تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۲۰ مه) که څه هم د ملګروملتو په وروستي راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت تېر تئرو څو کلونو زیات شوی، خو د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د مخدره موادو پر ضد د کابل د مبارزې ملاتړ او ستاینه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کابلوف د مخدره موادو پر وړاندې د افغانستان د اقداماتو په اړه د ځینو نړیوالو بنسټونو راپورونو ته په اشارې ویلي چې دغه راپورونه د سیمې واقعي وضعیت په سمه توګه نه څرګندوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا، په ځانګړې ډول د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او له شته اقتصادي فرصتونو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې هم خبرې کړې دي.
امیرخان متقي له روسیې سره د اړیکو پراختیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه باید د ګډو ګټو پر بنسټ له خپلو اقتصادي او سوداګریزو وړتیاوو څخه ډېره ګټه واخلي.
متقي همداراز ویلي چې حکومت یې د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او پرلهپسې مبارزې ته ژمن دی او دغه مبارزه د افغانستان او سیمې لپاره مهمه بولي.
تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په یوه راپور کې ویلي و چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی.
د دغه راپور له مخې، د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه د ۲۰۲۵ کال د شاوخوا ۱۰ زره هکټارو پرتله ۳۳۰ سلنه زیاته شوې او له ۴۳ زره هکټارو اوښتې ده. په راپور کې د شاوخوا ۴۰۰ سلنه تریاکو د تولید د زیاتوالي یادونه هم شوې ده.
خو د افغانستان د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت دغه شمېرې له رسمي معلوماتو او د سیمې له شواهدو سره په ټکر کې بللې او رد کړې دي.
دې ادارې ویلي چې اړوندو ځواکونو یې سږ کال د کوکنارو تر پخواني کښت لاندې تر ۲۶ زره هکټاره ډېره ځمکه د حاصلاتو له راټولولو مخکې پاکه کړې او د پاتې کښت کچه یې نژدې صفر ته رسولې ده.
د کابل حکومت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ملګرو ملتونو د شمېرو د اټکلولو طریقه هم تر پوښتنې لاندې راوستې او غوښتي یې دي چې د دغو شمېرو سرچینې، د سپوږمکۍ تصویرونه او د محاسبې د څرنګوالي جزییات خپاره شي. دې ادارې همداراز غوښتنه کړې چې د کوکنارو د کروندو د اړولو عملیات دې هم په پام کې ونیول شي او راپور دې بیا وارزول شي.