تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) ترهګرې ډلې داعش د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په زیارت کې د صوفیانو پر زیارت د برید مسوولیت ومانه.
د بغلان د نهرین ولسوالۍ په زاړه بازار کې د وړمې ورځې په برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.
طالبانو په دې اړه د څو شکمنو کسانو د نیولو خبر ورکړی، او ملګرو ملتونو د دې پېښې د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې ده.
وسله والو کسانو (د لیندۍ پهخ لومړۍ) د پنجشنبې په شپه، په سید پادشاه آغا زیارت کې په داسي حال کې پر خلکو ډزې وکړې چې صوفیان په زیارت کې د هرې جمعې په شان د مذهبي مراسمو لپاره راټول شوي وو.
د ځايي سرچینو په وینا، صوفیان په عبادت بوخت وو چې پرې ډزې وشوې او ووژل شول.
داعش عموماً د خپلو تروریستي بریدونو مسوولیت په ځنډ په غاړه اخلي.