سه شنبه, فبروري 10, 2026
Home+سړه سېلۍ | ذبیح‌الله شفق

سړه سېلۍ | ذبیح‌الله شفق

څو ورځې وړاندې ګران ملګري قدرت رضوان د نصیر احمد احمدي د کیسو لومړۍ ټولګه راولېږله، چې باید ولوستل شي. دا ټولګه «سړه سېلۍ» نومېږي، چې د احمدي د ځوانۍ د لومړیو کلونو کیسې پکې راټولې شوې دي. ما هم په داسې حال کې، چې د شپې باران ورېده، د کیسو لوستلو ته پیل وکړ.

کیسې، ناولونه او رومانونه مې له کوچنیوالي خوښېدل، په تېره بیا ناولونه. تر دې مخکې مې د احمدي صاحب «د واورې سړی» تر سرلیک لاندې لنډې کیسې لوستې وې. دا چې هغه ټولګه وروسته چاپ شوې وه، نو نسبتاً یې کیسې ډېرې تلوسه‌نلرونکې او خوندورې وې. البته دا د دې معنا نه لري، چې ګواکې دا لومړنۍ ټولګه یې خوندوره نه ده. طبعاً د هر کار لومړی پیل نیمګړتیاوې لري، ځکه چې پیل تل له ستونزو او ننګونو سره مل وي.

د احمدي پر لومړۍ ټولګه د سریزې په توګه ښاغلي صالح محمد صالح یادونه کړې، چې کېدای شي دا کیسې ځینې نیمګړتیاوې ولري، خو که ښاغلی احمدي د کیسه‌لیکلو همدا لاره تعقیب کړي او په دې برخه کې زیار وباسي، نو ډېر ژر به د ښه نامه خاوند شي او پښتو نثر ته به ډېر څه ور وبخښي. مرحوم احمدي هم همدا خبره کړې او ویلي یې دي، چې دا یې لومړنۍ کیسې دي او له کوچنیوالي د کیسو او داستانونو سره مینه لري. ده خپله دا ټولګه د پښتو ژبې استاد شاعر محمد صدیق پسرلي ته اهداء کړې او زیاته کړې یې ده، چې استاد پسرلي لومړی کس و، چې دی یې کیسه‌لیکلو ته هڅولی او تشویق کړی دی.

«سړه سېلۍ» ټول ټال څوارلس بېلابېلې کیسې لري. بدي، تشې ګېډې، سړه سېلۍ، د ژوند بیه او دود او دستور هغه کیسې دي، چې د پښتنو د بدمرغیو، ناندریو او بې‌کسۍ پرده ښه پورته کوي او د یوویشتمې پېړۍ د هغو انسانانو بشپړ انځور وړاندې کوي، چې جهالت، ناپوهي، بدبیني، فقر او بې‌اتفاقي ځپلي وي.

احمدي ښایي د خپلې ټولنې ستونزې ژورې درک کړې وي. هغه د کلیوالي ژوند دودونه، رسم و رواج او طرز په خپلو سترګو لیدلي او ښه پرې پوه شوی دی. له همدې امله د ده د کیسو کرکټرونه اکثره خوار، بې‌تعلیمه او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې کلیوال دي.

د «بدي» کیسه زموږ د ټولنې یو بې‌شرمه انځور دی، چې لوستونکی هک پک کوي. د یوه ځوان مینه د بدۍ په جریان کې د هغه د پلار مېرمن ګرځي. «تشې ګېډې» د یوویشتمې پېړۍ د هغو انسانانو داستان دی، چې د تعلیم، ښه ژوند، نوښت، دین‌پېژندنې، خدای او ځان‌پېژندنې له فکر کولو هاخوا یې یوازینی هدف د سبا لپاره د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کول دي. دا انځور د تاریخ له پخوا دورې سره ورته دی، هغه مهال چې انسانان به په غارونو کې اوسېدل او د ژوندي پاتې کېدو لپاره به یې مبارزه کوله. دا زموږ د فقر ځپلې ټولنې یو له روښانه انځورونو څخه دی.

همدارنګه «د ژوند بیه» زموږ د ټولنې یو بل ناوړه انځور وړاندې کوي. یو کوچی د خپل ورور د قتل په بدل کې له مقتول څخه، چې د ځان دفاع یې کوله، پنځه ښځې غواړي. مقتول یوه مېرمن او یو زوی لري. کوچی قسم کړی وي، چې تر حلالولو به ترې تېر نه شي. ملایان، طالبان او خلک ورته د قرآن روی کوي او د بخښنې سپارښتنه کوي، خو د احمدي په وینا، د کوچی لړمون تر هغه وخته نه سوړېږي، چې د قاتل پر غاړه د تېري چړې نښه ونه ویني. بالاخره د یوه ناپېژندل شوي مسافر په منځګړیتوب کوچی له خپل دریځه تېرېږي او په بدل کې مسافر خپل یو ټېلر موټر ورکوي، څو یو ځوان له مرګه وژغوري. دا صحنه احمدي په ډېر ښه انداز انځور کړې ده.

د دې کیسو منظرکشي بېخي پیاوړې ده، تر دې چې لوستونکی د لوست پر مهال ځان د کیسې په فضا کې حاضر احساسوي. پېشو، بېډۍ او بخمل هم زموږ د پښتني ټولنیز ژوند مهم اړخونه رانغاړي. د پېشو او بخمل کیسې د حیواناتو سره زموږ د ناسم چلند او کرکې پر محور راڅرخي او د دې ذهنیت د بدلولو هڅه کوي.

زه باور لرم چې احمدي صاحب زموږ د ټولنې د پېژندنې په برخه کې ستر کار کړی دی. هغه زموږ ستونزې، بدمرغۍ، نادودې، ناندرۍ، بې‌کسۍ، توپیري چلند، وروسته‌والی، افراطیت او جهالت په خپلو کیسو او ناولونو کې په ښه ډول انځور کړي دي. اوس اړتیا ده، چې دا ستونزې یوازې وپېژنو نه، بلکې د حل لپاره یې هم لارې ولټوو.

په «سړه سېلۍ» کې مې د «ورک بوټ» کیسه ډېره خوښه شوه. دا کیسه زموږ د ټولنې ناپوهي او جهالت ښه انځوروي، په ځانګړي ډول د خان او ملک کرکټرونه پکې په روښانه ډول راڅرګند شوي دي.

۲۰۲۶/۲/۹ – دوشنبه
زابل، شاه‌جوی، خپل کور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...