دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادب څو اړخیز شخصیت، یوګني ماکسیموویچ پریماکوف

 څو اړخیز شخصیت، یوګني ماکسیموویچ پریماکوف

(۱۹۲۹ـــ ۲۰۱۵)

لیکنه: الهام خیال

په سږني ۲۰۱۹ز کال کې د پریماکوف د زوکړې ۹۰یمه کالیزه نمانځل کېږي. په نړۍ کې داسې خلک څه لږ نه دي تېر شوي چې د خپلو هېوادونو او خلکو لپاره دې یې په اقتصادي، سیاسي، فرهنګي، دیپلوماتیکو او نورو برخو کې لویې کارنامې نه وي تر سره کړي؛ ولې داسې خلک بیا ډېر لږ او د ګوتو په شمار دي چې په ټولو ډګرونو کې دې یو شان ځلېدلي وي او د خپلو خلکو تر څنګ دې یې د نورې نړۍ د سوکالۍ او پرمختګ لپاره ماغزه اوبه کړي وي. پریماکوف هغه څوک دی چې د روسیې په سیاسي، اقتصادي، دیپلوماتیک او ژورنالیستیک ډګر کې لکه لمر ځلیدلی او د نظریاتو په څراغونو یې خلک ورکې لارې مومي. هغه سره یوازې د روسیې غم نه و، بلکې سیمه ایزو او نړیوالو کړکېچونو ته یې هم د حل لارې لټولې او طرحې یې جوړولې؛ راځئ چې دا لوی انسان وپېژنو.

روسي ژورنالیست، ټولنپوه، سیاستوال، دیپلومات او مشهور ختیځ پېژندونکی یوګني ماکسیموویچ پریماکوف په ۱۹۲۹ز کال د اکتوبر پر ۲۹مه کیف کې وزېږېد. د پلار  په اړه یې ډېر معلومات نشته خو دومره څرګنده ده چې د ستالین په وخت کې ژوندی ورک شوی دی، مور یې ډاکتره وه. پرېماکوف په ګورجستان کې د مور له یوه خپلوان سره اوسېده، تر اووم ټولګي یې ښوونځی ولوست، بیا دآاذربایجان پلازمېنې باکو ته لاړ، هلته په یوه نظامي ښوونځي کې شامل شو، تر څه وخت وروسته سخت ناجوړه شو، د خراب روغتیایي وضعیت له امله یې و نه شو کړای چې زده کړو ته دوام ورکړي، بېر ته ګورجستان ته ستون شو، هلته یې د ګورجستان د ختیځ پېژندنې په انستیتیوت کې یو ځل بیا خپلې زده کړې پيل کړې، له دې ځایه په ۱۹۵۳ز کال کې د ختیځو عربي هېوادونو پېژندونکی او متخصص فارغ شو. تر دې وروسته مسکو ته لاړ او هلته یې په دولتي پوهنتون کې خپلو تحصیلاتو ته دوام ورکړ.

پریماکوف په ۱۹۵۶زکال کې د دولتي کمېټې په راډیو تلویزیون کې دنده واخیسته، بیا له مشهورې روسي ورځپاڼې پراودا (حقیقت) سره نړیوال خبریال شو، ده د خپلې خبریالۍ پر مهال د صدام حسین او یاسر عرفات په ګډون، د عربي هېوادونو (عراق، سوریې، فلسطین، سوډان او …) له مشهورو څېرو سره مرکې او کتنې وکړې. له پروادا سره تر بریالۍ دندې وروسته یې په ۱۹۶۹ ز کال خپل ډېزېټرېشن (د مصر ټولنیز او اقتصادي انکشاف) تر سرلیک لاندې دفاع کړ او د دوکتورا سند یې تر لاسه کړ. په ۱۹۷۰ز کال کې د نړیوالو اقتصادي اړیکو د انستیتیوت مرستیال، بیا د ختیځ پېژندنې د انستیتیوت رییس وټاکل شو. نوموړي د خپل بې ساري استعداد له کبله د ټولو خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړ، پر یادو شوو هغو سر بېره پریماکوف نورې ډېرې مهمې دندې هم ترسره کړې دي، د روسیې لومړی وزیر، د دیپلوماتیکې اکاډمۍ پروفیسور استاد، د سولې د ساتنې کمېټې مرستیال، د روسیې د نړیوالو اقتصادي اړیکو د انستیتیوت رییس، د کی جی بی د رییس لومړی مرستیال، د بهرنیو چارو د استخباراتي خدمت رییس او د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی دی.

پرېماکوف د واقعي سیاست (Real Politik) سخت پلوی و (د Real politick نظریه لومړی ځل بېسمارک رامنځته کړه، په واقعي سیاست کې پرېکړې، د عملي او واقعي ګټو پر بنسټ کېږي، پرته له دې چې ایډیالوژي یا اخلاق پکې په پام کې ونیول شي) نوموړي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه څو اړخیز بهرنی سیاست پر مخ بیوه.

ده د بهرنیو چارو وزارت پر مهال د امریکا له ناسم سیاسته پرده پورته کوله، د روسیې، چین او هند یو ستراتیژیک مثلث یې هم جوړ کړ چې د ناټو د پراختیا مخه ونیسي، په بهرنیو چارو وزارت کې یې په تېزۍ سره اصلاحات رامنځته کړل او روسیې ته یې په دیپلوماتیک ډګر کې بې شمېره لاسته روړنې لرلې دي. پریماکوف چې کله په ۱۹۹۸ز کال کې صدر اعظم شو، د کار په لومړیو اتو (۸) میاشتو کې یې د روسیې اقتصاد په حیرانوونکي ډول پیاوړی شو، له دې سره یې د بې شمېره روسان زړونه خپل کړل او په خلکو کې د ولسمشریزو ټاکنو یو مخکښ نوماند یادېده، ایلسن چې په خلکو کې د ده محبوبیت ته وکتل، په ټاکنو کې یې خپله ناکامي سترګو ته ودرېده، له همدې کبله یې پریماکوف استعفا ته مجبور کړ، پر استعفا یې د روسیې ۸۰ سلنه خلک ناراضه وو، ده خپل فعالیتونه جاري وساتل، په ۱۹۹۹ز کال کې د روسیې د ولسي جرګې وکیل او د یو ګوند رییس شو. پریماکوف هغه وخت د یوه اتل او قهرمان په ډول زړونه خپل کړل، کله چې یې امریکا ته سفر لره. کیسه داسې وه چې ده د خپلې صدراعظمۍ پر مهال امریکا ته د یوه سفر تابیا کړې وه، کله چې الوتکه په هوا شو، ده ته خبر راغی چې ناټو پر یوګوسلاویا بمبار کړی، بېر ته یې الوتکې ته امر وکړ چې راستنه شي، خپل سفر یې لغوه کړ. پریماکوف په دې کار سره نور هم د خلکو په زړونو کې ځای پيدا کړ او خلک یې تدبیر او پوهې ته په بشپړ درناوي قایل شوو. ناټو دا بمبار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اجازې پرته کړی و چې په پایله کې یې له ۴۸۹ تر ۵۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او بې شمېره ودانۍ او فابریکې پکې ویجاړې شوې وې.

پریماکوف د روسیې د ۲۰۰۰ز کال ټاکنو ته ځان نوماند کړی و، خو له ټاکنو دوه میاشتې وړاندې د پوتین په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شو. ده یوازې سوله ایزه روسیه نه غوښته، بلکې د ټولې نړۍ سوله یې ارمان و،  همېشه یې کورنیو او او نړیوالو کړکېچونو ته د حل لارې لټولې او طرحې یې جوړولې.

دا لوی انسان د سرطان خطرناکې ناروغۍ له امله د ۲۰۱۵ز کال د جون پر ۲۶مه د ۸۶کالو په عمر ومړ، په جنازه کې یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف هم برخه اخیستې وه، په ډېر درناوي خاورو ته وسپارل شو.

نوموړي ته د روسیې د ټولو طبقو خلک په درناوي قایل وو او له نړیوال اعتباره هم برخمن و، د ایلسن او بیا د پوتین په وخت کې هم د لوړ  موقف خاوند و او ټولو یې درناوی کاوه. د نړۍ ګڼو سیاسیونو هم ده ته د قدر په سترګه کتل، چې دا د یوه سیاستوال لپاره وړه خبره نه ده. د روسیې د امنیت شورا دایمي غړی هم و، تر ټولو جالبه دا ده چې په روسیه کې د اقتصادي بحران پر مهال هم د ده اعتبار را کم نه شو، هغه مهال لومړی وزیر و چې په روسیه کې اقتصادي بحران راغی، مګر بیا هم د ده محبوبیت هماغه شان پاتې شو. پریماکوف پرمختللې او پر ځان بسیا روسیه غوښته او له امریکا سره یې هم پر ښو اړیکو تاکید کاوه، د سوړ جنګ د ختمېدو کلک پلوی و، همېشه یې ټینګار کاوه چې دا جنګ د هیچا په خیر نه دی او ژر تر ژره دې ور ته د پای ټکی کېښودل شي. په بهرني سیاست کې د څو قطبي ستراتيژۍ طراح و. د روسیې په اقتصادي، سیاسي او دیپلوماتیک ډګر کې د ده اصلاحات او مترقي نظریات د تاریخ په زرینو کرښو ثبت شوي دي، اوس د ده نظریات (د پریماکوف دوکتورین) تر عنوان لاندې په اکاډمیکو مرکزونو کې مطالعه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب