جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهله يوه کاږه دېوال سره د څو مقبولو خبرو يوه تنقيدي شننه/...

له يوه کاږه دېوال سره د څو مقبولو خبرو يوه تنقيدي شننه/ خان زمان کاکړ

د کتاب نوم: دېوال سره خبرې

د چاپ کال: ۲۰۱۶

چاپ چارې: عامر پرنټ اېڼډ پبلشرز، پېښور

خورونکی: سنټر فار پيس اېنډ کلچرل سټډيز، پېښور

“دېوال سره خبرې” د شاهين بونېري کتاب دی چې د پښتو کتابونو په برخه کې يې تشهير پر سوشل مېډيا بې مثاله پاته شو.  پر سوشل مېډيا په پښتنو کړيو کې د شاهين د کتاب مخکتنې، تشهير، هرکلي او ستاينې په برسېرنه توګه داسې تاثر ولېږداوه لکه چې د پښتو کتاب لوستنې کلتور مخ پر وده روان وي، د شاهين کتاب يو د لوست وړ کتاب وي او په پښتو  ژبه کې يوه درنه اضافه وي او پښتانه ورو ورو د کتاب  او سوشل مېډيا په ربط پوهېدونکي وي.

خو له ما سره يوه اندېښنه هم وه، هغه دا چې شاهين د مېډيا سړی دی، د مېډيا له خلکو سره د اړيکو رغول خپل بدل (reciprocity) لري. په دې حقيقت شاهين تر ما ډېر ښه پوهېږي چې دا وخت خلک تر کتاب زيات مېډيا ته اړتيا لري او تر يو سنجيده ليکوال زيات يو خبريال يا ژورناليسټ ته…. چې د رسنيو وګړی شي، مېشت پر اروپا شي او بيا په روانه ژبه کې يو لبرل ليکوال هم شي لکه شاهين، کتاب به يې تر خلکو رسېږي هم او لاس پر لاس کېږي به هم ــــ چې نه سټېج ولري، نه ټي وي سکرين او نه سوشل مېډيا خو کتاب يې پر خپلو پښو د پښتنو تر هره کوره ورسېږي نو دا به رحمان بابا غوندې څوک وي، ما او شاهين غوندې عام خلک خو دومره قسمتونه نه شي لرلی.

د خپلې تسلۍ دپاره او د سوشل مېډيا د تشهير له کبله د شاهين بونېري د کتاب لوستلو ته لېواله وم، بالاخر مې پېدا کړ او په ډېر غور سره مې ولوست.  زه له کتاب سره د سيلفي اخيستلو او له هغې سيلفي څخه د فېسبوک د cover photo جوړولو پر ځای د کتاب لوستلو په حق کې يم. زه باور لرم چې شاهين صاحب به د خپل کتاب عکس زما د فېسبوک پر پاڼه تر ليدلو زيات په دې خوشالېږي چې کتاب زما د تنقيد په تله کې وويني ځکه چې د هغه په دې ګڼ موضوعاتي کتاب کې مرکزي خيال هم د بحث و مباحثې، مکالمې، کره کتنې، زغم او حوصلې کلتور غوړول دي او هم دا کلتور د هر ډول تاوتريخوالي، ناپوهۍ، بدامنۍ، ناانصافۍ او شدت پسندۍ د ماحول ختمولو يوازينۍ کيلي ګڼي. که رښتيا داسې وي، که رښتيا داسې کېدای شي نو “دېوال سره خبرې” ته زما تنقيدي نظر بايد د بحث و مکالمې، کره کتنې او زغم د کلتور غوړولو مبارزې ته يوه وړه ورکړه (contribution) وګڼل شي.

دا په هيڅ لحاظ يوه تخليقي تجربه نه ده چې شاهين بونېري څه په لاس کې لرل ټول يې د يوه کتاب په بڼه راغونډ کړل او تر لوستونکو يې ورسول بلکې دا د اوسني مصروف ژوند برکتونه دي، په اوسني مصروف ژوند کې چې يو ليکوال دومره وکړي بايد په ډېر څه ومنل شي. په “دېوال سره خبرې” کې هم د قام او وطن د حالاتو شننې شته، هم صحافتي يادښتونه، هم د سفرونو خاطرې، هم ملي احساسات او هم پکې عمومي معلومات شته ــــــــ ځای په ځای پکې کيسه ګۍ، څه نا څه شاعرانه حربه، نرم و ګرم احساساتي ټچ يا لږ و ډېره نثري ټوټه شاملولو سره لوستونکی له ذهني ستړيا څخه ژغورل شوی دی.

خو ستړې کوونکې خبره دا ده چې په ټول کتاب کې له انتهايي مشهورو معلوماتو او مقبولو دريځونو څخه کار اخيستل شوی دی ـــــ امن غوښتل، د مکالمې کلتور دود کول، د قلم و کتاب زور روښانول، د نړۍ د پرمختګ په راز پوهېدل او د  نړۍ د پرمختګ په سفر کې شاملېدل، د مذهبي تاوتريخوالي غندنه کول، د برداشت او زغم ښېګړې بيانول، خپله ‘شانداره’ ماضي بيا بيا يادول، د ماضي د طلايي دور نخښې په کنډوالو کې کتل، د ماضي د کنډوالو بيا ودانول، د اروپا د پرمختګ په ماډل خلک خبرول، خلک له ‘تهذيب’ سره تړل، د قيادت بحران ژړل، د علمي او څېړنيز بحران وير کول، د پښتنو د بدو ورځو پړه کله پر هغوی او کله پر پرديو اچول او دې ته ورته نورې خبرې چې له دېوال سره يې په خوږه، روانه، شاعرانه او صحافتي ژبه کې کړې دي.

“دا زما د روح ټوټې دي ـــ زما د وجدان سپرغۍ دي ـــ زما د فکر سېوري دي ــ څه تت دي، څه روښانه دي ــ څه غمګين دي، څه رنګين دي.” (۱۱)

خو د کتاب له لوستلو پس يو لوستونکی په آسانه دا رايه قايمولی شي چې دا کتاب د يو لبرل دور د کامن سينس زېږنده دی او د شاهين پر فکر د هم دغه لبرل دريځ سېوري دومره واکمن پاته شوي چې هغه ته يې دا د ژوند ټول پېچلي حقيقتونه او فکري بهيرونه د تت او روښانه، غمګين او رنګين وغېره په باينري کې وېشلي په لاس ورکړي دي.

په اوسنۍ دنيا کې دومره لږ قام پرستي خو پکار وي کنه چې شاهين غوندې څوک سوات ته د پښتونخوا سويټزرلېنډ نه بلکې سويټزرلېنډ ته د اروپا سوات ووايي (۱۵).

د شاهين په نظر د ترهګرۍ د بريدونو په شا هغه خلک دي چې د اسلام د امن پېغام يې هېر کړی دی (۲۵). له دې داسې ښکاري چې شاهين د اسلام ښه ژوره پوهه لري او د هغې ژورې پوهې پر بنياد يې د اسلام د امن پېغام درک کړی دی. ما غوندې له ديني پوهې څخه بې برخې وګړي تر اوسه هم په دې نه دي پوهېدلي چې په اسلام کې د امن پېغامونه زيات دي او که د جنګ ــــــــ دا د دين د عالمانو او مُلايانو سبجکټ دی خو د ترهګرۍ خلاف جنګ په پروسه کې د مذهبي توندروۍ په مقابله کې صوفي، سوله ايز او انساندوست مذهب د يو ډسکورس په بڼه راپېدا کول او خورول د هغو خلکو دنده وګرځېده چې يو وخت يې د کميونيزم خلاف د مذهبي توندروۍ او جهاد پر موادو پراخې سرمايه کارۍ کولې. د نن چې کوم صوفي، سوله ايز او انساندوسته مذهبي بيانيه تراشل کېږي او خورېږي، سبا به د کومې ضد بيانيې د زېږېدلو جواز جوړېږي؟ زه اندېښمن يم.

د اروپا د ‘پرمختګ’ د راز په هکله يې ليکلي، “زه اکثر خپلو ملګرو ته وايم چې که اروپا پرمختګ کړی دی نو له دې کبله يې نه دی کړی چې ګنې اروپا بربنډه ده يا د مُليانو د خبرو په روئ فحاشه ده – اروپا د دوو جهاني جنګونو نه وروستو خپله ټولنه په مينه، امن او علم ودرولې ده. مذهب د هر چا ذاتي معامله ده خو د هيواد قانون به غريب هم مني او مالدار هم.” (۵۸)

له دوو جهاني جنګونو وروسته ‘پرمختللې’ او سيکولر اروپا په ساړه جنګ کې چرته ولاړه وه؟ د دنيا له سيکولر خلکو سره که له ښي لاسي او مذهبي تحريکونو سره؟ په اروپا کې د يو هيواد قانون به غريب هم مني او مالدار هم خو دا هم لږ څرګندول پکار وه چې د هيواد قانون جوړوي څوک؟ قانون د څه دپاره جوړېږي؟ او تر دې هم مهمه پوښتنه دا ده چې خلک په غريب او مالدار وېشل شوي څنګه دي؟ چې په يو هيواد کې هم غريبان وي او هم مالدار، د ټول هيواد دپاره د يوه قانون مطلب به څه اخلو؟ آيا دومره ساده به يې اخلو لکه د ځينو خلکو دپاره چې د قانون عملداري د ټولو مسئلو حل دی؟

شاهين دا سپارښتنه هم کوي، “که د کلتورونو تر مينځ د نفرت او تعصب په ځای د مينې او امن د رشتو د پياوړي کولو او په يو او بل د پوهېدلو لپاره کار وشي نو دا نړۍ د امن او مينې کور جوړېدای شي.” (۶۲)

رښتيا وايم، ما له دې ډول خبرو کله هم کوم مفهوم نه دی اخيستی. کلتور څه دی؟ د کلتورونو تر مينځ رشته څه او څنګه وي؟ داسې خبرې اکثر لبرل خلک کوي خو ماته د ټولنيز، سياسي او اقتصادي ژوند په تضاداتو پورې ټوکې ښکاري. د کلتورونو تر مينځ نفرت او تعصب يا د کلتورونو تر مينځ مينه او امن، دا دواړه په حقيقت کې يوه خبره ده او سرچينه يې د “تهذيبونو تر مينځ د شخړې” مفروضه ده چې د نېولبرلزم اوسنی سياست دښمن او ضدِانقلابي دور يې نګراني کوي.

پر ۱۲۴م مخ “پښتونخوا او د پښتنو قامي تحريک” تر سرليک لاندې ليکنه کې هم چې د پښتنو د اوسني قامي سياست د مسووليتونو نشاندهي کېږي نو هغوی ته د څېړنيزو مرکزونو او پوهنتونونو د جوړولو وړانديز کېږي. د اولس د پوهاوي بس همدغه ذريعې موږ ته معلومې دي او دا هغه سوچ دی چې په آخري تجزيه کې د ځوانانو په غېرسياسي ګرځولو تمام شي. په يو غلام موقعيت کې چرته چې د خپل قام او وطن په خبره کوونکي سياسي کارکن پسې د استخباراتو سړي يا د هغوی ځانمرګي تاوېږي، هلته څېړنيز مرکزونه او پوهنتونونه غوښتل او بيا ترې د قامي پوهې رڼا غوښتل ماته يو داسې سوچ ښکاري چې يوازې يې د مډل کلاس لبرل خلک کولی شي.

شاهين زموږ د سياست موازنه د مهاجرو له متحده قومي مومنټ او پنجاب سره کړې ده، پنجاب خو بادار دی، رياست يې خپل دی، له هغه سره زموږ هيڅ پرتله نه شي کېدای، له هغه سره زموږ صرف جګړه کېدای شي، د هغه خلاف صرف مبارزه کېدای شي خو د مهاجرو د ګوند کېس ډېر دلچسپ دی، هغوی چې بقول د شاهين ‘مېډيا سېل’ او ‘تهينک ټېنک’ يې درلود، خو چې رياست ورباندې راغلو نو داسې حال يې ورباندې جوړ کړ ‘لکه باز منګولې سرې کړي په خپل ښکار’. چې رياست يې تر شا ولاړ وو، هم يې زبردست مېډيا سېل درلود او هم تهينک ټېنک خو چې رياست يې وهلو ته راغلو نو مېډيا سېل او تهينک ټېنک څه چې ناين زيرو يې هم پاته نه شو، الطاف حسېن يې ليډر هم پاته نه شو. د يو ښاري ساحې يو ډېر منظم ګوند په سپينه ورځ تباه و برباد کړل شو، نورو سياسي ګوندونو يې په سپينو سترګو ننداره وکړه او د پوځ په لاسونو د يوه سياسي ګوند دفترونو ته د قلفونو اچول او د سياسي کارکنانو ډبول يې يو ډول خپله کاميابي وګڼله.

تر تبصره لاندې کتاب کې بې شمېره داسې خبرې شته چې هيڅ مفهوم و معنا نه لېږدوي او د دې دور د مقبولو مغالطو يوه ستړی کوونکی پايڅوړ دی. د مثال په ډول پر ۱۵۰ مخ د “سياسي ګوندونو” تر سرليک لاندې ټوټه زموږ په معلوماتو کې د سياسي ګوندونو په هکله هيڅ اضافه نه کوي. بس دومره وئيل شوي چې سياسي ګوندونه د سياسي تربيت، د سياسي شعور د ودې او مکالمې او خبرو اترو د کلچر د قوي کولو دپاره وي که چرې د يو سياسي ګوند غړی د مکالمې په ځای ستغې سپورې وايي او کنځل کوي او د ټوپک او کوتک خبره کوي نو يا خو ددغه سياسي ګوند نظريه د رښتياوو په ځای په دروغو او جعل سازۍ ولاړه ده او يا يې په تربيتي پروګرام کې ډېره لويه ستونزه ده.

د سياسي ګوندونو د عمومي فلسفې په هکله ددې برسېرن نظر بنيادي نيمګړتيا که پرې هم ږدو نو په لومړي سر کې ستغې سپورې او ښکنځلې يوه ريلېټيو مسئله ده. ما ته به خپلې سياسي خبرې شکرې او ملغلرې وي خو زما سياسي مخاليفينو ته به ستغې سپورې او ښکنځلې ښکاري خو باوجود د دې ستغې سپورې وئيل او ښکنځلې کول نه څه ناروغي ده او نه څه غېرفطري شی دی. يو محکوم څوک او د هغه غصه له  يو او بل څخه دومره هم بايد بېله نه کړل شي چې هغه يو سوړ نګوړ او بې خونده څوک پاته شي. هغه د پښتو متل دی چې ژړا مې خواره ونډه ده. همداسې ستغې سپورې وئيل، ښکنځلې کول او ښېراوې کول کله کله د بې وسو خلکو خواره ونډه وګرځي او کله کله داسې صورتحال جوړ شي چې يو سياسي کارکن ته پکې پر خپل ذات کنټرول ساتل ګران شي يا د خپل ذات داسې اظهار ورته د خپلې موجودګۍ او پايښت يوازينۍ وسيله ښکاره شي. د يو سياسي کارکن له خولې د ستغو سپورو او ښکنځلو په اورېدلو بايد دا رايه قايمه نه شي چې نظريه يې پر دروغو او جعل سازۍ ولاړه ده يا يې په سياسي تربيت کې ستونزه ده بلکې دا هر څه په خپل context کې په کتلو سره پوهېدلی شو چې د يو ‘ناخوښه’ اظهار په شا څه ډول عوامل کارفرما پاته شوي دي. همداسې د تشدد يا ټوپک او کوتک خبره ده. په خپله د عدمِ تشدد پر سياست د خپل پوره يقين باوجود، زه نه ګڼم چې په انساني تاريخ کې د ټوپک او کوتک سياست هر وخت منفي پاته شوی دی. ټوپک او کوتک د وسيلې په توګه استعمالول ضروري نه ده چې د يو ګوند د نظريې جعل سازي او د تربيتي پروګرام کمزوري څرګنده کړي. زموږ په څنګ کې بلوڅ سياسي کارکنان د خپلې قامي آزادۍ دپاره د ټوپک او کوتک استعمال کوي خو نه يې ماته او نه به يې غالباً شاهين بونېري ته نظريه پر جعل سازۍ ولاړه ښکاري او نه يې تر هغو ګوندونو تربيتي پروګرام کمزوری دی چې سياست يوازې او يوازې د اخلاقياتو په معيار پوره ساتل د خپل لومړيتوب په ډول وړاندې کوي.

د “باچاخاني پکار ده؟” تر سرليک لاندې پر ۱۵۳ پاڼه کرښې همدومره برسېرنې دي، څومره چې پخپله د ”باچاخاني پکار ده” سندره برسېرنه ده. بلکې که حق خبره شي نو د کرن خان په سندره کې بيا هم لږ و ډېر پېغام وو خو د شاهين په کرښو کې هيڅ داسې څه نشته چې له موږ سره د باچاخان د فکر او تحريک په پېژندلو کې مرسته وکړي. صرف همدومره وئيل شوي چې باچاخاني بشردوستي، انسانيت، امن، ورورولي، مينه، عبادت، خدمت، عقيدت، قرباني، خپلواکي، عزت وغيره ته وايي. په دې ټولو ټکو کې يو داسې ټکی نشته چې د سړي په ذهن کې واضح مطلب جوړ کړي. دا چې د مذهبي سياست کس ته کښېنې نو هغه به هم تقريباً دا درته وايي څه چې شاهين د باچاخاني په هکله وئيلي دي، که د تصوف اوسوشلزم له کوم کس سره وږغېدئ نو هم دې ته ورته څه به درته وايي.

پر ۱۵۵مه پاڼه د “پښتون” په هکله کرښې د مستشرقينو د هغو مقبولو فکري مغالطو چربه ده چې د پښتنو د ژوند، تاريخ او کلتور مطالعې ته يې د يو انتهايي جنرلايزډ باينريزم تناظر منځ ته راوړی وو. “پښتون متلون مزاجه دی، په يو ځای قرار نه مومي، بې قراري دده په فطرت کې ده.” متلون مزاجي څه مطلب؟ پر يو ځای قرار نه موندل څه مطلب؟ فطرت څه مطلب؟ دا رايه د بايولوژي د کومې تجربې په رڼا کې قايمه شوه؟

“فطرت يې ښه ډېره مستي او ښه ډېره خانه بدوشي غواړي خو نظام يې ځانته دومره ټائيټ او مقابلتي ساتلی دی چې اکثر پښتۍ پکښې هم د ده ماتېږي.”

خو دلته يې دا نه دي ښوولي چې د پښتون نظام څومره، څنګه او تر چا ټائيټ او مقابلتي دی؟ آيا ټول پښتانه په يوه نظام کې اوسي؟ د هغوی د ژوند په نظام يا نظامونو کې د بدلون عمل ولې له نظره غورځول کېږي؟

“دی په ولايت او امريکا وګرځي، د عربو په ريګستانونو کې وسوځي او د انډونېشيا او ملائشيا جزيرې چاڼ کړي خو د پلار وهل او د مور مينه ورته يادېږي.”

دا به اوس د پښتنو که د پلارواکې ټولنې ځانګړنه ګڼو؟ داسې به په دنيا کې څوک مومو چې هغه دې پر وطنونو وګرځي خو پلار او مور دې ورته ياد نه شي؟ دا چې پلار وهل کوي او مور مينه يوه له ناانصافۍ ډکه مغالطه ده. ماته هيڅ يادېږي نه چې زه دې پلار کله وهلی يم. شاهين به ما يا زما پلار د پښتنو د ټولنې کومه ښکلې استثناء نوموي؟

په آخر کې يې داسې شاعري کړې چې تاسو يې هم بايد ولولئ، “دی (پښتون) مغرور دی خو د يا قربان يو اواز ته په لپو لپو اوښکې هم تويې کړي. دې ظالم تل د جنګ مېدان ګټلی او د زړه مېدان بائيللی دی.”

“قامي مباحثه” (۱۶۸)، “قامي سائيکي” (۱۶۹)، “د خوشحالۍ په کلتور کې” (۱۷۰)،  “د کلتوري تاريخ غلطۍ” (۱۷۱) او “ياد” (۱۷۲) پرله پسې هغه سرليکونه دي چي هسې يې پاڼې ورباندې ضايع کړي دي او د مفهوم په لحاظه انتهايي ضعيف څه پکې وړاندې کړل شوي دي.

پر ۱۷۳م مخ “د ادبي تحريک” تر سرليک لاندې شاهين په لروبر کې د پښتنو د سياسي تحريک په مقابله کې د هغوی ادبي تحريک ډېر فعال او ګړندی ښوولی دی. هغه څنګه؟ په دې چې د پښتنو سياسي تحريک وېشلی، بې سمته او ماضي پرست دی او ادبي تحريک يې روښانفکره، ژوند پرست او وائبرنټ دی.  ورپسې يې ليکلي، “په موجوده وخت کې دغه هيله کېدی شي چې کله يې سياسي تحريک د ادبي تحريک نه الهام واخلي، نو دی به ورسره هم د منزل په لار سم شي.”

لومړۍ پوښتنه دا ده چې په دې کرښو کې له “تحريک” څخه مراد څه دی؟ سياسي ګوندونه شته، هم ادبي ټولنې، کوم تضادات چې په سياسي ګوندونو کې دننه او له يو او بل سره موجود دي، همداسې تضادات يا د دې تضاداتو انعکاس د ادبي ټولنو په خپل منځ کې او له يو او بل سره تر سترګو کېږي. که چېري د پښتنو کوم ادبي تحريک په اوسني وخت کې موجود دی، نو نوعيت يې څه دی؟ مرکز يې چرته دی؟ هدف او مرام يې څه دی؟ کومه قامي، علمي او ادبي مسئله يې د فعاليت فوکس دی؟ د امن د قايمولو له موضوع علاوه چې په اوسني وخت کې د پښتنو د قامي سياست د فعاليت ساحه تشکيلوي، د پښتنو ادبي فعاليت داسې کومه غايه په مخ کې لري چې د سياسي خوځښت په مقابله کې فوقيت ورپه برخه کوي؟ زما د مشاهدې، مطالعې او تجربې په رڼا کې د پښتنو ادبي فعاليتونه د پخوا په پرتله ډېر زيات بې موخې او بې معياره شوې دي، له تېرو شلو کلونو داسې څه تر سترګو کېږي نه، چې په قامي مبارزه کې ترې څه استفاده وشي يا د شاهين په اصطلاح الهام ترې واخيستل شي. پښتنو اديبانو د امن موضوع په دومره مقبوله او تکراري بڼه وشاربله چې د سياسي بيانيې هومره مواد هم پکې پاته نه شو. خو فرض کړه که چرته په ځينو ادبي کړيو کې يا زموږ په ادبي ماحول کې ځای په ځای څه د علم و فکر رڼا ښکاري نو هغه به هم په ډېره مشکله څوک د پښتنو د سياسي فعاليت له دايرې څخه بېله کړي. په ماضي کې د پښتنو ملي نهضتونو ادبيات د خپلې يوې نه بېلېدونکې او يوې موثرې برخې په توګه روزلي او له پراخو فني و فکري بدلونونو څخه يې راتېر کړي دي خو په اوسني وخت کې همداسې يو لوی کنفرانس څوک نه شي يادولی چې زموږ د افغان دولت او زموږ د قامي ګوندونو مرسته او ملاتړ ورته حاصل نه وي او داسې څوک موثر ادبي شخصيت يا کار هم څوک په ګرانه په ګوته کولی شي چې د پښتنو له قامي سياسي مبارزې څخه په ازاد حثيت کې رامنځته شوی وي. وئيل دا غواړم چې کومې فکري، علمي او تنظيمي نيمګړتياوې زموږ په ټولنه کې موجودې دي يا اسباب يې زموږ په تولنه کې موجود دي، د هغوی انعکاس هم زموږ په سياسي فعاليت کې تر سترګو کېږي او هم مو په ادبي فعاليت کې. په جغرافيايي، اقتصادي او انتظامي لحاظ په يوه وېشلې ټولنه کې هم زموږ سياسي فعاليت وېشلی او هم مو ادبي فعاليت وېشلی ښکاري، کومې بې موخې ورځې چې د سياسي فعاليت په برخه کې ځای په ځای تر سترګو کېږي، همداسې مو د ادبي فعاليت حال دی. عرض مې دا کاوه چې دا به ډېر د سرخوږۍ کار ثابت شي چې موږ دې د سياسي او ادبي فعاليتونو تر منځ په داسې توګه په کرښه راکښلو کې کامياب شو چې له موږ سره د ژوند ددې دوو ساحو د ځانګړنو په پوهېدنه کې مرسته وکړي. يوازې دومره وئيل به کافي وي چې د شلمې پېړۍ په وروستيو لسيزو کې په پېښور کې يو ډېر وائبرنټ ادبي ماحول موجود وو، ډېر لوی لوی ادبي شخصيات په ډېرو لويو لويو ادبي کارونو بوخت وو، هم يې له سياسي حرکت سره فعال تعلق وو، نن داسې څوک په پېښور کې پاته دي چې د تخليق، تحقيق، تنقيد او هم د هنګامې، احتجاج او مزاحمت په برخه کې قام ته څه ذهني خوراک او د حرکت توان ورکولی شي؟ داسې څه هلته روان دي چې سياسي ګوندونه ترې الهام واخلي؟ د کوټې، کندهار او کابل حالت شايد د پېښور د کچې هم پاته نه وي. د پښتنو د علمي و ادبي بيانيې په پرتله د پښتنو تنظيمي سياسي فعاليت اوس هم ډېر منظم دی. زه په دې هکله يو پراخ بحث ته تيار يم.

پر ۱۷۵مه پاڼه د د پښتنو د ټولو بدبختيو پړه پر سياسي قيادت اچول او نور ټول عوامل له نظره غورځول يوه داسې ناانصافي ده چې جرړې يې په محدوده مطالعه او د سياسي سموالي په فکري ستړې کې ښخې دي.

په دې کتاب کې پراخ تکرار ته کله هم يو حسن تکرار نه شو وئيلی، د موضوع، دليل او دريځ تکرار څه چې د پوره پوره جملو او پېراګرافونو تکرار تر بېلابېلو سرليکونو لاندې شوی دی.

د شاهين بونېري په دې کتاب کې داسې ډېر څه شته چې اختلاف ورسره کېدای شي يا اضافي څه ورباندې وئيل ضروري برېښي خو دې څو ټکو ته مې د شاهين او لوستونکو پام په دې خاطر راواړاوه چې که په راتلونکي کې مو ځينو عمومي معلوماتو او مقبولو دريځونو ته اپروچ لږ غوندې انتقادي کړای شو.

شاهين بونېری د ليکلو صلاحيت لري، جذبات يې نېک معلومېږي، له خپلې خاورې او خلکو سره يې مينه په ليکنو کې جوته ده او د لا ډېر څه او  د ډېر ښه څه ليکلو دپاره نور وخت هم په مخ کې ورته پروت دی. هيله ده چې د هغه راتلونکې ليکنې به تر اوسني کتاب زياتې معياري او جامع وي. زموږ هغه ته نوره څه مرسته نه شي وررسېدای، يا يې د ليکنو تنقيدي جاج اخيستلی شو او يا د ښې ليکوالۍ دپاره د اوږده عمر دعا ورته کولی شو.

[email protected]

2 COMMENTS

  1. کتاب مې نه دی لوستی خو د کاکړ صاحب له خبرو پوه شوم چې ډیرې د کار خبرې هم پکې شته، د کاکړ صاحب تبصرې هم خوند راکړ. خدای دې دغسې لیکوال او منتقدین ډیر کړي. آمین

  2. ښه نظر پري وړاندې شوى دغه کتاب مې په يوه ناسته کتلى او هم دغه تاثرات مې و کوم چې خان زمان کاکړ کښلي دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب