(ونکی) په پښتو کې په فاعلي روستاړو کې راځي، چې د فعل په ريښې پسې نښلي او له نوې مانا او بڼې سره نوې اشتقاقي کلمې جوړوي. لکه: (بېو) او (ونکی) سره يوځای شي او (بېوونکی) جوړ کړي.
نور فاعلي روستاړي هم شته، چې دا کار ترسره کوي، مثلا: (آند) په (بشپړاند) او (ښوواند) کې چې د بشپړوونکي او ښوونکي نورې بڼې دي، خو د کارونې ځای يې ښايي توپير ولري. مثلا: د (بشپړاند) او (ښوواند) مانا د فضيلت ښکارندوی ده. ښايي د احترام يا د اعتقاد په ځای کې د (بشپړوونکي) پرځای (بشپړاند) وکاروو: لکه:
اسلام د نورو دينونو بشپړاند دی
همداسې که د (معلم) انډول (ښوونکی) وي، نو د فضيلت په موخه د (استاد) انډول (ښوواند) دی.
په کره پښتو کې (لوراند) د (لوروونکي) او (لورين) فضيلتي بڼه ده او د (رحمن) لپاره په بسم الله کې کارېږي:
د لوراند او لورين څښتن په نامه
پښتو رسنۍ دا روستاړی د فاعل پرځای د مفعول لپاره هم په غلطه کاروي او (کانديد) ته (نوماند) وايي؛ خو (کانديد) هغه سړی دی، چې ځان يې يو پوسټ ته نومولی وي او (نوماند) هغه سړی، چې بل څوک يوه پوسټ ته نوموي. دا خبره سمه ده، چې کلمې د پيسو غوندې دي، چې يو ځل دود شي، بيا يې څوک دې ته نه ګوري، چې پر دې د پل خشتي د جومات عکس دی، د هډې د جومات پرې ولې نشته؟ خو يو نظم خو پکار وي. دا نظم که ولس په خپله ژبه کې ناارادي ساتلی دی او اوس ژبپوهنې ته اساني ده او په دې پوهېږو، چې کوم فاعلي، کوم مفعولي، کوم فعلي دی او کوم اسمي او صفتي يا قيدي روستاړی؛ نو ژبپوهاند خو يې بايد وساتي. که احتياط ونه شي، د ګډوډۍ مخنيوی به سخت شي. بې احتياطي د ګډوديو اجازه ليک دی.
په يوه ژبه کې چې موږ ته کوم روستاړي د دندې له مخې ورته ښکاري، ښايي ورته نه وي او که آره نه وي، ضمني مانا خو به يې هرومرو توپير لري.
په پښتو کې د نورو روستاړو غوندې فاعلي روستاړي هم ډېر دي. په کومه ژبه کې چې روستاړي يا مختاړي ډېر وي، هغه د نويو کلمو د جوړېدو او د پراختيا او پرمختيا وړتيا لري.
په پښتو کې وندوی، ونی، ی، ند، من او…فاعلي روستاړي دي.
په روستاړو او مختاړو کې عموما زمانه مهمه نه وي، خو (ونکی) حال او ګانده يا مستقبل ښيي. زموږ رسنۍ يې دې ځانګړنې ته پام نه کوي او هر ځای ناځای يې وايي او ليکي:
بايلونکي کانديد ته به ګټونکی کانديد په حکومت کې برخه ورکوي.
عبدالله وايي: “موږ ګټونکي يو.”
دا تېروتنه له دوو ستونزو پيدا کېږي. لومړۍ دا چې زموږ بر او کوز ژورناليستان او ليکوال د نورو ژبو تر اغېز لاندې دي. (ګټونکی) او (بايلونکی) په همدې اغېز کې د دري د (برنده) او (بازنده) اېغه نېغه ترجمه ده. بله ستونزه دا ده، چې که دا په (ګټلي) او (بايللي) باندې وژباړو، بيا ترې مفعولي صفت جوړېږي، چې فاعل به يې بل څوک وي او دا غلطي ده. پښتانه ژورناليستان او ليکوال پکار ده، چې ځان پر خپله ژبه په فکر روږدي کړي.
په داسې مواردو کې چې خبره په مستقبل کې نه وي، د (ونکي) روستاړي کارونه سمه نه ده؛ نو پښتانه ورته ضميرونه کاروي او جمله ورته غبرګوي:
کوم کاندي چې وګټله، هغه به هغه بل کانديد ته په حکومت کې برخه ورکوي.
که دا جمله درته ډېره شفاهي ښکاري او پرځای يې د ژورناليستي جملې د کارونې اړتيا انګېرئ؛ نو بيا د داسې روستاړي لټه پکار ده، چې خبره سمه ورسوي. هغه به د (لی) روستاړی وي. پر دې بنسټ به (ګټونکی) پر (ګټيالي) واوړي؛ خو له (بايلونکي) سره به څه کوو؟ په پښتو کې (بايلل) کارېږي، خو چې فاعل ته يې اشاره وي، بيا:
دوی وګټله، هغوی وبايلله
وايي؛ خو په علمي او ژورناليستي ژبه کې چې د فاعل صراحت ته اړتيا وي؛ بيا (بازنده) ته (پاتې) وايي؛ نو دا جمله به داسې دقيقه شي:
ګټيالی(کانديد) به پاتې کانديد ته په حکومت کې برخه ورکوي.
پر دې سربېره بريالی موږ (فاتح) ته کاروو. فاتح ته (سوبمن) هم ويلای شو. (بريالی) عام دی او هر سړي ته چې پر نورو بر وي، د (بر+يالی=بريالی) ستاينوم کارولی شو. (برنده) ته يې هم ويلای شو. همداسې (بازنده) ته (نابريالی) هم ويلای شو:
بريالی کانديد به نابريالي ته په حکومت کې برخه ورکوي.
په پښتو کې د انډول کلمو او جملو جوړولو ښه استعداد شته، خو که څوک ورپسې سر وګرځوي. د ليکوال يواځې خبره مهمه نه وي، ژبه يې هم مهمه وي او سبانی کول يې پر ژبه هم حساب کوي؛ نو ژبه دې داسې بې ارزښته نه ګڼي.
په نورو ډېر ځايونو کې هم موږ د دري په ړانده تقليد د (ونکي) روستاړی کاروو. مثلا: (دارنده) ته (لرونکی)، (خورنده) ته (خوړونکی) او (کننده) ته (کوونکی) وايو:
د دې جايزې ګټونکي شئ.
اشرف غني احمدزی په افغانستان کې د پراخ نفوذ لرونکی دی/افغانستان د ګڼو ځنګلونو لرونکی دی/…روغتون د مجربو ډاکټرانو لرونکی دی.
زمری يو غوښه خوړونکی حيوان دی.
اردوغان: مصر د اسراييلو يو مرسته کوونکی دی.
په پښتو کې د (ونکي)کارونه هومره ډېره نه ده، څومره چي په دري کې د (نده) ده، ځکه په دري کې د (نده) روستاړي تلفظ د پښتو د (ند، آند، من)غوندې اسانه دی؛ خو په پښتو کې د (ونکي) تلفظ ثقيل دی او په هره زمانه کې نه کارېږي؛ ځکه نو په پښتو کې په داسې ځايو کې يا ساده جمله يا نورې کلمې او فاعلي روستاړي کاروي. لومړنۍ جمله اسانه او ساده ليکو:
دا جايزه وګټئ.
په دويمو جملو کې راغلی (لرونکی) د لومړۍ بېلګۍ غوندې داسې ساده هم ويلای شو:
اشرف غني احمدزی په افغانستان کې پراخ نفوذ لري/افغانستان ګڼ ځنګلونه لري/…روغتون مجرب ډاکټران لري.
چې پر فاعل تاکيد وي او د فاعلي صفت کارونه اړينه وي، بيا د (لرونکي) سم انډول ښايي (برخمن، خاوند، څښتن) وي.
اشرف غني احمدزی په افغانستان کې د پراخ نفوذ څښتن يا خاوند دی/اشرف غني احمدزی په افغانستان کې له پراخ نفوذه برخمن دی.
افغانستان د ګڼو ځنګلونو څښتن/خاوند دی/افغانستان له ښې هوا برخمن دی/…روغتون له مجربو ډاکټرانو برخمن دی.
کله کله د فاعلي ستاينوم د جوړولو لپاره خوارۍ او په کلمې پسې د روستاړو ليکه کولو ته اړتيا نه وي، پخپله د کلمې ريښه د صفت کار کوي. د (خوړلو) د کلمې د وسمهال ولۍ (خور) په نورو کلمو پسې نښلي او د صفت دنده ترسره کوي، لکه: سړيخور، ډېرخور، سابه خور، واښه خور، مردارخور، پاکخور، غوښه خور او…؛ نو درېيمه جمله به سمه داسې وي:
زمری غوښه خور ژوی دی.
څلورمه جمله هم د لومړۍ غوندې داسې ساده کېدای شي:
اردوغان: مصر له اسراييلو سره مرسته کوي.
که پر فاعل تاکيد وي، بيا تر (ونکي) (ندوی) غوره دی، ځکه چې د (ونکي) پرخلاف د (کول) د فعل پرځای نېغ په نوم(مرسته) پورې نښلي او له تلفظ او ژبنۍ سپما سره سره ترې مانا په اسانه اخيستل کېدای شي.
اردوغان: مصر د اسراييلو مرستندوی دی.
بله موضوع د (ونکي) روستاړي د ليکلو ده، چې ډېرې رسنۍ يې په املا کې تېروځي. لومړی خو په دې پوهېدل پکار دي، چې پخپله د (ونکي) په ريښه کې هم يو (واو) دی. دا چې په هرې کلمې پسې نښلي، دا (واو) يې ثابت وي. که د کلمې د ولۍ په پای کې (واو) نه وي، په يوه (واو) ليکل کېږي:
ستايل: ستای+ونکی=ستايونکی(Stāyunkay)، منل: من+ونکی=منونکی(manunkay)، ځغلېدل: ځغلېد+ونکی=ځغلېدونکی (jğledunkay)، ژغورل: ژغور+ونکی=ژغورونکی (žğorunkay)(ژغورند)
د کلمې د ولۍ په پای کې چې يو (واو) وي، بيا د (ونکي) په تړښت جوړ تړنګ(اشتقاق) دوه واوه لري:
بېلول: بېلو+ونکی=بېلوونکی(belawunkay)، ورول: ورو+ونکی=وروونکی(warawunkay)، بېول: بېو+ونکی=بېوونکی(bewunkay)
که د کلمې د ولۍ په پای کې دوه واوه وو، بيا ورسره يو واو د (ونکي) يوځای کېږي او درې واوه کېږي:
ښوول: ښوو+ونکی=ښووونکی(x̌owunkay)، پوول: پوو+ونکی=پووونکی(powunkay)، ژوول: ژوو+ونکی=ژووونکی(žowunkay)
د سمې املا بله لار يې فونيميکې بڼه ده، چې سړی يې د تلفظ له مخې فونيميکې بڼې ته وګوري، چې په هغې کې څو واوه دي، هله يې سمه بڼه وليکي:
لکه په (ستايونکي) کې يو لنډ واو دی، ځکه چې(Stāyunkay)کې يو واو دی. په بېلوونکي کې دوه واوه دي، لومړنی سيمي واول( چې دلته کانسونانټ دی) او دويم د (ونکي) لنډ واو دی او فونيميکه بڼه يې (belawunkay) ده. په (ښوونکي) کې درې واوه دي، لومړی اوږد(o)، دويم کانسونانټ(w) او درېيم د (ونکي) روستاړي لنډ واو(u). په فونيميکه بڼه (x̌owunkay) کې يې درې واوه ليدای شو.
که کلمې ناسمې وليکو او ناسمې وکاروو، زموږ حيثيت ته هم زيان رسي او ورانپوهاوي هم پيدا کوي.