پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeروغتیاد نارینه وو سنتي د ایډز له مخنیوي سره مرسته کوي

د نارینه وو سنتي د ایډز له مخنیوي سره مرسته کوي

تاند- په امریکا کې له ناروغیو سره د مجادلې او وقایې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې د نارینه وو سنت یا ختنه د ایډز په ګډون د ګڼو جنسي ناروغیو له مخنیوي سره مرسته کوي.

په راپور کې ویل شوي چې سنت د ایچ آی وي یا د ایډز د ویروسو د سرایت خطر له پنځوسو تر شپېتو فیصدو پوري کموي. د دې معنا دا ده چې که سنت شوی نارینه له داسي ښځې سره چې په ایچ آی وي اخته وي، جنسي تماس ونیسي په ایډز د اخته کېدو لږ چانس لري.

پر دې سربېره سنتي په (Herpes) او ګڼو نورو تناسلي ناروغیو د اخته کېدو امکان له ۳۰ تر ۴۰ فیصدو پوري کموي. همداراز سنت د ادارو په عفونت او سوزک د نارینه د اخته کېدو امکان کموي.

په څېړنه کې ویل شوي چې سنت له نارینه څخه ښځې ته د ایچ آی وي د سرایت خطر نه کموي.

پر مسلمانانو سربېره په یهودانو کې هم د سنت دود عام دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب