Home+وچه پاڼه| آرين تسل

وچه پاڼه| آرين تسل

وړه او شنه پاڼه غلې وه. تر څنګ یې لویې پاڼې ته وکتل او ویې ویل:
— ولې خفه یې؟
غټې پاڼې ځان راټول کړ؛ داسې لکه خپلې اوښکې چې پټوي. بیا یې موسکا وکړه او ویې ویل:
— زه…
لا یې خبره نه وه بشپړه کړې چې یو درز شو او غټه پاڼه لاندې ولوېده.
دا ځل درز لا غټ و. د ونې پاڼې خالي شوې او پر غټې پاڼې امبار شوې. څانګه لږه کږه شوه، خو وړه پاڼه لا هم نه وه لوېدلې.
لاندې شپون په مېږو او اوزو پسې نارې کړې. لښته یې ورپسې وځغلوله. مېږو او اوزو بېرته د پاڼو پر لور خپلې خولې ټیټې کړې.
لږ وروسته ځای خالي شو. مېږې او اوزې نورې نه تر سترګو کېدې.
وړې پاڼې غټې پاڼې ته وکتل؛ د پاڼو امبار ترې لرې شوی و، خو هغه لا هم هماغسې سالمه وه.
ورځې تېرې شوې. غټه پاڼه نور په خپل ځای کې نه وه. لرې، د یوه لښتي ترڅنګ پرته وه؛ داسې ښکارېده لکه چا چې له ځان سره وړې وي، یا باد یې ځای بدل کړی وي.
پاڼه ژېړه او کلکه شوې وه. نور یې هغه پخوانی غټ بدن نه درلود؛ سره ټوله شوې وه.
ورو باد ولګېد او پاڼه یې له لښتي څخه د لارې پر لور کش کړه.
یو ورو غږ پورته شو:
— پاڼه رژي… رژي…
ځوان هلک سګرټ ته اور واچاوه، یو کش یې ترې وکړ، بیا یې خپل بوټ په ځمکه وواهه. خړ ګرد ترې پورته شو او هغه په خپله لار روان شو.
باد بیا ولګېد او د پاڼې بدن یې یوې او بلې خوا ته، د طبیعت په غېږ کې، خپور کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د «زاړه میرزایان او زلمي لیکوال» کتاب ته یوه کتنه

د کتاب نوم: زاړه میرزایان او زلمي لیکوال لیکوال: ملوک رغون خپرندوی: د افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانګه د چاپ کال: ۱۳۹۴ لمریز کال ـ ۲۰۱۵ میلادي...