Home+اومیګا ۳ د زړه ملګری که د احتیاط او خطر زنګ؟!

اومیګا ۳ د زړه ملګری که د احتیاط او خطر زنګ؟!

د زړه د نامنظمې درزا، د وینې د لختې او د مغزو او زړه د سکتې په اړه علمي شننه

ډاکترمحمدهمایون همت

د دې لیکنې موخه دا ده چې زموږ لوستونکي او ناروغان د اومیګا ۳ له ګټو، احتمالي خطرونو او د استعمال له احتیاط خبر شي، څو د دې مادې په اړه د علمي شواهدو او خپل روغتیايي حالت پر بنسټ پرېکړه وکړي. په دې لیکنه کې د اصلي علمي سرچینو په رڼا کې د اومیګا ۳ ګټې، د شواهدو حدود او احتمالي خطرونه ارزول کېږي.

تر کپسول اخیستو مخکې دا توپیر وپېژنئ

اومیګا ۳ (Omega‑3) د ځینو کسانو لپاره ګټور تمامېدای شي، خو د ټولو کپسولونو اغېز او د ټولو ناروغانو اړتیا یو شان نه دي. د کب خوراک، د کب د غوړیو عادي کپسول او هغه درمل چې ډاکټر یې د درملنې لپاره ټاکي بېلابېل ترکیبونه او دوزونه لري. ځینو څېړنو د روغتیا په ځانګړو شاخصونو کې ګټه موندلې؛ نورو بیا ښودلې چې لوړ دوز په هغو کسانو کې د زړه د دهلیزونو د نامنظم رپېدو (Atrial fibrillation, AF) احتمال زیاتولای شي چې د زړه او رګونو د ناروغۍ خطر یې له مخکې لوړ وي [۱، ۳–۵].

د دې لیکنې موخه دا ده چې لوستونکی د ګټې او خطر په توپیر پوه شي. د وینې غوټه کېدل (لخته کېدل) (Blood clotting)، دماغي سکته (Stroke) او د زړه سکته (Heart attack) سره تړاو لرلای شي، خو هره سکته یو علت نه لري. یوازې د یوه کپسول تر استعمال وروسته د سکتې پېښېدل د دې ثبوت نه دی چې هماغه کپسول سکته پیدا کړې ده،خو امکان ې شته .

ایا اومیګا ۳ رښتیا عمر ورو کوي

تاند د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۸مه د «د اومیګا ۳ (د کب غوړي) نورې ګټې څرګندې شوې» تر سرلیک لاندې خبر خپور کړی، چې د دې مادې د ګټو په اړه یې د لوستونکو پام رااړولی دی.

 لاندې د همدې بحث په دوام کې د اصلي علمي څېړنې موندنې او محدودیتونه څېړل کېږي. د تاند د خبر نېټه باید د اصلي څېړنې د خپرېدو له نېټې سره ګډه نه شي [۱۵].

د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۳مه د Nature Aging په مجله کې د DO‑HEALTH څېړنې د ۷۷۷ ګډونوالو د معلوماتو وروسته ترسره شوی تحلیل (Post hoc analysis) خپور شو. ټول ګډونوال لږ تر لږه ۷۰ کلن وو. په اصلي ازموینه کې د ورځې یو ګرام اومیګا ۳، دوه زره نړیوال واحده ویټامین ډي (Vitamin D) او د کور د عضلو د پیاوړتیا تمرینونه، جلا او په ګډه، ارزول شوي وو [۱، ۲].

له درېیو کلونو وروسته د اومیګا ۳ کاروونکو د حجرو د زړېدو په درېیو لابراتواري شاخصونو کې لږ ورووالی ولیدل شو. دا شاخصونه د وراثتي مادې د کیمیاوي نښو له بدلونونو (DNA methylation) محاسبه کېږي. توپیر د شاوخوا ۲٫۹ تر ۳٫۸ میاشتو له بدلون سره برابر اټکل شوی و. د اومیګا ۳، ویټامین ډي او تمرین ګډ اضافي اغېز یوازې په PhenoAge نومي شاخص کې څرګند و [۱].

دا موندنه د اوږد ژوند ژمنه نه ده. د عمر د لابراتواري شاخص بدلون (Biomarker) په یوازې ځان نه ثابتوي چې انسان ډېر کلونه ژوند کوي یا له سرطان او سکتې خوندي کېږي. د DO‑HEALTH اصلي څېړنې په ۲۰۲۰ کال کې د خپلو شپږو لومړنیو روغتیايي پایلو په برخه کې احصایوي څرګنده ګټه ونه موندله [۲]. د نورو فرعي تحلیلونو پایلې هم باید له همدې ځانګړي تحلیل سره ګډې نه شي.

د کب خوراک او د کب د غوړیو کپسول یو شان اغېز نه لري

کب د متوازن خوراک برخه کېدای شي. خو د کب غوړي (Fish oil)، د اومیګا ۳ دوه مهم غوړ اسیدونه یعنې EPA(Eicosapentaenoic acid) او DHA (Docosahexaenoic acid)، او د خالص EPA هغه درمل چې ډاکټر یې د درملنې لپاره ټاکي د یو بل بشپړ بدیل نه دي. پر بکس د «۱۰۰۰ ملي ګرامه کب غوړي» لیکل تل د «۱۰۰۰ ملي ګرامه EPA او DHA» معنا نه لري؛ د فعالو موادو اندازه باید جلا ولوستل شي.

د REDUCE‑IT په ازموینه کې د ورځې څلور ګرامه Icosapent ethyl د ټاکلو لوړخطر ناروغانو د زړه او رګونو جدي پېښې کمې کړې. دغو ناروغانو د وینې د غوړیو کموونکي درمل (Statins) کارول، خو ټرای ګلیسریډونه (Triglycerides)یې لا هم لوړ وو [۳]. د STRENGTH په ازموینه کې د EPA او DHA ګډ څلورګرامه ترکیب ورته څرګنده ګټه ونه ښوده [۴]. له همدې امله د یوه ځانګړي درمل بریالۍ پایله د بازار هر کپسول ته نه شي غځېدای.

لوړ دوز کله د زړه درزا ګډوډوي

د زړه د دهلیزونو نامنظم رپېدل (Atrial fibrillation, AF) داسې حالت دی چې د زړه د پاسنیو خونو  یعنی د هلیزونو برېښنايي نظم ګډوډ شي او دا دادهلیزونه سمې نه راټولېږي .

ناروغ ښايي تېزه یا نامنظمه درزا، ستړیا، سرګرځېدل یا ساه لنډي احساس کړي. ځینې کسان هېڅ څرګنده نښه نه لري. د ناروغۍ د تایید لپاره د زړه برېښنايي ثبت (Electrocardiogram, ECG) ته اړتیا وي [۶].

د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۸مه خپور شوي ګډ تحلیل (Meta‑analysis) د ۳۵ تصادفي کنټرول شوو ازموینو (Randomized controlled trials) د ۱۱۴٬۵۹۲ کسانو معلومات راټول کړل. په هغو ډلو کې چې د زړه او رګونو د ناروغۍ خطر یې لوړ و او د ورځې یې له ۱۵۰۰ ملي ګرامو زیات EPA او DHA اخیستل، د نوې دهلیزي رپېدنې د چانسونو نسبت (Odds ratio, OR) ۱٫۴۳ و؛ د ۹۵ سلنې باور واټن (Confidence interval) ۱٫۱۴ تر ۱٫۷۹ و [۵].

د مطلق خطر توپیر (Absolute risk difference) ۰٫۸ سلنه ټکی و؛ یعنې د څېړنو د څارنې په موده کې په هرو زرو کسانو کې شاوخوا اته اضافي پېښې. دا کلنی خطر نه دی. د چانسونو نسبت ۱٫۴۳ هم په مستقیم ډول د هر ناروغ د خطر ۴۳ سلنه زیاتوالی نه معنا کوي. په نورو دوزي او خطر ډلو کې احصایوي څرګند زیاتوالی ونه موندل شو؛ دا بیا هم د هر کس لپاره د بشپړ خوندیتوب ضمانت نه دی [۵].

وینه له سږو زړه ته او له زړه بدن ته څنګه ځي

زړه څلور خونې لري. دوه پاسنۍ خونې دهلیزونه (Atria؛ مفرد Atrium) او دوه لاندېنۍ خونې بطنونه (Ventricles؛ مفرد Ventricle) بلل کېږي. دهلیز وینه اخلي او بطن یې مخ ته پمپ کوي. د زړه والونه (Heart valves) د وینې د بېرته ګرځېدو مخه نیسي [۱۳].

انځور ۱ د زړه او سږو عمومي بڼه؛ د Praxis Drs. Hemat له وېبپاڼې اخیستل شوی تشریحي انځور. د وینې دقیق لوری په راتلونکي شکل کې ښودل شوی [۱۴].

له بدنه اکسیجن کمه وینه د لویو وریدونو (Venae cavae) له لارې د زړه ښي دهلیز (Right atrium) ته راځي. له هغه ځایه ښي بطن (Right ventricle) ته ځي او د سږو د شریان (Pulmonary artery) له لارې سږو (Lungs) ته رسېږي. هلته د سږو د هوا په وړو کڅوړو (Alveoli) او نریو رګونو (Capillaries) کې د ګازونو تبادله (Gas exchange) کېږي: وینه اکسیجن اخلي او کاربن ډای اکسایډ باسي [۱۳].

اکسیجن لرونکې وینه د سږو د وریدونو (Pulmonary veins) له لارې چپ دهلیز (Left atrium) ته راګرځي. بیا چپ بطن (Left ventricle) ته ځي او د بدن د لوی شریان (Aorta) له لارې مغزو، زړه او نورو غړو ته پمپ کېږي. په عامه ژبه ورته «پاکه وینه» وايي؛ دقیق نوم یې «اکسیجن لرونکې وینه» (Oxygen‑rich blood) دی. اکسیجن کمه وینه (Oxygen‑poor blood) چټله وینه نه ده [۱۳].

شکل ۲ د وینې د عادي دوران لوری. آبي رنګ اکسیجن کمه او سور رنګ اکسیجن لرونکې وینه ښيي؛ وینه په بدن کې آبي نه وي. دا ساده تشریحي نقشه ده، د غړو د حقیقي موقعیت او اندازې انځور نه دی. د سرچینې ۱۳ د تشریح پر بنسټ برابره شوې ده.

د وینې لخته کېدل کله ګټه او کله خطر لري

کله چې رګ ټپي شي، د وینې لخته کېدل (Blood clotting یا Coagulation) د وینې د ضایع کېدو مخه نیسي. د وینې وړې تختې (Platelets) او د لخته کېدو پروټینونه په ګډه ټپ بندوي.

دا د بدن عادي ساتندوی بهیر دی. خو که لخته د رګ یا زړه په دننه کې په نامناسب ځای کې جوړه شي، د وینې لاره بندولای شي.

جوړه شوې د وینې لخته (Blood clot؛ طبي نوم Thrombus) له لخته کېدو له بهیر سره توپیر لري.

که لخته جلا شي، له وینې سره بل ځای ته ولاړه شي او هلته رګ بند کړي، دې حالت ته امبولي (Embolism) وايي.

په دې مقاله کې «د وینې لخته کېدل» د بهیر او «د وینې لخته» د جوړې شوې ټوټې لپاره کارول کېږي.

د زړه نامنظمه درزا ولې لخته جوړولای شي

په دهلیزي رپېدو (Atrial fibrillation) کې د زړه پاسنۍ خونې خپل منظم راټولېدل (Contraction) له لاسه ورکوي. وینه، په ځانګړي ډول د چپ دهلیز په وړې غوږکۍ (Left atrial appendage, LAA) کې، ورو خوځېدای شي یا تم کېدای شي. د وینې د جریان ورووالی (Blood stasis)، د داخلي پوښ بدلون او د لخته کېدو د بهیر فعالېدل د لختې جوړېدو ته زمینه برابروي [۶].

هر ناروغ لخته نه جوړوي. لوړ عمر، د وینې لوړ فشار (Hypertension)، شکره (Diabetes mellitus)، د زړه کمزوري (Heart failure) او پخوانۍ دماغي سکته (Previous stroke) خطر زیاتوي. ډاکټر د همدې او نورو معلوماتو له مخې د سکتې د مخنیوي درمل ټاکي [۶].

کله چې لخته مغزو ته ورسېږي

د چپ دهلیز له غوږکۍ (Left atrial appendage) جلا شوې لخته د چپ بطن (Left ventricle) او لوی شریان (Aorta) له لارې د مغزو شریان ته رسېدای شي. که شریان بند کړي، د مغزو یوې برخې ته وینه او اکسیجن نه رسېږي. دې ته د رګ د بندېدو دماغي سکته (Ischaemic stroke؛ په جرمني Schlaganfall) وايي. دهلیزي رپېدل (Atrial fibrillation) د دې ډول سکتې یو مهم خطر دی [۶].

ټولې دماغي سکتې د لختې له امله نه وي. ځینې د رګ د چاودېدو او په مغزو کې د وینې بهېدو (Haemorrhagic stroke)له امله رامنځته کېږي. د مخ ناڅاپي کږېدل، د لاس یا پښې کمزوري، د خبرو ګډوډېدل، ناڅاپي د لید خرابوالی یا د توازن له لاسه ورکول بېړنۍ نښې دي. حتی که نښې ژر ورکې شي، سمدستي طبي مرسته ضروري ده.

لخته د زړه سکته هم پیدا کولای شي

د زړه سکته (Heart attack یا Myocardial infarction؛ په جرمني Herzinfarkt) هغه وخت پېښېږي چې د زړه یوې برخې ته د وینې رسېدل دومره کم یا بند شي چې د زړه عضله زیانمنه شي. تر ټولو عام لامل یې د زړه د تغذیه کوونکو شریانونو (Coronary arteries) په دېوال کې د غوړینې تختې (Atherosclerotic plaque) شلېدل یا سطحي زیان او په هماغه ځای کې د وینې لخته کېدل (Blood clotting) دي.

بله، خو نادره لاره دا ده چې د زړه له چپې برخې جلا شوې لخته د زړه یوه تغذیه کوونکي شریان ته ولاړه شي او هغه بند کړي. دې ته د زړه د شریان امبولي (Coronary embolism) وايي. نو د دهلیزي رپېدو (Atrial fibrillation) له امله جوړه شوې لخته د مغزو ترڅنګ د زړه د سکتې سبب هم کېدای شي؛ خو د زړه د ډېری سکتو لامل دا لاره نه ده [۷].

د ۲۰۱۵ کال په یوه څېړنه کې د زړه د سکتې د ۱٬۷۷۶ ناروغانو له ډلې ۵۲ پېښې، یعنې ۲٫۹ سلنه، د زړه د شریان له امبولۍ (Coronary embolism) سره تړاو درلود. له دغو ۵۲ کسانو څخه ۳۸ تنه دهلیزي رپېدل (Atrial fibrillation) هم لرل. دا د یوې ټاکلې څېړنیزې ډلې موندنه ده؛ د اومیګا ۳ د ټولو کاروونکو خطر نه ښيي او نه ثابتوي چې اومیګا ۳ په مستقیم ډول د زړه سکته پیدا کوي [۷].

د سینې فشار یا درد، په ځانګړي ډول لاس، ژامې یا شا ته خپرېدونکی درد، ساه لنډي، سړه خوله او زړه بدوالی د زړه د سکتې (Heart attack) نښې کېدای شي. ځینې ناروغان، په ځانګړي ډول د شکرې ناروغان او زاړه کسان، ښايي د سینې له څرګند درد پرته ناروغ شي. د شک په صورت کې باید بېړنۍ مرسته وغوښتل شي.

لخته یوازې مغزو او زړه ته نه ځي

د زړه له چپې خوا تللې لخته د لاس، پښې، پښتورګي، توري یا کولمو شریان هم بندولای شي. دې ته د بدن شریاني امبولي (Systemic arterial embolism) وايي. په لاس یا پښه کې ناڅاپي شدید درد، یخوالی، رنګ الوتل یا بې‌حسي، او په نس کې ناڅاپي ډېر سخت درد، د رګ د بندېدو نښې کېدای شي. ځنډ د غړي د دایمي زیان خطر زیاتوي [۶].

د سږو لخته له کومې لارې راځي

د سږو د رګ بندېدل یا سږنۍ امبولي (Pulmonary embolism, PE) معمولاً د پښې یا حوض په ژورو وریدونو کې له جوړې شوې لختې پیلېږي. دې لومړني حالت ته د ژورو وریدونو لخته (Deep vein thrombosis, DVT) وايي. جلا شوې لخته د وریدونو له لارې ښي دهلیز (Right atrium)، بیا ښي بطن (Right ventricle) او له هغه ځایه د سږو شریان (Pulmonary artery) ته ځي [۸].

د چپ دهلیز (Left atrium) لخته د وینې په عادي دوران کې سږو ته نه ځي. په نادره توګه د ښي دهلیز په غوږکۍ (Right atrial appendage, RAA) کې هم لخته جوړېدای شي. د ۲۰۱۴ کال په یوې ټاکلې ۹۸۳ کسیزې ډلې کې، چې د زړه د درزا د بېرته منظمولو (Cardioversion) لپاره معاینه کېدل، د چپې غوږکۍ لخته په ۹٫۳ سلنه او د ښۍ غوږکۍ لخته په ۰٫۷۳ سلنه کې وموندل شوه. دا شمېرې په ټولنه کې د ټولو ناروغانو د خطر کچه نه ښيي [۹].

د ناروې Tromsø څېړنې د دهلیزي رپېدو (Atrial fibrillation) او د سږو د امبولۍ (Pulmonary embolism) ترمنځ اړیکه موندلې ده [۱۰]. خو اړیکه په یوازې ځان د علت ثبوت نه دی او نه وايي چې هره سږنۍ لخته د زړه له ښي دهلیزه راغلې ده. د سږو شدیده امبولي هم پر زړه فشار زیاتوي او د زړه درزا ګډوډولای شي.

ولې د لختې خطر او د وینې بهېدل دواړه یادېږي

دلته دوه بېل بهیرونه مطرح دي.

دهلیزي رپېدل (Atrial fibrillation) د زړه په دننه کې د وینې د درېدو او لختې جوړېدو خطر زیاتوي. د اومیګا ۳ ځینې ترکیبونه بیا د وینې پر تختو (Platelets) اغېز کوي او د وینې د بهېدو (Bleeding) احتمال بدلولای شي. له دې امله په یوه کس کې د ناروغۍ له کبله د لختې خطر او د درملو له کبله د وینې بهېدو خطر دواړه ارزول کېږي.

د ۲۰۲۴ کال ګډ تحلیل (Meta‑analysis) د یوولسو ازموینو د ۱۲۰٬۶۴۳ کسانو معلومات وڅېړل. د اومیګا ۳ د ټولو ترکیبونو په ګډه ارزونه کې د وینې بهېدو احصایوي څرګند عمومي زیاتوالی ونه موندل شو. د خالص EPA د لوړ دوز په ځانګړې ارزونه کې بیا نسبي خطر شاوخوا ۵۰ سلنه لوړ و، خو د مطلق خطر زیاتوالی یوازې ۰٫۶ سلنه ټکی و؛ یعنې د ازموینو په موده کې په زرو کسانو کې نږدې شپږ اضافي پېښې [۱۱].

له نورو درملو سره یې ګډ استعمال ولې باید وکتل شي

هغه کسان چې د وینې د لخته کېدو ضد درمل (Anticoagulants) لکه Warfarin، Phenprocoumon، Apixaban، Rivaroxaban، Dabigatran یا Edoxaban اخلي، باید د لوړدوز اومیګا ۳ له پیلولو مخکې له خپل ډاکټر سره سلا وکړي. همدا خبره د وینې د تختو ضد درملو (Antiplatelet medicines) لکه Aspirin او Clopidogrel په اړه هم مهمه ده. ګډ استعمال تل منع نه دی، خو د وینې بهېدو او د نورو ناروغیو خطر باید وارزول شي [۱۲].

د Warfarin او Phenprocoumon د اغېز لپاره د وینې ځانګړې ازموینه (International normalized ratio, INR) څارل کېږي. INR د مستقیمو خولې له لارې اخیستل کېدونکو لخته ضد درملو (Direct oral anticoagulants, DOACs) لکه Apixaban د اغېز د اندازه کولو معیاري ازموینه نه ده. د ۲۰۲۶ کال د مارچ د Vascepa رسمي معلومات هم د لخته ضد یا د وینې د تختو ضد درملو له ګډ استعمال سره د وینې بهېدو د څارنې سپارښتنه کوي [۱۲].

په عادي کب غوړ لرونکو کپسولونو کې د معدې ناارامي، ترشوالی، زړه بدوالی، نس ناستی او د کب خوند لرونکي ډکارونه رامنځته کېدای شي. د کب یا سمندري خوړو حساسیت (Allergy) لرونکي کسان باید د محصول ترکیب وګوري او طبي مشوره واخلي. د هر هغه درمل ځانګړي عوارض او د نه کارولو حالتونه چې ډاکټر یې ټاکي باید د هماغه درمل له رسمي معلوماتو سره وکتل شي [۱۲].

د ناروغ تجربه د څېړنې تر څنګ څه ارزښت لري

د لیکوال په کلینیکي تجربه کې داسې ناروغان هم شته چې د اومیګا ۳ او نورو درملو د استعمال په موده کې ،کله کله په نادر ډول ، د زړه سکته (Heart attack) یا دماغي سکته (Stroke) ورته پېښه شوې ده. دا تجربې د پام وړ دي او د ناروغ د ټولو درملو د بیا ارزونې اړتیا راښيي. خو یوازې د پېښو یوځای کېدل د علت ثبوت نه دی.

د داسې پېښې د ارزونې لپاره باید د محصول نوم، دوز، د استعمال موده، نور درمل، د زړه د درزا حالت او پخوانۍ ناروغۍ وکتل شي. د زړه یا مغزو د سکتې نور عام لاملونه هم باید وپلټل شي. که د درملو د ناوړه اغېز شک وي، پېښه باید ثبت او د درملو د خوندیتوب اړوند ادارې ته راپور شي.

شخصي مشاهده د پوښتنې د راپورته کولو ارزښت لري؛ د علت د ثابتولو لپاره منظمې څېړنې ته اړتیا ده.

ناروغ نن څه کولای شي

که اومیګا ۳ کاروئ، د محصول بکس یا د هغه عکس خپل ډاکټر ته وښایئ او د نورو درملو بشپړ لېست ورسره شریک کړئ. پر لیبل د EPA او DHA اندازه وګورئ. د ورځې څلور ګرامه درملیز دوز له طبي ارزونې پرته مه پیلوئ. هغه درمل چې ډاکټر درته ټاکلي، په خپل سر مه بندوئ؛ د ځینو ټاکلو ناروغانو لپاره یې ګټه د خطر په پرتله زیاته وي [۳، ۱۲].

که دهلیزي رپېدل (Atrial fibrillation) لرئ، د دماغي سکتې (Stroke) خطر مو باید د عمر او نورو ناروغیو له مخې وارزول شي. د مناسب ناروغ لپاره د وینې د لخته کېدو ضد درمل (Anticoagulants) د سکتې د مخنیوي بنسټیزه برخه ده. یوازې Aspirin د دغو درملو بدیل نه دی [۶].

د مخ کږېدل، د بدن د یوې خوا ناڅاپي کمزوري، د خبرو ګډوډي، د سینې شدید درد، ناڅاپي ساه لنډي یا د لاس او پښې ناڅاپي درد او یخوالی بېړنۍ نښې دي. په جرمني او د اروپايي ټولنې په هېوادونو کې ۱۱۲ ته زنګ ووهئ. خپله موټر مه چلوئ او د نښو د ورکېدو انتظار مه کوئ.

پرېکړه د کپسول له نومه نه د ناروغ له حالته پیلېږي

اومیګا ۳ د هر کس لپاره یو شان ګټه او خطر نه لري. د محصول ډول، دوز، نور درمل او د ناروغ پخوانۍ ناروغۍ د پرېکړې بنسټ جوړوي.

لوړ دوز په ځینو لوړخطر ډلو کې د دهلیزي رپېدو (Atrial fibrillation) احتمال زیاتوي؛ دغه ناروغي بیا د وینې د لختې (Blood clot) او په ځانګړي ډول د دماغي سکتې (Stroke) خطر لوړوي. د زړه د شریان امبولي (Coronary embolism) هم د زړه د سکتې (Heart attack) یو ممکن، خو نادر لامل دی.

 له دې اړیکو څخه د اومیګا ۳ له امله د هرې سکتې مستقیمه پایله نه شي اخیستل کېدای. سمه مشوره د هر ناروغ د ګټې او خطر جلا ارزونه غواړي.

سرچینې

1. Bischoff-Ferrari HA, et al. Individual and additive effects of vitamin D, omega-3 and exercise on DNA methylation clocks of biological aging in older adults from the DO-HEALTH trial. Nature Aging. 2025;5:376–385. https://doi.org/10.1038/s43587-024-00793-y

2. Bischoff-Ferrari HA, et al. Effect of Vitamin D Supplementation, Omega-3 Fatty Acid Supplementation, or a Strength-Training Exercise Program on Clinical Outcomes in Older Adults. JAMA. 2020;324:1855–1868. https://doi.org/10.1001/jama.2020.16909

3. Bhatt DL, et al. Cardiovascular Risk Reduction with Icosapent Ethyl for Hypertriglyceridemia. NEJM. 2019;380:11–22. https://doi.org/10.1056/NEJMoa1812792

4. Nicholls SJ, et al. Effect of High-Dose Omega-3 Fatty Acids vs Corn Oil on Major Adverse Cardiovascular Events in Patients at High Cardiovascular Risk. JAMA. 2020;324:2268–2280. https://doi.org/10.1001/jama.2020.22258

5. Abuknesha NR, et al. Effects of Omega-3 Fatty Acid Treatment on Risk for Atrial Fibrillation: An Updated Meta-Analysis of 35 Trials including 114592 Individuals. Circ Arrhythm Electrophysiol. 2026;19:e014785. https://doi.org/10.1161/CIRCEP.125.014785

6. European Society of Cardiology. 2024 ESC Guidelines for the management of atrial fibrillation. European Heart Journal. 2024;45:3314–3414. https://academic.oup.com/eurheartj/article/45/36/3314/7738779

7. Shibata T, et al. Prevalence, Clinical Features, and Prognosis of Acute Myocardial Infarction Attributable to Coronary Artery Embolism. Circulation. 2015;132:241–250. https://doi.org/10.1161/CIRCULATIONAHA.114.015134

8. National Heart, Lung, and Blood Institute. Pulmonary Embolism. https://www.nhlbi.nih.gov/health/pulmonary-embolism

9. Cresti A, et al. Frequency and significance of right atrial appendage thrombi in patients with persistent atrial fibrillation or atrial flutter. J Am Soc Echocardiogr. 2014;27:1200–1207. https://doi.org/10.1016/j.echo.2014.08.008

10. Atrial fibrillation and future risk of venous thromboembolism: the Tromsø study. 2014. PubMed PMID 25330989. https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/25330989/

11. Javaid M, et al. Bleeding Risk in Patients Receiving Omega-3 Polyunsaturated Fatty Acids: A Systematic Review and Meta-Analysis of Randomized Clinical Trials. JAHA. 2024;13:e032390. https://doi.org/10.1161/JAHA.123.032390

12. US Food and Drug Administration. Vascepa (icosapent ethyl) prescribing information. Revised March 2026. https://www.accessdata.fda.gov/drugsatfda_docs/label/2026/202057oRIG1s058lbl.pdf

13. National Heart, Lung, and Blood Institute. How Blood Flows through the Heart; The Respiratory System. https://www.nhlbi.nih.gov/health/heart/blood-flow and https://www.nhlbi.nih.gov/health/lungs/respiratory-system

14. Praxis Drs. Hemat. Website image of the heart and lungs used as the practice logo. https://lungenarzt-hemat.de/ (accessed 28 October 2026).

15. تاند. د اومیګا ۳ (د کب غوړي) نورې ګټې څرګندې شوې. ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶. د تاند د خبرونو په ارشیف کې: https://taand.net/?cat=87&page=27&paged=115 (کتل شوی: ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶). دا د بحث د پیل رسنیزه حواله ده؛ طبي ادعاوې پر پورته اصلي علمي سرچینو ولاړې دي.

د علمي بیاکتنې یادښتونه

د څېړنې نېټه او ډول

د بیولوژیکي عمر (Biological aging) اصلي څېړنه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۳مه خپره شوې ده. دا د DO‑HEALTHد ۷۷۷ ګډونوالو د معلوماتو وروسته ترسره شوی تحلیل (Post hoc analysis) دی. د رسنیز خبر نېټه باید د اصلي څېړنې له نېټې سره ګډه نه شي.

لابراتواري نښه او د ژوند حقیقي پایله

د DNA methylation د شاخصونو ۲٫۹ تر ۳٫۸ میاشتو توپیر د حقیقي عمر د اوږدېدو ثبوت نه دی. د سرطان، مړینې او سکتې په اړه هره دعوه باید د هماغې پایلې له ځانګړې څېړنې سره وتړل شي. د اصلي ازموینې د شپږو لومړنیو پایلو احصایوي معیار هم باید په پام کې ونیول شي.

ګډې مداخلې او بېلابېل ترکیبونه

د ویټامین ډي، اومیګا ۳ او تمرین ګډ اضافي اغېز یوازې په PhenoAge شاخص کې څرګند و. د کب غوړي (Fish oil)، خالص EPA او ګډ EPA او DHA د یو بل بشپړ بدیل نه دي. د یوه ترکیب پایله بل ترکیب ته نه غځول کېږي.

چانس او خطر جلا شمېرې دي

د ۲۰۲۶ کال تحلیل د چانسونو نسبت (Odds ratio) ۱٫۴۳ ښيي، نه د خطر نسبت (Risk ratio) ۱٫۴۳. د مطلق خطر توپیر (Absolute risk difference) ۰٫۸ سلنه ټکی و. د څارنې موده باید له کلني خطر سره ګډه نه شي.

اړیکه د علت بشپړ ثبوت نه دی

د اومیګا ۳، دهلیزي رپېدو (Atrial fibrillation) او سکتې ترمنځ د احتمالي لارو تشریح د دې معنا نه لري چې اومیګا ۳ په مستقیم ډول د هرې دماغي سکتې (Stroke)، د زړه سکتې (Heart attack) یا د سږو امبولۍ (Pulmonary embolism)علت دی. د لیکوال کلینیکي مشاهده په څرګند ډول له څېړنیز ثبوت څخه جلا شوې ده.

د زړه سکته او دماغي سکته

دهلیزي رپېدل (Atrial fibrillation) د رګ د بندېدو دماغي سکتې (Ischaemic stroke) یو مهم خطر دی. د زړه د شریان امبولي (Coronary embolism) د زړه د سکتې (Myocardial infarction) یو نادر لامل دی. د زړه ډېری سکتې د هماغه شریان دننه د غوړینې تختې له زیان او د وینې له لخته کېدو (Blood clotting) سره تړاو لري.

د سږو او بدن د دوران توپیر

د چپ دهلیز (Left atrium) لخته د بدن شریاني دوران ته ځي. سږنۍ امبولي (Pulmonary embolism) معمولاً د ژورو وریدونو له لختې (Deep vein thrombosis) پیلېږي او د زړه د ښي اړخ له لارې سږو ته رسېږي. د ښي دهلیز د غوږکۍ د لختې ۰٫۷۳ سلنه شمېره یوازې یوې ټاکلې معاینه شوې ډلې ته اړه لري.

د وینې بهېدل او درمل

د اومیګا ۳ د ټولو ترکیبونو لپاره د وینې بهېدو (Bleeding) یو شان زیات خطر نه دی ثابت شوی. د خالص EPA لوړ دوز لږ اضافي خطر ښودلی دی. له لخته ضد درملو (Anticoagulants) سره ګډ استعمال د ناروغ جلا ارزونه او څارنه غواړي؛ تل مطلق منع نه ده.

ژبه او طبي نومونه

په ټوله لیکنه کې «د وینې لخته کېدل» د Blood clotting د بهیر او «د وینې لخته» د Blood clot لپاره کارول شوي دي. دهلیز (Atrium)، بطن (Ventricle) او نور اړین طبي نومونه په خپل ځای په ساده پښتو تشریح شوي او انګریزي بڼه ورسره راغلې ده. د مطب تشریحي انځور او د وینې د لوري نقشه جلا نومول شوي دي.

ډاکتر محمدهمایون همت
MD., PhD

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...