Homeادبشعرشپونکی؛ (پير محمد کاروان ته د دروېش دراني نظم)

شپونکی؛ (پير محمد کاروان ته د دروېش دراني نظم)

زۀ ځوانۍ ته رسېدلی يو شپونکی يم
او د کلي رمه ښۀ په مينه پيا يم
چي د شنو وښو غالۍ وي پرې هواري
تل يې هغه ورشوګانو لره بيايم
غږوم خوږه شپېلۍ او ورپسې يم
يا په لوړ آواز خوږمني ټپې وايم
۔ ________
څومره پسونه چي مي دي په دې رمه کي
په دماغ کي مي انځور د هر يوۀ وي
له ګرانښته يې بس دومره درته وایم
لکه هر يو چي ټوټه زما د زړۀ وي
چي د زړۀ دغه ټوټې مي خوړل غواړي
نو په دا زما دښمن هر يو لېوۀ وي
۔ ________
نن مي بيا دا رمه ښه وه څَرولې
ماځيګر لره مي کړه سره را غونډه
پرې را و ګرځېدم شا و خوا دوه ځله
ماخستن چي وه پر بېټه باندي پنډه
يوې مېږي° ته مي پام شو چي پرته ده
او په شخوند وه د رمې پر يَوه څنډه
۔ ________
ما له څنډي په خپل لاس کړه را ولاړه
او ورو ورو مي کړه په پسونو کي روانه
که لېوۀ راځي نو دا به وي ترې لري
بوتله ما په دې د نورو پسو تر ميانه
د رمې په ميان کي پسۀ ته خطر کم وي
زۀ په دې خبره پوه وم له پخوا نه
۔ ________
خو په دې باندي پوه نۀ شوم په دې وخت کي
چي دا مېږه مي خوندي کړه داسي څله
نۀ زما د يوه ورور يا بل عزيز وه
نۀ دا وه زما د دوست يا زما خپله
هسي هم ما کله داسي کړي نۀ ؤ
چي يوَه مېږه دي ګرانه کړم تر بله
۔ ________
او بيا دا خو د يو دا رنګه سړي وه
چي زما ورسره هيڅ تړاو هم نۀ ؤ
تش د لاري د سلام په هغه خوا مي
پر دُنيا ورسره هيڅ تړاو هم نۀ ؤ
ؤ زما يو کليوال او تر دې زيات مي
په رښتيا ورسره هيڅ تړاو هم نۀ ؤ
۔ ________
بس هم دومره وم خبر چي خدای ورکړې
يوَه لور ده بې مثاله ، بې نظيره
خلک وايي چي رڼا ورپسې درومي
داسي ده لکه د لمر ړومبنۍ څيره
آوازه يې د ښايست داسي خوره ده
چي ځوانان بولي هغه د نجونو ميره
 ۲۳/فروري/۲۰۱۲
°مېږه: ګډه۔
: کر د ګُلو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...