تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۰ مه) د پاکستان یو شمېر سیاستوالو د سې شنبې په ورځ په اسلاماباد د مارګلې د خبرو اترو په غونډه کې د افغانستان په اړه د خپل هېواد پر پالیسۍ نیوکې کړې دي.
هغوی وویل چې امنیتي کړکېچونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو بندېدو پر سوداګرۍ او دوهاړخیزو اړیکو ناوړه اغېز کړی دی.
دا غونډه، چې د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې یې د بحثونو مهمه مضوع وه، د اسلاماباد د پالیسۍ څېړنیز انستیتیوت له لوري دایره شوې وه.
د پاکستان پخواني سناتور او سیاستوال مشاهد حسین له حکومته وغوښتل چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي. هغه خبرداری ورکړی چې پاکستان باید افغانستان په لوی لاس د هند غېږ ته ون غورځوي.
مشاهد حسین تر دې پخوا هم څو ځلې د افغانستان په اړه د پاکستان پر سیاستونو نیوکې کړې وې.
پاکستانۍ سناتورې شیري رحمان بیا طالبان تورن کړل چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) وسلهوالو ته یې پناه ورکړې ده. هغې وویل چې اسلاماباد د امنیتي ګواښونو پر وړاندې بېپروا نه شي پاتې کېدای.
هغې ویلي چې د وسلهوالو ډلو بریدونو، سرحدي نښتو، د سوداګرۍ ګډوډۍ او د بېباورۍ زیاتېدو د دواړو هېوادونو اړیکې سختې زیانمنې کړې دي.
دې په عین حال کې د کاسا زر او ټاپي پروژې په سیمهییزه همکارۍ کې د فرصتونو بېلګې وبللې او ویې ویل چې پاکستان باید د امنیتي اندېښنو د حل ترڅنګ اقتصادي او ترانزیتي همکاري هم پراخې کړي.
افغانستان د هند لوري ته مه ټېلوئ
مشاهد حسین ټینګار وکړ چې افغانستان او پاکستان تاریخي اړیکې لري، خو د ده په وینا، بېړنۍ پرېکړې، د سرحدي لارو بندېدا او د افغان محصلانو بېرته ستنول دغو اړیکو ته زیان رسوي.
هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه باید د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ له اړیکو جلا وساتل شي.
مشاهد حسین وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۴ کال کې له ۲.۳ میلیارد ډالرو څخه په روان کال کې اووه میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.
هغه اوسنی وضعیت لنډمهالی بللی او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه به بالاخره خپل اختلافات حل کړي.
حسین وړاندیز وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه دې د سیمې د هېوادونو، لکه چین، روسیې، ترکیې، ایران او یو شمېر عربي هېوادونو په ګډون پر مخ یووړل شي.
له طالبانو سره د اختلافاتو حل
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له طالبانو سره د اختلافاتو حل، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ په برخو کې، د اسلاماباد له دریو مهمو لومړیتوبونو څخه یو بللی دی.
هغه د چابهار بندر او د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز (سيپېک) په پروژو کې د هند پانګونې ته په اشارې ویلي چې پاکستان باید د یوه نښلوونکي دهلېز ګټه د بلې پروژې تاوان ونه ګڼي. د هغه په وینا، دغه لارې کولی شي یو بل بشپړ کړي.
دراني زیاته کړه چې پاکستان کولی شي جنوبي اسیا ته د انرژۍ د لېږد، د لوېدیځې اسیا د سوداګریزو لارو د پراختیا او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د تودو اوبو د لاسرسي لپاره له خپل جغرافیایي موقعیت څخه اقتصادي ګټه واخلي.
د ترکیې د منځګړیتوب هڅې
د ترکیې د ابنخلدون پوهنتون استاد اسماعیل نعمان تلسي هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د انقرې د هڅو په اړه خبرې وکړې.
هغه وویل چې د ۱۴۰۴ کال د لړم په اتمه په استانبول کې خبرو اترو د اوربند د غځولو او د هغه د څارنې لپاره د یوه میکانېزم پر جوړولو هوکړه رامنځته کړه.
د تلسي په وینا، د خبرو اترو له درېدو وروسته ترکیې له پاکستاني پلاوي وغوښتل چې خبرو ته یو بل فرصت ورکړي.
هغه زیاته کړه چې د روان کال په فبرورۍ کې د کړکېچ له بیا زیاتېدو وروسته هم ترکیې له دواړو لورو وغوښتل چې د خبرو مېز ته بېرته ستانه شي.
تلسي ټینګار وکړ چې انقره به د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي، ځکه د افغانستان له ثبات پرته د جنوبي، لوېدیځې او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي لارو نښلول ستونزمن دي.
د مارګلې کنفرانس ته تېر کال یو شمېر افغانان هم بلل شوي وو. څرګنده نه ده چې دا ځل بلل شوي نه دي او که د تېر ځل انتقادونه سبب شوي چې افغانان په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.