Home+(د خلکو کیسې) د خلکو لپاره| همت عمرزوی

(د خلکو کیسې) د خلکو لپاره| همت عمرزوی

هنر یوازي د لذت او سرګرمۍ په موخه نه تخلیق کېږي. هنر تردې ورهاخوا په ژوند کې ډېر مهم رسالتونه او مسوولیتونه هم لري، زموږ موخه دا نه ده چې د هنر د آزادۍ پر پولو وغږیږو، بلکې مطلب مو دا دی چې هنر خلکوته څه ورکوي؟
د انساني ژوند د بهبود او فلاح په برخه کې څومره ګټور تمامېدلای شي، دامو موخه او مراد دی.
په دې لنډه شننه کې غواړم چې د پښتو داستاني ادب د یوې نوي هستوني په باب خپل اخستنه له تاسو قدرمنو عزیزانو سره شریکه کړم، دا یو عمومي برداشت دی چې خلک په فارغه وختونو کې یو بل ته کیسې کوي، هو؛ کیسې که اسطوروي، حماسي، تراژیدي، ډراماتیکي… یاهر ډول محتوا ولري، خو محوري ټکی پکې (ژوند) دی، دا ژوند دی چې کیسې زېږوي، دا د ژوند په ماهیت کې ښکېل کرکټرونه دي چې کیسې جوړوي.
له نېکه مرغه په دې وروستیو کې د (پژواک بنسټ) د خپلو هنري هڅو په دوام د ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک د دري داستانونو مجموعه پښتو ژبي ته وژباړل سوه او د یاد بنسټ د فرهنګي هڅو د لړۍ په ترڅ کې په کابل کې چاپ او خپره سوه، چې ډېر ژربه له خیره سره ترمینه والو هیوادوالو پورې ورسېږي.
د دې داستاني ټولګې د ژباړي اړتیا څه وه، کوم هنري خوږلت دی چې دا داستانونه يي لوستونکو او اورېدونکو ته لېږدوي، هنري پېغام او رسالت يي په کوم کچ دی…؟ دا او داسي نوري پوښتني دي چې دلته يي د ځوابولو هڅه کوم.
لومړی باید د یادي ټولګې د بشپړي پيژندني چاره ترسره کړم او وروسته به پر نورو اړخونو تم سم، (د خلکو کیسې) د استاد پژواک مرحوم د هغو اوو (٧) دري داستانونو پښتو ژباړه ده چې نوموړي په ډېر نوي زلمیتوب کې لیکلي او ترتیب کړي دي، وروسته يي لومړی چاپ په ١٣٣٦ه.ش کال د (افسانه های مردم) په نوم ترسره سوی دی، دوهم ځل يي د چاپ تجدید د پژواک بنسټ له خوا د (سنایی بنسټ) په مرسته په ١٣٩٦ه.ش کال ترسره سوی دی، دا داستاني مجموعه دغه لاندي وطني داستانونونه تشکیلوي:١_ دنده، ٢_ ضمیر، ٣_ آواره، ٤_ د بست شهزاده، ٥_ کوچۍ پېغله، ٦_ درې میئنان، ٧_ رودابه اوزال.
د پښتو ژباړي، تازه چاپ او خپراوي چاره يي دا ده د ١٤٠٥ه.ش کال په پسرلي کې ترسره کېږي.
اوس راځم د دې کیسه ایزي ټولګې هنري خوږلت ته. استادپژواک د خپل هنري قوت په مټ ددې داستانونو د انتخاب او روایت چاره په ډېر هنري_ تخنیکي مهارت ترسره کړې ده، استاد د دې کیسو ټاکنه او بیاځلي بیانول ځکه کړي دي چې د خپلو خلکو له منځ نه د دوی د ژوند کیسې و لیکي، تدوین يي کړي او د خپل هنري لیدلوري په اډانه کې يي بیاځلي بیان کړي، د کیسو چاپریال په بشپړ ډول زموږ د خوی او بوی سره همږغي او همرنګي لري، زموږ د وطن او ولس د تېرژوند یو رښتینې هنري عکاسي ده چې د کلماتو په ژبه وړاندي کېږي.
په داستاني ادب کې مې د ارواښاد استاد شپون دغه ډول هنري ظرافت تجربه کړی دی چې کله غواړي مخاطب یالوستونکی د کومي صحنې او حالت د پیغام اهمیت ته متوجه کړي نو په طنزي_ اشاره‌يي ژبه بلنه ور کوي، خو؛ استاد پژواک د کیسې د روایت په لړ کې تر ډېره بریده تاکیدي_ تحلیلي هڅه کوي او هغه محتوا او پېغام چې دده په نظر د خپلو خلکو لپاره مهم او ګټور ګڼي، هغه په ډېر تاکید او وضاحت سره برجسته کوي.
زه دا خبره په ټول اطمینان سره کوم چې البته زما د کیسه لوستني شخصي تجربه ده، کله چې مې د (دنده) د داستان تلوسه پاروونکي حماسي صحنې لوستې داسي مې انګېرل چې د کیسې په هماغه شېبو کې د یو هیجاني او مضطرب حالت سره قرار لرم، دا د استاد د کیسه لیکني لوړ مهارت دی چې د داستان جریان لاهم ژوندی کوي او سترګوته يي درته دروي.
تاسي به په دې داستانونو کې ډېري داسي شېبې تجربه کړی چې په تخیلي انداز به مو هماغه چاپریال ته ورولي، دا د لوی هنر غوره کمال دی چې مخاطب د تېرو پېړیو د ژوند په تېرو تجربو کې ور ګډوي.
ددې کېسو د ژبي خوږلت او شاعرانه کیفیت هم خپل جلا ښکلا او ارزښت لري، زموږ لیکوال چې د ډېري لوړي شاعرانه قریحې خاوند دی نو؛ له نېکه مرغه خپله دا خوږه شاعرانه طبع يي په داستان لیکنه کې هم ور اخښلې ده، چې د نثر خوږ والی يي لاهم له کشش نه ډک کړی دی.
زه غواړم چې د پژواک بنسټ  محترم مشرتابه او غړو ته د منني او مبارکی ویلو ترڅنګ، ګرانو مینه والو هیوادوالوته هم د دې غوره او جاذبي ټولګي د چاپ او خپراوي مبارکي او د لوستلو بلنه ورکړم، او په تلو تلو کې دا وړاندیز هم د یوې عاجزانه هیلي په توګه وکړم چې اوس خو له ښه مرغه دا کیسې په خوږې پښتو هم تر موږ او تاسو راورسېدلي نو؛ که ممکنه وي او کوم مسلکي او ماهر شخص حاضر شي چې دا ملي_وطني داستانونه په خپل ښکلي غږ ثبت او تر مینه والو ورسوي دا به نو؛ بله غوره هنري لاسته را وړنه او خوښي وي، ترڅو د خلکو کیسې د خلکو لپاره  د خلکو په ژبه بیا؛ بیا وړاندي شي.
په همدې هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

ورځنۍ مطالعه ستاسو مفکورې یا فکر ته پرمختګ ورکوي او ستاسو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کوي، ځکه ورځنۍ مطالعه ستاسو علم زیاتوي،...