تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۲۰ مه) د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټور استازو د شنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې او سوداګرۍ ۱۳ تفاهملیکونه لاسلیک کړل.
په دې غونډه کې، چې د دواړو هېوادونو سوداګرو او چارواکو ګډون کړی و، د دوهاړخیزو اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او د پانګونې د نویو فرصتونو پر موندلو خبرې وشوې.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي غونډې ته وویل چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکو په وروستیو میاشتو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان هڅه کوي سیمهییزې سوداګریزې اړیکې پیاوړې او د پانګوالو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.
عزیزي زیاته کړه چې افغانستان، په ځانګړي ډول د موجود کاري ځواک او په بېلابېلو برخو کې د نوو فرصتونو له امله، د پانګونې پراخ ظرفیت لري او له بهرنیو شریکانو سره ګډو پانګونو ته چمتو دی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو وویل چې حکومت په تېر یوه کال کې په بېلابېلو سکټورونو کې د شاوخوا ۲ میلیارد ډالرو پانګونې زمینه برابره کړې، چې دا د هېواد په اقتصاد کې د پانګوالو د زیاتېدونکې علاقمندۍ څرګندونه کوي.
ازبک پلاوي هم له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا پر دوام ټینګار وکړ او دا تفاهملیکونه یې د سیمهییزو همکاریو د ژورېدو لپاره مهم ګام وباله.
د ازبکستان د قرهقالپاقستان د پلاوي مشر امانبای اورینبایف وویل چې هېواد یې اوږدمهالو، شفافو او باوري اقتصادي همکاریو ته ځانګړې پاملرنه لري. هغه افغان سوداګر وهڅول چې د پانګونې له ګډو فرصتونو څخه د نوو سیمهییزو بازارونو د موندلو لپاره ګټه واخلي.
د افغانستان خصوصي سکټور هم د دغو هوکړو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د سوداګرۍ او کاروباري اړیکو پراختیا به د دواړو ګاونډیو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.
چارواکو ویلي چې تر دې دمه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د لاسلیک شویو هوکړو ټول ارزښت له ۱.۵ میلیارد ډالرو اوښتی دی، او که دا ژمنې په سمه توګه عملي شي، تمه ده چې په افغانستان کې د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي ودې سبب شي.