تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۰ مه) د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، ویلي چې له پاکستان سره د خبرو اترو دروازه لا هم پرانیستې ده او د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره دیپلوماتیکې هڅې روانې دي.
فطرت بي بي سي ته په یوه مرکه کې ویلي، د پاکستان ځینې غوښتنې غیرواقعي دي او که اسلامآباد په خپل دریځ کې بدلون راولي، خبرې کولای شي مثبتې پایلې ولري.
د هغه په وینا، د افغانستان غوښتنې روښانه دي: د خاورې بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی، او پر افغانانو د بریدونو پای ته رسېدل.
فطرت د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې د پاکستان په خاوره کې بریدکوونکې ډلې له افغان خاورې فعالیت کوي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او هیڅ مخالفې ډلې ته به د فعالیت اجازه ور نه کړل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د پاکستاني طالبانو یا (TTP) موضوع د پاکستان کورنۍ مسئله ده او له افغانستان سره تړاو نه لري.
په همدې حال کې، یوې خبرې سرچینې ویلي چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ غیررسمي خبرې، چې مخکې په ترکیه کې ترسره شوې وې، ښايي په نژدې راتلونکي کې په کابل کې دوام ومومي.
سیاسي شنونکي باور لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو دوام کولای شي تاوتریخوالی کم او د شته اختلافاتو د حل لپاره لاره هواره کړي، خو تر اوسه د قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین په کوربتوب ترسره شویو هڅو کومه څرګنده نتیجه نه ده لرلې.
هرڅوک پوهیږي ، چې غوا توره او شیدې سپینې دي .
پنجابیان غواړي افغانستان کمزوری وساتي ، کوم جوړونکي کارونه چې په افغانستان کې شروع شویدي ، هغه په ټپه ودروي ، لکه څنګه چې دا تېر پنځوس کاله یې افغانستان د اور په لمبو کې وسوځاوه ، نور هم دا اور بل وساتي . په اسلام آباد کې افغان پخواني سفیر ویلي ،پاکستان غواړي کابل یوځل بیا وران او اردویې کباړ او وسلې یې پنجاب ته ورکړي . خو الحمدالله د افغانستان ټول مشران په دې پوهېدلي دي ،چې کورنۍ جګړه د پنجابیانو په ګټه ده . یو د ای اس ای مزدور حاجي محمد محقق د دوی طبلې ته چرخونه وهي ، هغه به هم یو ورځ د پنجابیانو له خوا ایشچي کړل شي .
دا هېڅ عقل او منطق نه مني ، چې له ډیورند کرښې نه یو نفر جنګیالی د پولې هغې غاړې ته واوړي . بیا د جنګیالیو ساتل ، روزل او مسلح کول پیسې او قوي اقتصاد غواړي . کوم چې افغانستان اوس دا یو هم نه لري . بنا د پنجابیانو مخ لکه چې تور ده ، خدای دې د تل لپاره همداسې تور لري . دوی دروغ وایي . افغانان باید سره متحد شي ، د پنجاب د شومو پلانونو مخه ونیسي .
وروره کاشکی دی یو حلال تخلص ایښی وای لکه مدرس، مومنپال، خدای دوست… تا خو د نورو تخلص غلا کړی په دی نوم ډیر شریف، عالم، وطندوست کسان تیر شوی دی له هغوی دی هم حیا نده کړی