Homeخبرونهترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ

ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۳۰ مه) د ترکیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې د دفاعي همکاریو د پراختیا او د خپلو دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره یو تړون لاسلیک کړ.

د وزارت په وینا، څلورو هېوادونو د «بدر تفاهم‌لیک» په نوم تړون لاسلیک کړی، چې موخه یې د پوځي تولیداتو، پوځي وړتیاوو، تخنیکي روزنې، څېړنې او پراختیا په برخو کې د همکاریو پراخول دي.

د ترکیې دفاع وزارت ویلي، د هر هېواد د پوځي تولیدي وړتیاوو په کارولو سره به دا تړون د دفاعي صنعتونو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي او له متحدو او دوستو هېوادونو سره به د دفاعي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

ترکیه، چې د ناټو دوهم لوی پوځ او پیاوړی دفاعي صنعت لري، د ایران له جګړې سره د تړلو اندېښنو په ترڅ کې د قطر په ګډون د خلیج له هېوادونو سره د دفاعي وړتیاوو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. ترکیه په قطر کې پوځي اډه هم لري.

انقرې د اګست په میاشت کې له پاکستان او سعودي عربستان سره هم د متقابلې دفاع تړون لاسلیک کړی و، چې له مخې یې پر یوه لوري برید پر ټولو لوریو برید ګڼل کېږي. ترکیه له اندونیزیا سره هم، په ځانګړې توګه د دفاعي صنعت په برخه کې، نژدې اړیکې لري.

د ترکیې د دفاعي صنایعو د ادارې مشر، هلوک ګورګون، ویلي چې د بدر تفاهم‌لیک د ګډ تولید او ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره د ستراتیژیکو همکاریو بنسټ جوړوي.

هغه زیاته کړې چې د ټکنالوژۍ شریکول، ګډ پرمختګ او د کورني تولید د وړتیاوو پیاوړتیا د دوامدار دفاعي صنعت مهمې برخې دي. د نوموړي په وینا، ترکیه له هغو همکاریو ملاتړ کوي چې یوازې د چمتو وسلو او تجهیزاتو تر پېرلو محدودې نه وي، بلکې د هېوادونو د بشري وړتیاوو او صنعتي بنسټونو په پیاوړتیا کې هم مرسته وکړي.

ګورګون هیله څرګنده کړې چې دا تفاهم‌لیک به د ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا ګډې وړتیاوې په عملي پروژو بدلې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...