کلیدي لغتونه: دیپلوماسي، نړیوال نظم، څو قطبي نړۍ، نړیوال بنسټونه، نړیوال مشروعیت، سیاسي اخلاق.
نن د یوې داسې نړۍ په اړه لیکم چې د سیاست ژبه یې لا هم د سولې، عدالت، ډیموکراسۍ، بشري حقونو او نړیوال قانون له ښکلو اصطلاحاتو ډکه ده. خو د سیاست په عملي ډګر کې د دغو اصطلاحاتو تر شا د قدرت، ګټو، سیالیو، پوځي برلاسۍ او ستراتیژیکو معاملاتو یوه بله نړۍ روانه ده. نن نړۍ د تاریخ د یوې داسې حساسې او برخلیک ټاکونکې مرحلې پر درشل ولاړه ده چې د نړیوال سیاست زړې معادلې پکې د ماتېدو او نوې معادلې د رامنځته کېدو په حال کې دي. هغه نړیوال نظم چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړیوالو بنسټونو، حقوقي اصولو، دیپلوماتیکو تړونونو او د جمعي امنیت د مفکورې پر بنسټ جوړ شوی و، نن د لویو قدرتونو د ستراتیژیکو سیالیو، جیوپولټیکي محاسبو او د نفوذ د ساحو د بیا وېش له سخت فشار سره مخ دی.
هغه نړۍ چې موږ پکې د ولس اراده د مشروعیت سرچینه، قانون د عدالت معیار، دیپلوماسي د شخړو د حل وسیله او نړیوال سازمانونه د ګډ نظم ساتونکي ګڼل، اوس د داسې واقعیت شاهده ده چې د اصولو پر ځای ګټې، د عدالت پر ځای قدرت او د نړیوالو قواعدو پر ځای جیوپولټیکي محاسبې د سیاست مسیر ټاکي.
نړیوال سیاست یو ځل بیا هغه پخواني منطق ته ګرځېدلی چې پکې حق د زور تابع دی، اخلاق د ګټو قرباني کېږي او اصول یوازې تر هغه وخته ارزښت لري چې د قدرت له محاسبې سره په ټکر کې نه وي. موږ له داسې تاریخي پړاو سره مخ یو چې د نړیوال سیاست د تحلیل لپاره یوازې د کتابونو کلاسیکې تیورۍ بسنه نه کوي، ځکه هغه څه چې په تیورۍ کې د عدالت، مشروعیت او نړیوالې همکارۍ پر بنسټ تعریف شوي وو، په عملي سیاست کې د قدرت د نابرابر وېش، د لویو دولتونو د رقابت او د نړیوالو قواعدو د انتخابي تطبیق تر فشار لاندې راغلي دي. له ۲۰۲۱ کال وروسته د لویو قدرتونو د سیالیو د پراخېدو، د منځني ختیځ د بحرانونو او د نړیوالو بنسټونو د محدودیتونو په رڼا کې، د نړیوال نظام هغه کمزورۍ لا څرګندې شوې چې کلونه کلونه د نړیوالې همکارۍ تر شعارونو لاندې پټې پاتې وې.
پوښتنه دا ده چې نړۍ ولې بدله شوې ده؟ ایا موږ د یوه نوي نړیوال نظم د زېږېدو شاهدان یو، که د یوه پخواني استبدادي منطق د بیا راژوندي کېدو؟
موږ د یوه نوي نړیوال نظم د تراژیدۍ شاهدان یو، هغه تراژیدي چې بشر ترې د وتلو لپاره یوه پېړۍ مبارزه کړې وه. په دې نوې نړیواله معادله کې کوچني او کمزوري دولتونه تر ټولو لویه بیه پرې کوي. د هغوی ملي حاکمیت د نړیوالو رقابتونو تر سیوري لاندې راځي، سیاسي برخلیک یې د لویو قدرتونو د ستراتیژیکو ګټو برخه ګرځي او د ولسونو اراده د امنیتي، اقتصادي او جیوپولټیکي محاسبو ترمنځ خپل وزن له لاسه ورکوي. د نړیوالو اړیکو په ژبه کې دا حالت ښايي د قدرت سیاست وبلل شي، خو د هغو ملتونو لپاره چې د دې سیاست قربانیان دي، دا د خپلواکۍ، عدالت او سیاسي کرامت د محدودېدو معنا لري.
د نوي نړیوال نظم د بدلون معادلې
د نړیوال نظم بدلون یوه پېچلې او اوږدمهاله پروسه ده. د لویو قدرتونو د رقابت پراختیا، د هېوادونو د اقتصادي او ستراتیژیک نفوذ زیاتوالی، په نړیوال سیاست کې د زبرځواکونو د رول په اړه بحثونه، د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ کړکېچونه، د منځنیو قدرتونو د مانور ساحه او د نړیوال اقتصاد د جوړښت بدلونونه د معاصر نړیوال نظام پر بڼه اغېز کوي. د نړیوال نظم په اړه هره وړاندوینه باید له احتیاط سره وشي. نړۍ نه په بشپړه توګه د یوه واحد قدرت تر کنټرول لاندې ده او نه هم د یوه منظم او عادلانه څو قطبي نظام په بڼه تثبیت شوې ده. موږ له داسې انتقالي پړاو سره مخ یو چې پکې د قدرت وېش بدلېږي، خو د نوي نظم قواعد لا هم د سیالۍ او اختلاف موضوع دي.
البته ګواښ یوازې د قدرت د قطبونو په زیاتوالي کې نه دی، بلکې ګواښ هغه وخت پراخېږي چې د قدرت د وېش بدلون د ګډو قواعدو، باور جوړونې او د شخړو د حل له اغېزمنو میکانیزمونو پرته ترسره شي. همدارنګه، څو قطبي نړۍ هم په خپله عادلانه نړۍ نه ده. که د قدرتونو شمېر زیات شي، خو د قانون او حساب ورکونې عادلانه تضمینونه پیاوړي نه شي، د بې عدالتۍ سرچینې هم زیاتېدای شي.
د نړیوال نظم راتلونکی به یوازې دا نه ټاکي چې څوک څومره اقتصادي ځواک، پوځي وړتیا او ټکنالوژیک نفوذ لري، بلکې دا به هم مهمه وي چې قدرتونه د سیالیو د مدیریت، د ګډو ستونزو د حل او د نړیوالو قواعدو د درناوي لپاره څومره سیاسي اراده لري.
د حل لاره: له سیاسي بدبینۍ څخه د بیا احیا پر لور
د نړیوال سیاست د بحرانونو تحلیل باید په مطلقه بدبینۍ پای ته ونه رسېږي. که څه هم د قدرت سیاست، دوهګوني معیارونه او د نړیوالو بنسټونو محدودیتونه جدي ستونزې دي، خو نړیوال قانون، دیپلوماسي، خپلواک رسنیز فعالیت، مدني ټولنې، سیمه ییزه همکاري او نړیوال عامه افکار لا هم د قدرت د محدودولو او د عدالت د دفاع مهمې وسیلې کېدای شي.
د اصلاح لپاره څو بنسټیزې اړتیاوې شته:
۱. د نړیوال قانون د تطبیق پیاوړتیا: نړیوال قواعد باید د دولتونو د سیاسي هویت او ستراتیژیکو اړیکو پر ځای د حقوقي معیارونو له مخې وارزول شي.
۲. د نړیوالو بنسټونو اصلاح: د نړیوالو ادارو اغېزمنتیا، استازیتوب او حساب ورکونه باید له معاصرو واقعیتونو سره برابره شي.
۳. د ډیموکراټیکو بنسټونو ساتنه: ازادې رسنۍ، خپلواکه قضایه قوه، رڼې ټاکنې، سیاسي کثرت پالنه او د واک د لېږد منل باید د ولسواکۍ د دوام اساسي شرطونه وګڼل شي.
۴. د کوچنیو دولتونو د خپلواکۍ پیاوړتیا: اقتصادي تنوع، متوازنه دیپلوماسي، سیمه ییزه همکاري او د ملي بنسټونو پیاوړتیا د بهرنیو فشارونو د اغېز د کمولو لپاره مهم دي.
۵. د جګړې پر ځای د شخړو د حل میکانیزمونه: د خبرو اترو، منځګړیتوب، باور جوړونې او د امنیتي اندېښنو د متقابل مدیریت لارې باید پیاوړې شي.
۶. د قدرت ترڅنګ د اخلاقو او انساني کرامت ساتنه: ملي ګټې او امنیت مهم دي، خو د انسان ژوند، نړیوال بشردوستانه حقوق او د ملکي وګړو خوندیتوب باید د سیاسي محاسبو قرباني نه شي.
پورته لارې اسانه نه دي او نه هم په لنډ وخت کې د نړیوال سیاست ټول تضادونه له منځه وړلای شي، خو د اصولو د دفاع لپاره تر ټولو مهم ګام دا دی چې د موجود وضعیت په وړاندې فکري تسلیمۍ ته غاړه کېنښودل شي.
پایله
دد معاصر نړیوال نظم مهم درس دا دی چې قدرت د دولتونو په چلند کې اساسي رول لري، خو د عدالت د نشتوالي لپاره اخلاقي جواز نه شي کېدای. نړۍ د نړیوال سیاست نوي پړاو ته د ننوتلو په حال کې ده، د قدرت دودیز مرکزونه له نویو سیالانو سره مخ دي، د نفوذ ساحې بدلېږي او نړیوال بنسټونه له سیاسي او جوړښتي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي. له همدې امله، د نوي نړیوال نظم اساسي پوښتنه یوازې دا نه ده چې راتلونکی نړیوال رهبر به څوک وي او یا به څو قدرتونه د نړۍ پر برخلیک اغېز ولري، بلکې دا هم مهمه ده چې د هغوی ترمنځ د تعامل قواعد به څه ډول وي. لا روښانه نه ده چې نوی نظم به د تفاهم او همکارۍ له لارې رامنځته شي، که د قدرتونو د ټکرونو په بیه، خو څرګنده ده چې د نړیوال نظم راتلونکی به نه یوازې د قدرتونو په ځواک، بلکې د نړیوالو اصولو، قانون، عدالت او مشروعیت په رعایت پورې هم تړلی وي.