وروسته تر څو ورځو سر په سر بارانونو نن د پراګ اسمان شین و، هرڅه راڼه ښکاریدل. له کوره راووتم، یو کور څیرمه مې د تل په رنګ زړه چکۍ ولیده چې په لمرینه ورځ د سړک څنګ ته د خپل کور په چمن کې پر چوکۍ ناسته ده. سلام مې ورته وکړ. بوډۍ سترګې پټې کړې، سر یې وخوځاوه:
– عجیبه خوندوره هوا ده
– دا څو ورځې سر په سر بارانونه و
– دغه ورځې مه یادوه نن خوند اخله
– له څلورو ورځو بارانه وروسته خو به نور نو اسمان شین کیده
بوډۍ سروخوځاوه لکه چې زما خبره یې خوښه نه شوه:
– د نن خبره کوه تیر تیر شو
ما سر وخوځاوه ترې رهي شوم. تر ځنګله پورې چې لس دقیقې پیاده لاره ده ولاړم. د ځنګله د ونو پر سر لږ لږ وریځې ښکاریدې ویل مې لکه چې سبا ته بیا اسمان وریځ کیږي. زړه مې په تنګ شو بیرته راوګرځیدم.
بوډۍ لا په خپل ځای ناسته وه خومخ یې اړخ ته ګرځولی و. ما ورته وویل:
– څرنګه لمر لکه چې په تنګه کړې؟
– لمر ته په پراګ کې څوک نه په عذابیږي، هغه د ځنګله خواته وریځې ښکارې مخ مې ترې واړاوه چې د نن ورځې خوند یونه سي.
ښکلې او د لوړې معنا لیکنه وه. موجزه او له مطلبه ډکه. دې لړۍ ته ادامه ورکړئ.
ډیر ښکلی ډیر خوندور مطلب په کې نغښتی و