یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeخبرونهد بدني ښکلا افغان لوبغاړي فرهاد صافي د این پي سي اتلولي...

د بدني ښکلا افغان لوبغاړي فرهاد صافي د این پي سي اتلولي وګټله

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۳ مه) د باډي بلډنګ یا بدني ښکلا افغان لوبغاړي فرهاد صافي د باډي بلډنګ د ډنمارک د این پي سي په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

فرهاد صافی، چې په فنلنډ کې ژوند کوي، د جمعې په ورځ د لیندۍ په دوهمه په ډنمارک کې په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

هغه په منفي ۸۰ کیلوګرام وزن کې ګډون وکړ او د خپل وزن په ‌کټګورۍ کې یې اتلولي وګټله. دا د فرهاد صافي اووم د سرو زرو مډال دی چې د بدن‌سازۍ په نړیوالو سیالیو کې یې ګټي.

په دې ټورنمنټ کې د بیلابیلو هیوادونو شاوخوا ۵۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، او فرهاد صافي د “افغانستان” په نوم برخه اخیستې وه.

فرهاد صافي رسنیو ته وویل چې د هغه تر ټولو لویه هیله د “مستر اولمپیا” سیالیو ته لاره موندل او هلته د مډال ګټل دي. هغه زیاته کړه چې تل غواړي د افغانستان په نوم او بیرغ د سیالیو پر سټېج ودریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب