جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرورک غمی / شاعر عبدالغفور لېوال

ورک غمی / شاعر عبدالغفور لېوال

 د شپېتو بړېڅو ورځ په ورځ کمی دی

تور دی ،
        سور دی
             یاشنیلی دی
دې وطن کې کوم غمی دی
دکافرو مسلمانو پرې دربی دی
په تخت ناست دی ، یوسړی دی
هره ورځ ورته راځي سل  ـ سل سرونه
څه یې ښځې ، څه سپین ږیري
څه یې ځوان څه ماشومان دي
ورته ژاړي ورته خاندي .
شل ښاماره پرې راتاو دي
پاچا ژاړي وایي اوردی
دکوم غټ کافر له کوره
راالوتی کوم توپان دی
په سرونو دښامارو ارږمی دی
دشپېتو بړېڅو ورځ په ورځ کمی دی .
دوطن خلک چیچلي ، لیونۍ تورې بګوې
نیم یوه ښامار ته تللي
بل دبل په ملا سپاره دي
دملتان دیو وربللي
اصفهان ته تښتېدلي
دعربو کوډګر راغلل
تور جوګیان له هندوستانه
تاویزونه ، طلسمونه
دوطن خلک بنګساره
خپل بچي په تورو وژني
خپلې ښځې اوسپین ږیري
خپل زلمي داړي په داړو ،
پتې خان زخمي په تورو
هر یو یار یې اکرمی دی
دشپېتو بړېڅو ورځ په ورځ کمی دی .
رابیا هم لیونۍ شوې
دپتې بچی یې وویسته له ګیډې
هلۍ ګورئ !  لیونۍ ته
خپل ماشوم داړي په غاښو
ددیوبند پېریان پرې ناست دي .
(راجا) سپور په دنګ بیهاڼ دی
دسره اور ګورز یې په لاس کې
د(پنجاب )په ننګ راغلی
(کوه نور) کابل نه غواړي
پاچا ریږدي ، پاچا ژاړي
لوی ښامار نه د سرونو امان غواړي
لوی ښامار یو لوی کوډګر دی
له پاچا نه غمی غواړي
پاچا خپله برخه غواړي
وزیر خپله برخه ژاړي
(کوروش) بیا توره ایستلې
له (ساکانو) کسات اخلي
سر یې ډنډ وینو کې خاندي
کندهار پاچا نه غواړي
پاچا ژاړي –  پاچا ریږدي
دوطن دخلکو لاس کې
                              راشنې شوې لس چړې دي
ماشومان حلالوي چې داکافر دي
ښاماران له خوشالۍ نه ورته ناڅي
دشیشکواتڼونه  ، ددیوانو دډولونو څه غربی دی
دشپېتو بړیڅو ورځ په ورځ کمی دی .
دیوه کاله زلمي دي
سره وروڼه یاتربرونه
دښامار دکوډو زور دی
یو له بل ریبي سرونه
وايي دا وژنم کافر دی
بل وای : دا هم لوی جاهل دی
ورک غمی چیرته پټ شوی ؟
دښامار هغه په کار دی
چا ویل دشالیلا غاړه کې پروت دی
شالیلا دپاچا لورده ،
نه دټولو زلمو خور ده ،
چیرته لرې بندیوانه ،
دښامار داړې ترې تاوې
شالیلا غاړه ایستلی :
که دوې دي دوې دي ،
کلای بست دروازې دوې  دي
په یوه پتې خان وځي
په دابله یې دمور سوې نارې دي
دوطن خلک بنګساره
یوله بل پرې کوي غاړه
تور دی ، سور دی که شنیلی دی
زما په غاړه پروت دغم داور غمی دی
دشپېتو بړیڅو ورځ په ورځ کمی دی .
۲۱ سرطان ۱۳۹۲

6 COMMENTS

  1. آیا څوک پوهیږی چی د غفور لیوال کوم چاپ شوی شعری ټولګه په بازار کی شته؟ ښاغلی لیوال شعرونه د زما ډیر خوښ دی. خدای دی د ده قلم او ژبه تل تانده لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب