شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+نیویارک ټایمز ورځپاڼه ۱۷۳ کلنه شوه

نیویارک ټایمز ورځپاڼه ۱۷۳ کلنه شوه

تاند- له نن څخه ۱۷۳ کاله پخوا د ۱۸۵۱ د سپټمبر په ۱۸ مه د هنري جافیس ریمانډ (Henry Jarvis Raymond) او جورج جونز (George Jones) له لوري د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لومړۍ ګڼه د (New York Daily Times) په نوم چاپ شوه.

د دې ورځپاڼې مرکزي دفتر په نیویارک کې دی خو هره ورځ له نیویارک سره هممهاله د امریکا په ګڼو نورو ښارونو او همداراز د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې چاپ او خپرېږي.

اوس د دې ورځپاڼې د امتیاز خاوند نیویارک ټایمز کمپنۍ ده. دا شرکت د انترنشنل هیرالډ تریبیون او باسټن ګلوب په شان د ۱۸ نورو ورځپاڼو امتیاز هم لري.

له ۱۸۹۶ م کال څخه د نیویارک ټایمز مالکیت د سولزبرګر (Sulzberger) کورنۍ ترلاسه کړی. د نیویارک ټایمز کمپنۍ د کتندوی او مشرتابه پلاوي یو غړی د سولزبرګر د کورنۍ دی.

دا ورځپاڼه په امریکا او نړۍ کې ډیر اعتبار لري او حتي ویل کېږي چې رژیمونه بدلولی شي. په امریکا کې ورته د یوې ملي سرچینې په سترګه کتل کېږي. د نیویارک ټایمز په راپورونو د یوې خورا باوري سرچینې په توګه اتکا کېږي.

دې ورځپاڼې د پولیټزر ۱۳۲ جایزې ګټلي دي چې دا په نړۍ کې یو ریکارډ دی ځکه چې هیڅ بلې ورځپاڼې د پولیټزر دومره جایزې نه دي ګټلي.

د ټیراژ له نظره په نړۍ کې اتلسمه او په امریکا کې درېییمه ده.

د ۱۹ ۷۰ یمې لسیزې له نیمايي څخه د دې ورځپاڼې په ډیزاین او جوړښت کې بدلون راغلی. نه بوازې یې پاڼې زیاتې کړي بلکې د کارکوونکو شمېر یې ډیر کړی. د سپورت، سوداګرۍ، اقتصاد، د خلکو نظرونه، سرمقالې، هنر، ساینس، مود او فېشن، او داسې نورې ځانګړې اوونیزې برخې یې پکې شاملې کړي دي.

خو اوس په دیجټلي دوره کې، چې بې شمېره مجلې او ورځپاڼې له چاپي بڼې انلاین بڼې ته رااوښتي نیویارک ټایمز هم دې لور ته پام زیات کړی دی.

په لومړی ځل نیویارک ټایمز د ۱۹۹۶ د جنورۍ په ۲۲ مه د (NYTimes.com) په نوم ویبپاڼه جوړه کړه.

په ۲۰۰۷ م کال دې ورځپاڼې د چاپ شمېر (تیراژ) کم کړ. همداراز یې د پاڼو اندازه یا سایز کوچنی کړ. که څه هم د دې بدلون له کبله پر کاغذ د چاپېدونکې نیویارک ټایمز مطالب په سلو کې ۵ کم شول خو د دې ورځپاڼې د انلاین لوستونکو شمېر خورا ډېر شو او همداراز یې ډېر انلاین اعلانونه او له دې درکه عواید ترلاسه کړل.

د نیویارک ټایمز د انلاین اعلانونو عاید په کال کې ۱۲ میلیون ډالرو ته ورسید.

په ۲۰۲۰ لسیزه کې نیویارک ټایمز اعلان وکړ چې له ځینو برخو پرته د دې ورځپاڼې ټول مطالب به یوازې هغه کسان لیدلی شي چې ګډون بیه ورکړي. د ۲۰۲۲ په جنورۍ کې دې ورځپاڼې وویل چې د دې کال په لومړیو درو میاشتو کې به ۵۵۰ میلیون ډالره عاید ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب