“يو څو لپې فڪرونه” د ښاغلي استاد اسدالله غضنفر اثر دی، چي تېر ڪال ۱۴۰۳ل/۲۰۲۴ز سروش خپرندويي ټولني په لومړي ځل ۱۰۰۰ ټوڪه چاپ کړی دی. دا ڪتاب د استاد له خپلو خبرو سره چي تقريباً پنځه مخه ڪېږي، ټول ۳۱۱ مخونه لري او ټولټال “۴۰” ليڪني پڪي راغلي دي. په ڪتاب ڪي د استاد د نورو اثارو غوندي ادبي ليڪني نشته او نه ادبي او ژبني مسايل لري. تر ډېره ئې ليڪني ټولنيزه بڼه لري؛ لڪه: اخلاق، قانون، تاريخ، ڪلتور، ژوند، ڪورنی جوړښت، ټولنه، ازادي…
د ڪتاب ځيني ليڪني لنډي او ځيني څه نا څه اوږدې دي. لومړۍ ليڪنه د (قضاوت) تر عنوان لاندي او نهه دېرشمه ليڪنه (د ڪلي شپون) په سرليڪ پيلېږي. څلوېښتمه ليڪنه ئې (د ملي يووالي د لارې خنډونه او فرصتونه) تر اصلي سرليڪ لاندي په سريزه شروع ڪېږي او بيا په ليڪنه ڪي نور فرعي عنوانونه هم راغلي دي، چي بېلابېل اړخونه بيانوي. دا ليڪنه په عموم ڪي ډېره اوږده ليڪنه ده، چي تقريباً (۹۰) مخونو ته رسېږي او د يوه مونوګراف بڼه لري. په دې وروستۍ ليڪنه ڪي د يوه ملت او هيواد د يووالي د جوړښت پر ستونزو، حللارو او لارو چارو ښه بحث ڪړی دی؛ لڪه: ژبه، جغرافيه، معارف، ملي نښي، ملي هويت او نور مسايل.
غورچاڼ ئې دا دی، چي ملي يووالی هغه وخت ممڪن دی، چي ملت مثبت ملي احساس ولري. ځان په ټولنه او قانون ڪي خوندي وويني. قانون حاڪميت ولري او تر ټولو مهم اصل دا دی، چي د “زه” ځای “موږ” ونيسي.
د “يو څو لې فڪرونه” اثر د ارزښت په اړه به دا ووايم، زموږ ټولنيز جوړښت چي تر اوسه لا له خنډونو سره مخامخ دی او مشڪلات مو ډېر دي، دغسي ليڪنو ته ضرورت لرو، چي وګړو ته تر ډېره يو مثبت فڪر ورڪوي او ټولنه سم لوري ته بيايي. د دغسي اثارو لوستل لوستونڪو ته د ټولنيز پرمختګ هيله او اميد وربښي. د اجتماعي زغم لار ورښيي. د قانون او اصولو پر اهميت ئې پوهوي. د مثبت ڪلتور جوړوني او ساتني چاري ورته بيانوي. د نورو په تمه د لاس تر زني ڪښېنستو پر ځای ئې خپله ڪار ته رابولي او ژوند ڪولو ته ئې هڅوي.
له ادبي ليڪنو سره موږ دغسي ټولنيزو فڪري ليکنو او اثارو ته اړتيا لرو.
دا څو ويناوي له ڪتابه:
۱/ واقع بيني دا ده، چې خپل غم به خپله ڪوو او دا به منو، چې زموږ هر يوه ډېر ڪوچنی منفي يا مثبت ګام په ټولنه ڪې منفي يا مثبت اثر لري.
۲/ بهتره دا ده، چې نه يوازې له نورو بلڪې له ځانه هم تر حدزياته توقع ونڪړو. موږ په ڪار ڪې هم ډېر ځله له ځانه بې ځايه توقع ڪوو او غواړو، چې د يوې اوونۍ ڪار په دوو ورځو ڪې وشي، چې نتيجه يې سرچپه وي.
۳/ د قانون حاڪميت او د قانون په برڪت ځان په ټولنه ڪې خوندي او برابر احساسول د معنوي او اخلاقي فضايلو له عامېدلو سره زياته مرسته ڪولای شي.
۴/ يو متن ڪه لوستونڪي ته د مسو حيثيت لري، سانسور يې ورته په طلا بدلولای شي.
۵/ ڪلتور په روحي لحاظ مرسته راسره ڪوي، چې د پناه ڪېدو وېره مو ڪمه شي. د ڪلتور لا لوی نقش دا دی، چې د ټولنې غړي سره پيوندوي. هر ڪلتور په يوه چاپېريال او يوه زمانه ڪې د يوې اړتيا د پوره ڪولو لپاره راپيدا ڪېږي.
۶/ قانون خلڪ په يو بل باندې له تېري راګرځوي، د خلڪو او حڪومت رابطه تنظيموي او حڪومتي ادارې له خپلمنځي ڪشمڪشه ساتي.
۷/ د لويو مقصدونو څښتن ڪه شپه او ورځ په ځان يوه ڪړي او زيار وګالي، بيا هم احساس ڪوي، چې ڪاشڪې يې لا ډېر څه ڪړي وای.