Home+د پروین ملال څو شعرونه  

د پروین ملال څو شعرونه  

برزخ

څه فنا وه، څه بقا وه

لمر په غیږ کې

د سپوږمۍ شپو ته ورتلمه

ترقدم لاندې مې مځکه

د اسمان غیږ ته لویدمه

ګویا زه د ادم لور وم

نه حوا نه ښځمنتوب وو

نه په ژبه، نه په نسل نه له رنګ

چاپیژندمه

لا پته وم، لامکانه

نه وجود، نه ناموجود وم

د ژړ لمر پر وزرونو

په خلا کې نڅید مه

اوږد منزل و نامنزله

د ستړیا ډک قدمونه

زه بې نومه ، بې نښانه

پل پر پل محوه کیدمه

د خیالونو کتیبه وم

حقیت وم افسانه وم

زوړ مزار وم ، سره جنډه وم

هدیرو کې ر پیدمه

نه بیلتون وم، نه وصال وم

نه یوسف، نه زلیخاوم

دګریوان بندي خانه کې

لکه اوښکه بلېدمه

نه د جذب په جذبه کې

نه د هوش په میکده کې

زه د هر رواج باغي وم

پل پر پل  ودار ته تلمه

زه، پوښتنه له چاوکړم

زه سوالي لفظونه

کوم کچکول ته توي کړم

دا بقا وه که فنا وه؟

که د خیال وغیږته تلمه

ژوند مې څه شو؟

مرګ مې چیرې؟

نپوهیږم لارویه!

ته یوسیوری ، زه هم سیوری

چیري راغلم، چیري ځمه

۲۰۲۶ /۳۰ /۹

***

ونو دمنی د باران سره

په لپو ، لپو اوښکې تویې کړلي

وږمو په میینه غیږکې ونیولي

د پاڼو اوښکو ته

مځکې په میینه غیږه پرانیستله

ماهم یو خوب ولیدې

دتیرو پلونو  پر زړو لارو

پرسرمې تاج دوړانګو

لمن مې ډکه د سپوږمۍ د مځکې

دسرو او شنو ګلونو

دغاړې هار مې د اوو سمندرونو

دڅپو دوړانګو

رو ڼا، روڼا اومیینه ، میینه ومه

کله زرینه طاوسي بڼکه

کله ښایسته تر وړانګو ، وړانګو

کله د ستورو ګیډۍ

لکه پروینه ومه

دبوډۍ ټال وو پر اسمان لویدلې

ټو ټې ، ټوټې اوریځې

دلمر د وړانګو مړوندونو کې

راتاویدې ، تاویدې

دزاڼو ګڼو ،ګڼو ډلو

دوزرونو ګڼ لاسونه

لکه جنډې ، لکه توغونه رپول ، رپول

لاندې وړې ، وړې بیړۍ په سیندکې

دپاروګانو مړوندونو کې

راخوځیدې ، خوځیدې

ماهم یو خو ب ولیدې

یوازي زه نه ومه

د ګڼو نجونو شپول وو

ترپښو مو لاندې جنت

پر سر مو پروت لکه سالو دکعبې

دسپینو ستورو او حریري وریښمو

ښکلی سالو

رنګ د کالیومو

د لونګینو تورو ، تورو  سارایې غاټولو

غیږې موډکې د نګهت اودرنګونو،

دسپیڅلې حلاوت ، لطافت

مکتب ته تلو، چې د انسان د ږغ ،

چوپتیا ولولو

دڅراغ سترګو کې دسمندر پر څپو

د انسان پلونه او بقا ولولو

ددیوالونو سایې

 لفظونه واړه دروڼا ولولو

د سمندر پر څپو د انسان پلونه اوبقا ولولو

دانسان پلونه اوبقا ولولو

۲۰۲۶ /۱ /۱۰

غزل

په څوکو د بڼو مې د سپوږمۍ وړانګې تراشلې

بیګاه مې یادولې پر روڼا وو مې لیکلې

چې ستا یادونه واړه ، د اسمان په سیندکې پریولم

لېمو کې مې د ستورو پلنډې وړلې اوراوړلې

داته وي  چې تراش، تراش لکه  بت کړم

دا ته وي چې زما د خولي خبرې دې پیرلې

کنه عشقه ، زه چیرې او مقام د روڼاچیرې ؟

تیاروکې ډوبه شپه ومه ، تیارې مې زیږولې

یوه شیبه وصال و (پروین)  لار د جدايې وه

شیبې مې لپې ، لپې د سرو وینو غوړپ کولې

۲۰۲۶ /۲ /۱۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...