Home+کلتوري رغونه او پرمختیا | رحمت ځواکمن

کلتوري رغونه او پرمختیا | رحمت ځواکمن

کلتور د یوې ټولنې د هویت، تاریخي حافظې، ټولنیزو اړیکو او ګډ ژوند مهم بنسټ دی. خو کلتور یوه ثابته او نه بدلېدونکې پدیده هم نه ده، بلکه د وخت، تجربو، علمي پرمختګونو او ټولنیزو اړتیاوو له مخې بدلون مومي.

یوه ټولنه هغه مهال له سالم پرمختګ سره مل کلتوري بدلون تجربه کولای شي ،  چې د خپل تاریخ، دیني او ملي ارزښتونو درناوی وکړي، خو ورسره ورسره ځنې ناوړه دودونه هم په انتقادي نظر وارزوي او د هغو کړنو د اصلاح جرئت ولري چې د خلکو د ژوند د ښه کېدو پر وړاندې خنډ ګرځي.

د کلتوري رغونې موخه د دیني، مذهبي او ملي ارزښتونو له منځه وړل نه دي، بلکه د هغو دودونو او ټولنیزو کړنو اصلاح ده چې د انسان له کرامت، سالمې روزنې، ټولنیز پرمختګ او د ژوند له معاصرو اړتیاوو سره په ټکر کې دي

کله چې په افغاني ټولنه کې د کلتوري رغونې خبره کوو، موخه مو دا نه ده چې له خپلو دیني، مذهبي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې شو. برعکس، هدف دا دی چې د دغو ارزښتونو په رڼا کې د خپلو ټولنیزو کړنو، دودونو او چلندونو په اړه له پوهې، تدبر او سالم قضاوت څخه کار واخلو.

د هر دود لرغونتوب او سابقه  د هغه د سمون دلیل نه شي کیدا ی، لکه څنګه چې هر نوی دود یوازې د نوي والي له امله د منلو وړ نه شي ګڼل کېدای. د دودونو ارزونه باید د هغوی د سرچینې، پایلو، انساني اغېزو او ټولنیز ارزښت پر بنسټ وشي.

که د انسان د ژوند بهیر ته ځیر شو، وینو چې د ژوند مادي اړخونه مو د علم، تجربې او ټکنالوژۍ په مرسته په پرله‌پسې ډول بدل کړي دي. هغه کورونه چې پخوا به له خامو خښتو جوړېدل، اوس په ډېرو سیمو کې په پخو خښتو، سمنټو او اوسپنې جوړېږي. هغه توکي چې پخوا به د اسونو، اوښانو، کچرو او خرو په وسیله لېږدول کېدل، اوس زیاتره په موټرو او نورو پرمختللو وسیلو کې انتقالېږي. د انرژۍ په برخه کې هم له دودیزو سون‌توکو څخه د برېښنا، ګاز او لمریزې انرژۍ پر لور د بدلون شاهدان یو.

خو یوه مهمه پوښتنه دا ده: که مو د ژوند مادي وسایل بدل کړي، ولې باید زموږ ټولنیز چلند، د ماشومانو د روزنې لارې چارې، د کورنۍ اړیکې او ځینې دودونه له ارزونې او اصلاح څخه مستثنا وي؟

په حقیقت کې، مادي پرمختګ هغه وخت بشپړې ټولنیزې پایلې لرلای شي چې ورسره د پوهاوي، چلند او ټولنیزو اړیکو پرمختګ هم مل وي. که یو څوک په عصري کور کې ژوند کوي، له پرمختللې ټکنالوژۍ کار اخلي او د نړۍ له معلوماتو سره تړلی وي، خو لا هم د ماشوم د روزنې لپاره وهل، د کورنۍ د ستونزو د حل لپاره زور او د ټولنیز حیثیت د ساتلو لپاره غیرمنطقي لګښتونه اړین ګڼي، نو د هغه په ژوند کې مادي بدلون رامنځته شوی، خو کلتوري او فکري پرمختګ یې لا بشپړېدو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د یونسکو سازمان،  کلتور د دوامداره پرمختګ له مهمو عواملو څخه ګڼي او ټینګار کوي چې کلتور باید د زده‌کړې، ټولنیز عدالت، اقتصادي ودې او چاپېریالي پایښت له پروګرامونو سره یوځای په پام کې ونیول شي. له همدې امله، پرمختګ یوازې د ودانیو، سړکونو او وسایلو په زیاتوالي نه اندازه کېږي؛ بلکه د انسانانو په ژوند، اړیکو، فکر او چلند کې مثبت بدلون هم پکې اساسي ځای لري.

د کلتوري رغونې په بحث کې باید د کلتور او دودونو ترمنځ اړیکو ته هم پام وکړو. هر دود د ټولنې د کلتوري ژوند یوه برخه کېدای شي، خو دا په دې معنا نه ده چې هر دود باید د تل لپاره هماغسې وساتل شي.

دودونه د تاریخ، جغرافیې، ټولنیزو اړیکو او د خلکو د ژوند د شرایطو په ترڅ کې رامنځته کېږي. ځینې دودونه د پیوستون، خواخوږۍ، مېلمه‌پالنې، متقابلې مرستې او ټولنیز هویت د پیاوړتیا سبب کېږي. دا هغه ارزښتونه دي چې ساتنه او پیاوړتیا یې د ټولنې په ګټه ده.

خو ځینې نور دودونه ښايي د پخوانیو شرایطو محصول وي، یا د وخت په تېرېدو داسې بڼه خپله کړي چې د خلکو اقتصادي، ټولنیز او رواني ژوند ته زیان ورسوي. د بېلګې په توګه، په ودونو او نورو مراسمو کې له وسې پورته لګښتونه، د ټولنیز حیثیت لپاره سیالي، د ماشومانو په روزنه کې تاوتریخوالی او هغه ټولنیز فشارونه چې د خلکو د معقول انتخاب مخه نیسي، د جدي ارزونې وړ دي.

ځنې دودونه د ټولنیز ژوند ګټورې برخې جوړوي. له همدې امله، د دودونو د اصلاح لپاره باید د هغوی دیني او اخلاقي اړخونه، عملي پایلې، د انسان پر کرامت اغېز او د ټولنې اړتیاوې په ګډه وارزول شي.

د کلتوري میراث په اړه د یونسکو لیدلوری څرګندوي چې کلتور یوازې د تېر وخت د کړنو مجموعه نه ده؛ بلکه یو ژوندی بهیر دی چې له یوه نسل څخه بل ته لېږدول کېږي او د ټولنو د شرایطو له بدلون سره وده او تحول مومي.

د کلتوري رغونې په برخه کې د نړۍ تجربې ښيي چې د ټولنیزو دودونو بدلون یوازې د قانون په جوړولو یا د خلکو په ملامتولو نه ترسره کېږي؛ بلکه عامه پوهاوی، زده‌کړه، ټولنیز مشارکت او د خلکو د چلند په اړه د مثبتو بدیلونو وړاندې کول هم مهم دي.

سویډن په ۱۹۷۹ کال کې د نړۍ لومړنی هېواد شو چې په څرګنده یې د ماشومانو جسمي سزا منع کړه. د دې اقدام موخه یوازې د قانوني محدودیت رامنځته کول نه وو، بلکې د ماشومانو د روزنې په اړه د ټولنیز تصور بدلون هم و.

د سویډن د حکومت د معلوماتو له مخې، د ماشومانو د ساتنې او روزنې په اړه د دې هېواد تګلاره پر دې اصل ولاړه ده چې ماشومان باید د خپل شخصیت او فردیت په درناوي وروزل شي او له فزیکي سزا او سپکوونکي چلند څخه خوندي وي.

د سویډن تجربه دا نه ثابتوي چې یوازې قانون ټولنیز بدلون تضمینوي؛ بلکې دا راښيي چې کله قانون، عامه پوهاوی او د روزنې بدیلې لارې یوځای شي، د یوه پخواني ټولنیز تصور د بدلون لپاره زمینه برابرېدای شي.

د افغانستان لپاره د دې تجربې مهم درس دا دی چې د ماشومانو د روزنې په اړه د خلکو د نظرونو بدلون باید له کورنۍ، ښوونځي، دیني عالمانو، ټولنیزو مخورو او رسنیو سره په ګډ کار کې تعقیب شي.

په حقیقت کې کلتور د دوامدار پرمختګ یوه مهمه برخه ده. د کلتوري رنګارنګۍ درناوی، زده‌کړه، نوښت او د ټولنو ګډون د عادلانه او ټول‌شموله پرمختګ په رامنځته کولو کې مرسته کولای شي.
له همدې امله ، کلتوري رغونه باید د ټولنې د هویت د له منځه وړلو پروژه نه وي. برعکس، د ټولنې ګټور میراث باید وساتل شي، خو د هغو کړنو د اصلاح لپاره هم باید کار وشي چې د انساني پرمختګ مخه نیسي.

د افغانستان په شرایطو کې، د مېلمه‌پالنې، له اړمنو سره د مرستې، د مشرانو د درناوي، د ګاونډیتوب د حقونو او د ټولنیز پیوستون د ګټورو دودونو ساتنه، له هغو لګښت‌زیاتوونکو او زیانمنو کړنو سره یو شان نه شي ګڼل کېدای چې د خلکو پر ژوند فشار راوړي.

په افغانستان کې کلتوري رغونه باید تدریجي، د ټولنې له شرایطو سره برابره او د خلکو پر ګډون ولاړه وي. د بدلون هغه هڅې چې د خلکو د ارزښتونو سپکاوی وکړي یا د هغوی اندېښنې له پامه وغورځوي، د ټولنیز مقاومت له ستونزې سره مخ کېدای شي. له همدې امله، لاندې لارې د پام وړ دي:

لومړی: د دودونو علمي او اخلاقي ارزونه. د هر دود په اړه باید وپوښتل شي چې سرچینه یې څه ده، د خلکو پر ژوند څه اغېز لري، چا ته ګټه رسوي او چا ته زیان. په دې ارزونه کې باید د دیني ارزښتونو، انساني کرامت، ټولنیز عدالت او عملي پایلو اړخونه په پام کې ونیول شي.

دویم: د پوهاوي او عامه بحثونو پیاوړتیا. رسنۍ، ښوونځي، پوهنتونونه، دیني عالمان او ټولنیز مشران کولای شي د ناسمو دودونو د پایلو په اړه د علمي معلوماتو او رغنده بحثونو زمینه برابره کړي. د خلکو د ملامتولو پر ځای باید د هغوی د قناعت او پوهاوي لپاره هڅې وشي.

درېیم: د سالمو بدیلونو وړاندې کول. یوازې دا ویل چې یو دود ناسم دی، کافي نه دي. خلکو ته باید د بدیل عملي لارې هم وښودل شي. د بېلګې په توګه، که د واده لګښتونه د کورنیو اقتصادي ژوند ته زیان رسوي، د ساده او کم‌لګښته مراسمو دودول، د کورنیو ترمنځ تفاهم او د ټولنیزو مخورو ملاتړ د حل برخه کېدای شي.
څلورم: د ماشومانو او ځوانانو سالمه روزنه. په کورنیو او ښوونځیو کې باید د خبرو، اورېدلو، منطقي لارښوونې، مسؤلیت منلو او د ستونزو د سوله‌ییز حل فرهنګ پیاوړی شي. ماشومان باید د وېرې پر ځای د پوهې او سالمې بېلګې له لارې د ښه او بد توپیر زده کړي.

پنځم: د بدلون په بهیر کې د ټولنې ګډون. کلتوري بدلون هغه وخت د دوام چانس پیدا کوي چې خلک پخپله د ستونزې په پېژندلو او د حل په موندلو کې برخه واخلي. ښځې، نارینه، ځوانان، ښوونکي، دیني عالمان او د ټولنې نور اغېزناک غړي باید په دې بهیر کې خپل مناسب رول ولري.

شپږم: د پایلو ارزونه. د کلتوري رغونې بریا باید یوازې د شعارونو او کمپاینونو له شمېر سره ونه سنجول شي. باید وکتل شي چې ایا د کورنیو پر اقتصادي فشارونو، د ماشومانو پر روزنه، د تاوتریخوالي پر کچه او د خلکو پر ټولنیزو اړیکو مثبت اغېز رامنځته شوی که نه.

پایله

کلتوري رغونه د یوې ټولنې له هویت سره د دښمنۍ په معنا نه ده؛ بلکه د خپل هویت، دودونو او ټولنیزو کړنو د هوښیارې ارزونې او سالم پرمختګ بهیر دی. یوه پرمختللې ټولنه هغه نه ده چې خپل ټول پخواني دودونه پرېږدي، او نه هم هغه ده چې هر پخوانی دود بې له ارزونې وساتي. پرمختللې ټولنه هغه ده چې د خپل میراث ګټورې برخې وپالي، زیانمنې کړنې اصلاح کړي او د نویو اړتیاوو په وړاندې د زده‌کړې او بدلون وړتیا ولري.

موږ چې د ژوند په مادي برخو کې له خامو خښتو څخه پخو خښتو، له حیواني ترانسپورټ څخه موټرو او له دودیزو سون‌توکو څخه نوې انرژۍ ته د بدلون منلو ته چمتو شوي یو، باید د ټولنیز ژوند په برخه کې هم د سالم بدلون لپاره فکري چمتووالی ولرو.

اصلي پرمختګ هغه وخت رامنځته کېږي چې د انسان د ژوند وسایل یوازې نوي نه شي، بلکه فکر، چلند او ټولنیزې اړیکې یې هم د پوهې، درناوي او مسؤلیت پر بنسټ وده وکړي.

کلتوري رغونه باید له همدې ځایه یعنې د خپلو ارزښتونو په درناوي، د خپلو نیمګړتیاوو په منلو او د سالم بدلون لپاره پیل شي.

پوهنمل دوکتوراندوس رحمت ځواکمن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

وچه پاڼه| آرين تسل

وړه او شنه پاڼه غلې وه. تر څنګ یې لویې پاڼې ته وکتل او ویې ویل: — ولې خفه یې؟ غټې پاڼې ځان راټول کړ؛ داسې...