Home+د سلېمان لایق پر "غرونه او کساتونه" ناول کره کتنه:

د سلېمان لایق پر “غرونه او کساتونه” ناول کره کتنه:

منصور لېوال
اکاډیمسین سلېمان لایق د پښتو ژبې د سر د کتار له لیکوالو او شاعرانو څخه دی. نوموړی په خپل ژوند کې د سیاست او قدرت تر څنګ له ادبي شهرت څخه هم برخمن و.
ځینې کسان د لایق ادبي شهرت له ګوند او سیاست سره تړي، خو په حقیقت کې هغه د استاد غضنفر خبره: تر ګوند او سیاست له مخه هم لایق، لایق او منلی شاعر و.
ډېری پښتانه لوستونکي لایق صاحب یوازې د شاعر په توګه پېژني. که څه هم نوموړي د نثر په پرتله شعر زیات لیکلی دی، خو نثر یې هم بې جوړې دی.
شعر او نثر په حقیقت کې د یوې مور بچي او یو بل لپاره اړین دي. ځینې داسې خبرې او موضوعات شته چې تر نثر په شعر کې ښه بیانېږي، خو برعکس د ځینو مسایلو د بیان لپاره اړ یو چې د نثر لمنه ونیسو. که څه هم په یو وخت د دې دواړو پالل سخت هم دي، ډېر کم داسې کسان شته چې د شعر او نثر دواړو حق ادا کولای شي.
ښاغلي سلېمان لایق تر نثر ـ شعر ته توجه زیاته کړې، خو د شاعري تر څنګ یې دوه د هنري نثر کتابونه هم په پښتو ژبه لورولي دي. “د اباسېن سپېدې” یې د ادبي ټوټو او لنډو کیسو ټولګه ده. همدارنګه “غرونه او کساتونه” یې ناول دی چې وروستی ځل په (1398ل) کال عازم خپرندویې ټولنې خپور کړی دی. په دې لیکنه کې به د یاد ناول په اړه هر اړخیز او تفصیلي بحث وکړو.
د مرحوم لایق “غرونه او کساتونه” ناول د ملکانو، خانانو او هغو پښتنو مشرانو د ظلمونو او نارواوو کیسې راته کوي چې د زر او زور په وسېله له حکومتي چارواکو سره په ګډه د مظلومانو وینه زبېښي. همدارنګه په هغوی د هر ډول جبر، تېري او ظلم کولو حق ځان ته ورکوي.
د “غرونه او کساتونه” ناول مرکزي کرکټر د اندراب د صیاد د کلي یو زړور ځوان “اسلم” دی، چې د صیاد ګرده اوسېدونکي ورته په درنه سترګه ګوري.
د “اسلم” پلار وخته وفات شوی وي او دی له خپلې مور سره د صیاد په کلي کې ژوند کوي. اسلم د ښې ځوانۍ او روغ صورت تر څنګ د کلي زلمیانو ته د مېړانې، ملګرتیا، وزلوبې او ښکار یوه لوړه نمونه وي.
شپې ورځې تېرېږي او موده وروسته د “فېروزې” په نوم له یوې نجلۍ سره کوژده کوي. اسلم خوشاله وي، خو دا خوښي یې ډېر وخت دوام و نه کړي، پښتانه متل کوي چې: بخت یا په کوټۍ ده، يا په کوڅۍ! له فېروزې سره تر کوژدې وروسته د اسلم بخت د ښه کېدو پر ځای لا پسې خرابېږي. په کلي سېلاب راځي، د اسلم کرونده خرابوي. موده پس یې مور مړه کېږي او دی چې د کولبې کوم غوایان لري، هغه په مور پسې خیراتوي. نور نو د اسلم د بدبختۍ ورځې پيلېږي.
له دې پېښو وروسته اسلم په روزي ګټلو او د فېروزې د ولور په پیدا کولو پسې له صیاد نه مسافر کېږي. په دې منځ کې لس کاله تېر شي چې د اسلم هېڅ لیک او نښه صیاد ته نه راځي. خُسر یې د اسلم د تګ نه پنځه کاله بعد مړ کېږي. له هغه وروسته د کلي ملک شاسوار د اندراب په محکمه کې د اسلم د مرګ شاهدان هم تېروي او د هغه مېرمن فېروزه ـ “خنجر” نومي شپېته کلن بوډا ته په نکاح کوي. همدارنګه د اسلم په ځمکه د چنارونو ځنګل کېنوي او د هغه د کور کالي، د خونو تېران او دروازې ملک شاسوار کور ته راوړي.
له لسو کالو مسافري وروسته په یوولسم کال اسلم صیاد ته راځي. کلیوال ورته ټوله کیسه کوي.
له دې وروسته د اسلم په زړه کې د کسات لمبې بلېږي، له ملک شاسوار سره مبارزه کوي. د کلي نور تنکي زلمي چې د اسلم د ښکار او وزلوبې کیسې یې له خپلو پلرونو اورېدلې وي له اسلم سره یو ځای کېږي او په پای کې له یو عالم ستونزو او خنډونو سره ـ سره اسلم او ملګري یې بریالي کېږي.
د لایق سیاست له چپي نظریې سره غوټه و او د ده په شاعري او لیکوالي هم د دغې نظریې اغېز پروت دی. دوی خپل انقلاب د کارګرو او بزګرانو انقلاب باله. د نوموړي په دغه ناول کې هم د خانانو او ملکانو څېره ډېره بده او شیطانې معرفي شوې ده، همدارنګه له بزګرانو سره خواخوږي پکې ښودل شوې او د خانانو د ظلمونو او نارواوو په وړاندې یې د مبارزې ډګر ته را ایستلي دي.
که له تخنیکي پلوه ورته وګورو، یاد ناول له دې اړخه هم عالي بللای شو. د کره کتونکو په وینا چې داستاني ژوند باید بې منطقه نه وي، په واقعي ژوند کې ممکن عجیبې او نه منونکي پېښې وشي، خو که په کیسه کې داسې پېښه راوړو لاره باید ورته جوړه کړو، یعنې داسې منطقي دلیلونه ورته برابر کړو چې د منلو وړ شي. خانان او ملکان چې د زور او زرو خاوندان دي، په وړاندې یې درېدل هم اسانه خبره نه ده. لیکوال چې دلته یو عام او بې زر و زوره بزګر (اسلم) د دوی په وړاندې د مقابلې ډګر ته را ایستلی دی، نو د دې کار لپاره یې منطقي دلیلونه او لاملونه پیدا کړي دي چې ګومان کوم لوستونکی قانع کولای شي.
مثلاً: له اسلم سره ځکه د خلکو خواخوږي پیدا کېږي چې یو خو له ده سره نهایت ظلم شوی دویم دا چې دی د ډېرې فصیحې او بلیغې ژبې خاوند دی هر څوک له ځان سره خواخوږي کولای شي او درېیم دا چې نوموړی د سیمې په کچه د وزلوبې مخکښ لوبغاړی دی.
همدا د ده شجاعت، مېړانه، نېک خوی، په وزلوبه او ښکار کې بې ساری استعداد له نوموړي سره د خلکو خواخوږي زیاتوي او له ده سره د شویو ظلمونو له امله د صیاد د خلکو په زړونو کې له ملک شاسوار نه کرکه پیدا کېږي.
بله دا چې له اسلم سره ټول هغه کسان اوږه په اوږه درېږي چې تازه یې د ځوانۍ په درشل قدم اېښی وي. د نوې ځوانۍ په موده کې بنیادم تر ډېره احساساتي چلند کوي، غرور لري او د بل چا امر منلو ته په مشکله غاړه ږدي. یو خوا د اسلم بې جوړې شخصیت، بل خوا له ده سره شوي ظلمونه طبعاً په احساساتي ځوانانو اغېز کولای شي او د هغوی ورسره همدردي پیدا کېږي.
یو بل مهم او منطقي لامل چې د اسلم پلویان یې زیات کړل او خلک یې د ملک شاسوار غوندې زورور پر وړاندې راپاڅول دا هم دی، چې اسلم سره له دې چې ظلم او تېری ورسره شوی دی، بیا هم غواړي چې دا کیسه د خبرو اترو (جرګې) له لارې حل کړي؛ خو ملک شاسوار یې ګرسره سیال نه بولي او له ده سره روغې جوړې ته کېناستل ورته عیب ښکاري او پر دې سربېره څو ځله د اسلم د وژلو هڅه هم کوي.
د “غرونه او کساتونه” یوه بله ښه ځانګړنه داده چې لیکوال یوازې د کرکټرونو خبرې اترې نه لیکي، بلکې د فکر لپاره لوستونکو ته نورې خبرې هم لري لکه:
ـ کله چې د خدای او رسول د امر خلاف درزي وشي او د خلکو تر منځ انصاف تر پښو لاندې شي، شرارت او فتنو ته لاره خلاصېږي.
ـ یوازې هغه کسان چې د مصیبت د زغملو لپاره لوی زړونه او اوچت عزمونه لري، حق او هوډ ته رسېدلای شي.
 بله دا چې ځینو ولسي اصطلاحاتو او متلونو یې نثر ته لا ښکلا ورکړې ده. د بېلګې په ډول:
ـ د بډای سړي لور د پلار په نوم پورې ودېږي.
ـ وینې په وینو نه مینځل کېږي، اور په اور نه مري.
ـ بخت یا په اس دی، یا په ښې ښځې!
ـ د مېږتون چې ورکه راسي، وزر باسي.
د یاد ناول نثر له دا ډول خبرو، اصطلاحاتو او متلونو مالامال دی.
له داستاني اصولو سره سم، د “غرونه او کساتونه” ناول د ګڼو ښېګڼو تر څنګ ځینې ستونزې او خامۍ هم لري چې یادول به یې بې ګټې نه وي.
د داستاني نثر یوه مهمه ځانګړنه د لوستونکو سترګو ته د پېښو او منظرو درول دي. کره کتونکي له لیکواله غواړي چې یو شی ورته و نه وایي، بلکې ورته ویې ښيي.
د “غرونه او کساتونه” داستان ژبه د پښتو د اکثریت نورو داستانونو په څېر تر ډېره بیاني ده. لایق صاحب په دغه ناول کې تر ډېره یو څه د ښکاره کولو پر ځای راته ویلي دي! مثلاً، د ناول د مرکزي کرکټر د معرفي په حصه کې لیکي:
” هغه اسلم نومېده او دوه ویشت کلن زلمی و. دی د ښې ځوانۍ او روغ صورت خاوند و. د اندراب په دره کې د کوز صیاد کلي ته نږدې یې د کروندې لس جریبه ځمکه لرله. غنمو یې ښې دانې نېولې وې. له دریو غواګانو یې دوې لنګې وې او کرونده یې د مني کښت ته ښه برابره شوې وه. د یوې غوایان یې مزي او پیاوړي وو او د سپرلو اس یې په صیاد کې شهرت پیدا کړی و…”
پورتني متن کې وینو چې لایق صاحب تر ډېره د تصویري ژبې پر ځای بیاني ژبه کارولې، بله دا چې لیکوال د کرکټرونو ظاهري او باطني ځانګړنې تر ډېره د هغوی په خبرو او اعمالو کې نه دي ښودلي، بلکې مستقیمې بیان کړي دي. لایق صاحب بل ځای د اسلم ځانګړنې داسې بیانوي:
“دی به د ماښام په لمانځه کې تر ټولو لمونځ ګذارانو وروسته راووت. که به جومات ته مساپر راغلي وو، ده کور ته تر تګ مخکې د هغوی لپاره په کلي کې ډوډۍ راټولوله. کله به داسې هم کېدل چې په کور کې به یې لنده مړۍ لرله، یو دوه مساپر به یې خپل کاله او دسترخوان ته وربلل. د اوداسه اوبه، د خوب کمبله او سروېږد به یې ورته راوړل. سباناری به یې ورکاوه. د مړو په تدفین کې به یې برخه اخېسته او تر هر چا له مخې به له کولنګ سره د کلي هدیرې ته روان و. ترخه خبره یې چا نه وه اورېدلې او په خپل خدمت او ځوانمردۍ په ټولو کلیوالو ګران و…”
که د یوه کرکټر باطني ځانګړنې د صفتونو په مرسته بیان کړو، دا به د هغوی په اړه زموږ قضاوت وي او په لوستونکو به چنداني اغېزه و نه کړي. که غواړو چې لوستونکي مو پخپله د یوه کرکټر په باره کې قضاوت وکړي، نو د کرکټر خویونه ـ باورونه او اخلاق باید د هغه/هغې په خبرو او اعمالو کې وښیو.
د پښتو ژبې د اکثریت داستان لیکوالو یو عیب دا هم دی چې د داستاني او شاعرانه نثر تر منځ شته پولې سره ګډوي، حال دا چې داستاني نثر له شاعرانه نثر سره توپیر لري. یو ځای مې د ستر روسي لیکوال انتوان چیخوف په اړه لوستي و چې یو وخت یې ماکسیم کورګي ته لیکلي و: “سمندر نه خاندي او نه ژاړي. سمندر یوازې غوریږي او ځلېږي.” چیخوف دا خبره د کورګي د داستاني نثر په اړه کړې وه، چې هلته طبیعي پېښي له انساني ځانګړنو سره تشبیه شوې دي.
مرحوم سلېمان لایق چې شاعر و او د شاعر کار معمولاً له ښکلو کلمو، تشبیهاتو، استعارو، کنایو… سره وي، نو په نثر کې یې هم د شاعرانه ژبې له اغېز نه چندان ځان نه دی خلاص کړی او د یوه ځای یا منظرې په راپېژندلو کې یې له شاعرانه ژبې کار اخېستی دی. لایق صاحب لیکي:
“لمر د صیاد ختیځ لورې ته د غرونو د پاسه د شغلو پر پټاره پلترۍ وهلې وه. ګهیځ د شوتلې د ګلانو او څنځلو د راخوټېدلیو غوټیو د عطرو څپې د پسرلي د غنمو له وږم سره یو ځای له کروندو څخه کلیو او کورونو ته راشړلې. د سحر وږمې د پراخې درې په لارو او واټونو کې د وحشي بوټو او شنیلیو عطر د لارویانو سپږمو ته ورشېندل. په کروندو کې د چونچڼو، بلبلانو، مړزانو او غرنیو مارغانو زړه وړونکی شور او سندرې وې…”
وړاندې مو وویل چې لایق صاحب په یاد ناول کې د خپلې ایډیالوژي بیان ته وفادار ښکاري، که له دې اړخه ورته وګورو د “غرونه او کساتونه”  ناول یوه نیمګړتیا دا بللای شو چې لایق صاحب دلته لومړی ځل غوښتي چې د ګرده خانانو او ملکانو څېره یو ډول انځور کړي. بزګران او مظلومان وهڅوي چې د هغوی د ظلمونو او نارواوو په وړاندې ودرېږي. د خان او بزګر تر منځ شته فاصله ختمه کړي. خو وروسته یې هدف کوچنی شوی دی، حتا ځینې ملکان یې ډېر ښه معرفي کړي دي او خبره یواځې تر ملک شاسوار رامحدوده شوې ده. یعنې په لومړیو کې اسلم او ملګري یې غواړي چې نور په هېڅ مظلوم ظلم و نه شي، هیچا ته په سپک نظر و نه کتل شي او بله دا چې د خان او غریب تر منځ شته طبقاتي توپیر له منځه لاړ شي. خو وروسته کیسه تر اسلم او ملک شاسوار رامحدودېږي. پای اسلم د خپلو ملګرو او کلېوالو په مټ پر ملک شاسوار برید کوي او هغه وژني.
ګومان کوم کیسه به هغه وخت لا عالي او په زړه پورې وای، چې د اسلم او ملګرو هدف یې د ملک شاسوار تر وژلو نه وای رامحدود شوی، بلکې د ملک او بزګر، یا د خان او غریب تر منځ شته توپیر یې کم از کم په همدې خپله سیمه کې له منځه وړی وای. اسلم به هغه وخت لا لوی اتل و چې د اندراب نور وګړي یې د نورو ملکانو له ظلمونو او تېریو ژغورلي وای.
د لایق صاحب دا ناول له تخنیکي اړخه ځینې خامۍ او ستونزي لري، خو زما په اند د یاد ناول خامۍ او ستونزې هومره نه دي چې ښېګڼې یې پټې کړي، همدارنګه له فکري پلوه یاد ناول د لایق صاحب د ایډیالوژۍاو نړۍ لید روښانه هنداره ده. د یوې خاصي ایډیالوژي او فکر بیان په شعر کې ځکه مشکله خبره ده، چې ډېر کله شعر د شعار طرف ته وړي او په دې کې شک نشته چې د لایق صاحب ځینې شعرونه فقط شعارونه دي. د نثر لمن چې پراخه او د ډېرو خبرو د بیان ګنجایش لري، زما په اند د یوې خاصي ایډیالوژي او فکر بیانول پکې اسانه او په ښه شکل ترسره کېدای شي. ارواښاد لایق که د خپلې ایډیالوژي او ځانګړې نظریې بیان د شعر په ځای په نثر کې کړی وای، ممکن هم یې ځینې شاعري په شعار نه وای بدله شوې او هم  به یې د “غرونه او کساتونه” په څېر ګڼ شمېر نور اثار پښتو ژبې او ادب ته په میراث پرې اېښي وای.
منصور لېوال ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواوو کمره |پوهاند بشیر دودیال

د  ارواوو کمره د هغه ناولیت نوم دی چې په دغو وروستیو کې ښاغلي حفیظ الله تُراب په جرمني کې  لیکلی دی. تُراب صاحب...