تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۹ مه) د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې د افغانستان د انرژۍ اوونۍ ۲۰۲۶ غونډه د دوشنبې په ورځ په کابل کې پیل شوې ده.
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې پانګهوال، مالي بنسټونه، خصوصي شرکتونه او کورني او نړیوال استازي راټول شوي، څو په افغانستان کې د برېښنا د دوامدار کمښت د حل لارو او د انرژۍ په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړي.
دا غونډه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ګډه جوړه کړې ده. د غونډې هدف د پانګونې راجلبول، د انرژۍ د زېربناوو پراختیا او د کورنیو سوداګرو او نړیوالو پرمختیايي شریکانو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د دې سازمان مشرې، رباب فاطمې، هم په غونډه کې ګډون کړی او د انرژۍ په برخه کې یې د پانګونې پر پراختیا او د نړیوالو مرستو پر همغږۍ ټینګار کړی دی.
هغې ویلي، ملګري ملتونه له اسیایي پراختیايي بانک، نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او جاپان سره د انرژۍ په برخه کې د پروژو د همغږۍ لپاره کار کوي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د شمېرو له مخې، افغانستان لا هم د خپلې برېښنا تر ۸۰ سلنې ډېره له ګاونډیو هېوادونو واردوي. دغه هېواد د برېښنا د تولید او لېږد په برخه کې هم له پراخو ستونزو سره مخ دی، چې له امله یې کورنۍ او سوداګریز بنسټونه ثابته برېښنا نه لري.
د دغه پروګرام په وینا، افغانستان هر کال پر وارداتي برېښنا تر ۲۸۰ میلیون ډالرو ډېې پیسې لګوي؛ په داسې حال کې چې د کور دننه د برېښنا د تولید پراخ ظرفیت لري. د دې ادارې د اټکل له مخې، افغانستان د لمریزې برېښنا د تولید لپاره له ۲۲۰ ګېګاواټه څخه ډېر ظرفیت لري، خو ډېره برخه یې لا نه ده کارول شوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي، تورهان صالح، په غونډه کې ویلي چې افغانستان د نوې کېدونکې انرژۍ پراخې سرچینې او د ودې په حال کې خصوصي سکتور لري، خو تر اوسه یې له دې وړتیاوو په اغېزمن ډول د برېښنا د تولید لپاره ګټه نه ده اخیستې.
نوموړي د بانکونو، پانګهوالو او نړیوالو مالي بنسټونو ترمنځ د لا پیاوړې همکارۍ غوښتنه کړې، څو د پانګونې خطرونه راکم او د عملي کېدو وړ پروژو ملاتړ وشي.
د غونډې ترڅنګ د ۱۴ افغان شرکتونو یو نندارتون هم پرانیستل شوی چې د ښځو په مالکیت او مدیریت کې ځینې شرکتونه هم په کې شامل دي. په دې نندارتون کې د کورنیو شرکتونو وړتیاوې نندارې ته وړاندې کېږي او له پانګهوالو او مالي بنسټونو سره د هغوی د اړیکو د پراختیا هڅه کېږي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د برېښنا کمښت په افغانستان کې د صنعتي فعالیتونو، اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو پر وړاندې لوی خنډ دی. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام تر دې مخکې هم په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د برېښنا نشتوالی او د انرژۍ محدودیت د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې او د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو پر وړاندې له مهمو ستونزو بللي دي.
د غونډې جوړوونکي هیله لري چې خبرې اترې به د نوې کېدونکې انرژۍ او نورو زېربنايي پروژو په برخه کې د پانګونې او همکاریو د پراختیا سبب شي. خو د افغانستان د لمریزې او د انرژۍ د نورو سرچینو د اغېزمنې کارونې لپاره مالي سرچینو، تخنیکي وړتیا او دوامدارې پانګونې ته اړتیا ده.