تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۳ مه) د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت ویلي چې د قزاقستان، افغانستان، ازبکستان، پاکستان او ایران چارواکو په استانې ښار کې د «نیو سلک وې» یا د ورېښم نوې لارې د سوداګریز فورم په څنډه کې د ټرانسافغان ترانسپورټي دهلېز پر پراختیا او د منځنۍ او جنوبي اسیا د رېللارې پروژې پر پلي کېدو خبرې کړې دي.
د تریند خبري اژانس د نننۍ (جمعه) د راپور له مخې، په دې غونډه کې د قزاقستان د ترانسپورټ وزیر نورلان ساورانبایف، د افغانستان د رېللارو ادارې عمومي رییس عبدالکریم فاتح، د ازبکستان د ترانسپورټ وزارت د ترانسپورټ او لوژستیکي څېړنو مرکز رییس بیکزود خلمتوف، د پاکستان د مخابراتو وزارت فدرالي منشي علي شېر محسود او د ایران د لارو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادق ګډون کړی و.
د خبرو اصلي موضوع د منځنۍ او جنوبي اسیا د رېللارې پروژه وه، چې موخه یې د منځنۍ، جنوبي او لوېدیځې اسیا ترمنځ د ترانسپورټي اړیکو پیاوړتیا، د بار وړلو د لارو پراختیا او نړیوالو بازارونو او سمندري بندرونو ته د لاسرسي زیاتول دي.
ګډونوالو د پروژې اوسنی وضعیت او د عملي کېدو اړوند موضوعات وڅېړل. په دې کې د لارې د مسیرونو همغږي، د زیربناوو جوړول او د بار وړلو لپاره د کافي توکو برابرول شامل وو. هغوی د پروژې د تمویل لارو، د احتمالي پانګهوالو او نړیوالو مالي بنسټونو د راجلبولو او د قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا هم خبرې وکړې.
د قزاقستان د ترانسپورت وزیر نورلان ساورانبایف ویلي: «نن مو د ټرانسافغان ترانسپورتي دهلېز د لا پراختیا او د منځنۍ او جنوبي اسیا د رېللارې پروژې د پلي کېدو لپاره خپله ګډه لېوالتیا تایید کړه. مهمه ده چې له خبرو څخه عملي اقداماتو ته ولاړ شو. د دې پروژې پلي کېدل به زموږ د سیمو ترمنځ د ترانسپورت یوه بله لار رامنځته کړي، د ترانزیت وړتیا به لوړه کړي، د بار وړلو امکانات به پراخ کړي او د اړوندو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.»
د غونډې په پای کې ګډونوالو د پروژې په اړه د ګډ کار پر دوام او د هغې د عملي کېدو لپاره د مشخصو ګامونو پر پورته کولو ټینګار کړی دی.