ور کړل شي او د اېچ ای وي اړوند نورو ناروغیو د پیدا کېدلو مخنیوی هم وشي.

که د ناروغ درملنه پیل شي، د هغه په وینه کې د ویروس کچه کمېږي او بیا دا لږ امکان وي چې دا ویروس ترې نورو ته هم ولېږدېږي.

د اېچ ای وي تشخیص یا پېژندل ښايي د ناروغانو لپاره یو څه ناراموونکی وي او پر ژور خپګان یې اخته کړي، خو د دې ناروغۍ د درملنې کلینیکونه تر ډېره دغو ناروغانو ته سپارښتنې کوي چې پر دې ناروغي د اخته کېدلو له امله له پیدا شویو اړوند رواني ستونزو سره مقابله وکړي.

که ناروغ روانپوه یا سلاکار ونه لري، نو سپارښت ورته کېږی چې د اېچ ای وی یا اېډز له نورو ناروغانو سره اړیکه ولري او د هغوی له تجربو کار واخلي.

پر اېچ ای وی اخته کس ډاکټر، روانپوه او خوراکپوه( خوړو پېژندونکي) ته اړتیا لري، ځکه دوی هر یو له دغه ناروغ سره مرسته کولی شي، چې د ټولنې د نورو کسانو په څېر ژوند وکړي.

پر اېچ ای وي یا ایډز د نه اخته کېدو لپاره خوندي جنسي اړیکه

هغه کسان چې جنسي اړیکه لري، کانډوم دې وکاروي. همجنس خوښي هم باید نارینه یا ښځینه کانډوم یا پوکڼۍ وکاروي.

د شا له لارې جنسي اړیکې سره هم اېچ ای وي لېږدېدلی شی، ان ویل کېږي، چې له دې لارې پر دې ناورغۍ د اخته کېدلو امکان ډېر دی، ځکه باید کانډوم وکارول شي.

په خوله کې د تناسلي الې په نیولو (د نارینه) یا څټلو (د ښځې) سره هم د اېچ ای وي ویروس د لېږدېد امکان شته، خو د نورو جنسي اړیکو پرتله کم دی.

د چا له بڼې (ظاهرې څېرې) نشو پوهېدلی چې پر اېډز اخته دی که یه، ځکه باید هر ډول جنسي اړیکه کې کانډوم وکارول شي او پر دغه ناروغۍ د اخته کېدلو خطر پاموړ کم کړل شي.

له اېچ ای وي یا اېډز نیولي سره د ژوند کولو په تړاو مهم ټکي

د اېچ ای وي یا اېډز نیولي کس د څارنې لپاره تر ټولو غوره ځای خپل کور یا له هغو کسانو سره ژوند دی چې له ده سره مینه لري.

په ټوله نړۍ کې ډېر خلک له دې ناروغۍ سره ژوند کوي او تر اوږد مهاله یو کارند او ګټور ژوند درلودلی شي.

که د مېړه یا مېرمنې، کورنۍ یا ملګري په توګه له اېچ ای وي یا اېډز نیولي کس سره ژوند کوئ، لندې ټکو ته پام وکړئ.

پرلپسې د اېډز نیولي کس له ډاکټر سره ایکه ولرئ، چې د ناروغ له اړتیا وړ څارنې او د درملنې له وروستیو پړاوونو خبر شئ.

اېچ ای وی وایروس د هوا، خوړو، اوبو، قاشوغې، لوښي، پیالې، کېناستلو، ټټۍ یا تشناب، خځندو، کورنیو ژویو او هغه هغه شي له لارې چې د اېچ ای وي نیولي کس په وینه، مني، د مهبل ترشخاتو، یا د تي شیدو باندې ککړ نه وي، بل کس ته نه ځي.

تاسو د اېچ ای وی یا اېډز نیولی کس په متیازو( تشې یا غټې) کانګو، د پوزې اوبو، لاړو او خولې له لارې په دغه ناروغۍ اخته کېدلی نه شئ، خو په دې شرط چې د هغه په وینه ککړې یا اخښلې نه وي.

تاسو که په خوراک، جامو اغوستلو او ان متیازو او حمام کولو کې له ناروغ سره مرسته کوئ، پر اېچ ای وي ویروس د اخته کېدلو له ګواښ سره نه مخ کېږئ.

د اېچ ای وی یا اېډز نیولي کس لاس نیول، غېږ کې نیول، مساجول او له هغه سره هر ډول تماس تاسو ته خطر نه لري، ان د ناروغه د عاطفي ملاتړ لپاره یې سپارښت کېږي.

اېچ ای وي یا اېډز نیولی کس د بدن کمزوري دفاعي یا خوندیتوب سیستم لري، ځکه له هغه سره له تماس مخکې خپل لاسونه ومینځئ چې نورې ناروغۍ ور نه شي.

که ستاسو د بدن کومه برخه تېره لاسونه ټپي وي، له اېډز نیولي سره د تماس پر مهال اړین تدابیر ولرئ، چې تاسو یا هغه له ګواښ سره مخ نه شئ.

که والګي یا انفلونزا نیولي یاست، څه مهال له اېچ ای وي نیولي کس لرې اوسئ، ان کله کله د دوی بدن له زوکام یا والګي سره هم مقابله کولی نه شي.

چاکو، مسواک، وېښته اېستونکی، نوک نوسی یا ناخونګیر، غوږوالۍ یا بل هر څیز چې پر وینه د ککړېدلو امکان یې وي، له اېچ ای وي نیولي کس سره یې ګډ مه کاروئ.

د ناروغ جامې له خپلو کالیو سره یو ځای مینځلی شي، خو که وېرېږي چې د هغه په وینه یا د بدن نورو مایعاتو به ککړ وي، نو له ځوښ اوبو او سابون کار واخلئ.

له اېچ ای وي سره اړوند خورا مهمه خبره، د ټولنې او کورنۍ منل دي. دا ناروغي یواځې له جنسي اړیکې، پیچکارۍ او د مور له لارې بچي ته لېږدول کېږي.

اېچ ای وي یا اېډز نیولی کس باید له ټولنې سره یو ځای کېدلو ته وهڅول شي. دوی مهرباني ته اړتیا نه لريو بلکې یو ډول چلند ته اړتیا لري او د ټولنې ټول وګړي د دې ناروغۍ په کنټرولولو کې اغېز لرلی شي.

آیا کرونا به د ایډز د بیرته ډېرېدو سبب شي؟

د ښو درملو له امله له کلونو راهیسې په ډیرو افریقایي هیوادونو کې په ایډز ناروغۍ د اخته کیدو کچه را ټیټه شوې ده. خو اوس د کرونا وبا د ایډز ناروغانو ته پاملرنه او درملنه لا زیاته ستونزمنه کړې ده.

متخصصان د ایډز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې (د دسمبر لومړۍ نیټه) په مناسبت د کرونا پاندمۍ له امله د «HIV» ویروس د بیا زیاتېدا په وړاندې خبرداری ورکوي. په ځانګړي توګه په ډیرو افریقایي هیوادونو کې یو وار بیا د دغه ویروس د ډېريدو احتمال زیات شوی دی.

د ایډز ناروغۍ پر عامل ویروس د اخته کسانو تر نیمایي ډیر یي له دې امله چې په کرونا ویروس اخته نه شي، د خپلو منظمو معايناتو لپاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نه کوي.

له کامرون څخه داکتر ګیلبرت تِنه، د جرمني خبري اژانس ته : «خلک نور نه غواړي روغتون ته لاړ شي. موږ نور نه شو کولی هغوی ته درمل ورکړو او د ایډز پر وړاندې د ځان ساتنې میتودونو په برخه کې ورته مشورې ورکړو.«

د «HIV»ویروس پر وړاندې له اغیزمنو درملو څخه استفاده د دې سبب شوې ده چې ډیر هغه کسان چې په دې ویروس اخته دي، وکولی شي د ډیرو کلونو لپاره بې له دې چې په ایډز مبتلا شي ژوند وکړي.

له سویلي افریقا څخه داکتر زولیلفا سیفومبار، د روان وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وايي: «ډیر خلک د کنترول له پاره نه راځي او کله چې راشي بیا نو په هغه وخت کې د معالجې له پاره ناوخته شوی وي او دوی مړه کیږي.«

پرمختګونه په خطر کې دي

د ایډز وضعیت چې په وروستیو کلونو کې د افریقا په ختیځ او سویلي سیمو کې ښه شوی وو، اوس یو وار بیا له کړکیچ سره مخامخ شوی دی.

د ایډز په برخه کې د ملګرو ملتونو ګډ پروګرام په ۲۰۱۸م کال کې رپوټ ورکړی وو چې په دغو سیمو کې چې د «HIV» ویروس اصلي مرکز ګڼل کیږي په دغه ویروس د اخته کیدو کچه نږدې ۳۵ سلنه او د دې ناروغۍ له امله د مړينې کچه تر۴۰ سلني هم ډیره کمه شوې ده.

ویل کیږي چې د کرونا ویروس له خپریدو سره به دغه سیمې د نړۍ د نورو سیمو برعکس، ونه توانیږی د پلان مطابق تر۲۰۳۰م کاله پورې په بشپړ ډول «HIV» ویروس له منځه یوسي.

د ملګرو ملتونو د دې پروګرام مشر ویني بیانیما، وايي: «کووید-۱۹پانډمي د دې سبب کیږي چې موږ لا زیات ناوخته خپل دې هدف ته ورسيږو.«

کارپوهان اټکل کوي چې د کرونا وبا له امله کیدای شي په ټوله نړۍ کې د معمول حد څخه ۲۹۰ زره ډیر انسانان په «HIV» ویروس ککړ شي او ۱۴۸ زره اضافي کسان د ایډز ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د نارینه وو سنتي د ایډز له مخنیوي سره مرسته کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب