شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونولې په خپل ځان دا هسې ارت جهان تنګ کړې / استاد...

ولې په خپل ځان دا هسې ارت جهان تنګ کړې / استاد شپون

ښه خواږه یاران مې وو. زه چې له ټولو دمخه، چې لا د شوروي یرغل ته میاشتې پاتې وې، پېښور ته تښْتېدلی وم، په دې ارمان وم چې یاران هم را وتلي وای، سخت به مو بنډار جوړ و، بیا نو د تېښتې لړۍ شروع شوه. امین راغی، مجروح او تڼیوال ورپًسې، یو یو، ډله ډله راورسېدل چې هم د امنیت خرما شي ، هم د جهاد د مقاومت ثواب.

یو شی چې، د پېښوریانو خبره، ما نوټ کړ دا و چې ځینې جانا جاني ملګري په بله اوښتي وو. هغه چې په شپو شپو مې ورسره د خوند مرکې وې، اوس داسې بدغوني شوي وو لکه د طالبانو نکیر و منکر ډله. نورې خبرې یې هېرې وی، بس د خپل ګوندي مشر ستاینه، امریکا ته تر روس زیاتې ښکنځلې، د مخالفو مشرانو سپکاوی، د مرتد او کافر ټاپې دا او داسې نور په ښاخۍ بادېدې.

ما دغو یارانو ته د مقاومت د موثریت خبرې کولې، حتی یوه رساله مې هم د جهاد د بریالیتوب په لارو چارو خپره کړه خو دوی نه یواځې له ما بلکه یو له بل نه هم ماڼیجن، او یو بل ته په څوکې وو.

ما وېل خیر دی یوخو مساپري دربدري ده، او بل زما په شان اقتصادي تنګڅه. نو چې لږه سودګي شي، سره پُخلاا به شي د روس سره به سخت زړي او پخپلو کې به رحیم شي. خو داسې نه شوه. پاکستاني مبلغینو یې غوني زیږه کړي وو، هره خوا کنځلې، توطیې، پروپاګند. د وطن نوم له خولو ولوېد، حتی زما خپلو بچیانو به په ښوونحي کې ویل، مې بهی پاکستان هو، تو بهی پاکستان هی. د قتل د مستحقانو معیار بدل شو، چې هغه پاکستان – دښمني وه : پوهاند مجروح۰ او عزیز الفت دواړه په همدې یوې ګناه ووژل شول چې د افغانستان د ژغورلو د پاره یې د پاکستان نسخه نه منله.

لنډه دا چې ښکلي افغانان مو روغ رمټ  په یوې هیلې خپل ګاونډي، ورور هېواد ته لاړل، هلته د پنجاب آی اېس آی را له کسکر او چختار کړل. زموږ د شاتو له مچۍ نه یې لړمان ساز کړل. یو له بله ټَک ورکړه، تور ولګوه، تکفیر کړه او د روس په ځای خپل عزیز ووژنه. د پېښور د والیبال د سیالۍ مثال به مې خامخا بل ځای هم ورکړی وي چې د حزب اسلامي او جمعیت د کمپونو ترمینځ وشوه. اول خو یوه ملا د چکچکو په ضد خبرداری ورکړچې په اسلام کې منع دي. د هغې په ځای یې د نعر ه ی تکبیر وفرمایل. بیا نو غم دا و چې یوه ټیم به چې نومره وګټله نو پلویانو به یې د تکبیر ناره اوچته کړه، هغه بل لوری به غلی و ځکه دا بل ټیم یې دښمن و. د سپورټ سیالي هم لکه د نازي هټلریانو د وخت، په ایډیالوژیکي سیالۍ بدله شوې وه.

یو بل لوی تاوان یې کلتوري و. شعرونه د ښکلا پالنې نه انتقام پالنې ته ولاړل. عطر او خوشبويی تر باروتو جار شول، په یوه نظم کې مې د یوه زوی د خدای پامانۍ صحنه ولوسته چې ځانمرګي حملې ته روان دی، له موره رخصت اخلي، چې د ده په وینا د وطن ناموس پر ځای کړي. دا یوه لسیزه چې زه هر کال کابل ته تللی یم، د ویر ټغر ویړ و. حتی زما د نزدې یارانو لشکې لکه غومبسې یو بل ته راوتلې وې. یو وخت مې د کلي له ملا نه د عبوسا قنطریرا توری اورېدلی و چې د یوه تاوجن چرسي له پاره یې په روژه کې استعمالاوه. ویل به یې چې نیمه ورځ په نورو، نیمه په ځان په غوسه وي.

2 COMMENTS

  1. خوندور.
    دا څه لوبه شوه، زه خو وایم چې دا د فیس بک لایک ورباندې بند کړئ، اوس خلک په یوه ثانیه کې لایک کلیک کړي او څه نه لیکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب