Homeخبرونهروسیې د افغانستان په جګړه کې د شوروي د وژل شویو سرتېرو...

روسیې د افغانستان په جګړه کې د شوروي د وژل شویو سرتېرو یادګار جوړ کړ

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۱ مه) روسیې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د جګړې په لړ کې د ۱۵ زره او ۲۲ وژل شویو سرتېرو د یاد د درنښت لپاره ډبرلیکونه جوړ کړي دي.

دا یادګار چې «د افغانستان ماتې؛ د وخت او حافظې په تېرېدو کې» نومول شوی، د روسیې په لوېدیځ کې د سمولنسک سیمې په ریبکي کلي کې جوړ شوی دی. د یادګار په منځ کې ۱۲ متره لوړه ډبرینه شمعه ولاړه ده چې پر مخ یې د څاڅکو طرحه د افغانستان د لس کلنې جګړې، له ۱۳۵۸ تر ۱۳۶۷ لمریز کال پورې، ته اشاره کوي.

د دې ترڅنګ یوه لویه ډبره، چې د هندوکش غرونو ته ورته ده او د درېیو شوروي سرتېرو مجسمې هم شته چې یو نښه ویشتونکی، یو ماشیندارویشتونکی او یو مخابراتي سرتېری دي. په یوه بله برخه کې د هغې ښځې انځور هم شته چې د سرتېرو د ژوندي پاتې کېدو لپاره دعا کوي.

د روسیې د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان په جګړه کې ۱۵ زره او ۲۲ شوروي سرتېري وژل شوي دي. د افغان قربانیانو کره شمېر نه دی معلوم، خو ملګرو ملتونو په ۱۳۶۷ کال کې اټکل کړی و چې شاوخوا ۱.۵ میلیون افغانان وژل شوي دي.

د شوروي اتحاد جګړې د میلیونونو افغانانو د بې‌ځایه کېدو ترڅنګ، ګڼ کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، سړکونه او د اوبو لګولو شبکې هم ویجاړې کړې. د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په وینا، د شوروي ځواکونو د وتلو تر مهاله شاوخوا ۶.۲ میلیونه افغان کډوال په پاکستان او ایران کې مېشت وو.

پر افغانستان د شوروي اتحاد پوځي نه یوازې افغانستان د پنځو لسیزو لپاره د پرمختګ له هغه مزله شاته وغورځاوه، چې په دې موده کې نړۍ په طبیعي ډول کاوه، بلکې افغانستان یې د ګاونډیو هیوادونو په تېره بیا د پاکستان په لومه کې بند کړ چې لا هم ورڅخه ځان نه شي خلاصولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...