تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۰ مه) د افغانستان د واکمن رژیم د کورنیو چارو وزارت د یوې نوې لارښوونې له مخې، په افغانستان کې د ډرون کمرو او امنیتي کمرو پر وارداتو او کارونې محدودیتونه لګول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په وینا، له دې وسایلو څخه کار اخیستل یوازې د کورنیو چارو د وزیر په امر یا د رسمي جواز په ترلاسه کولو ممکن دي.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي، عنایتالله ذوالفقار، پرون (یکشنبه) رسنیو ته وویل:
«یوازې هغو کسانو ته د امنیتي او ډرون کمرو د کارولو اجازه ورکول کېږي چې رسمي جواز ولري.»
هغه زیاته کړه چې د هوټلونو مالکین هم که امنیتي کمرې کاروي، باید د کمرو د فعالیت لپاره ځانګړې فورمه ترلاسه کړي. د کمرو د نصب ځای به ارزول کېږي او د یو کلن جواز په بدل کې به ۲۰ زره افغانۍ مالیه ورکوي.
له ډرون څخه د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې یوازې په ځانګړو ځایونو کې د کار اخیستلو اجازه ورکول کېږي، په داسي ځایونو کې چې د بل چا محرمیت زیانمن نه شي.
له بلې خوا د افغانستان او پاکستان د نښتو په لړ کې پاکستان په خپله خاوره کې د ډرون الوتکو پر هرراز الوتنو بندیز ولګاوه.
ذوالفقار وویل چې د دې نوې کړنلارې له مخې، د ډرون کاروونکي نه شي کولای خپلې الوتکې له ځمکې څخه تر لسو مترو لوړې والوزوي.
هغه همداراز ویلي:
«هغه کسان چې پخوا یې هم له ډرونونو کار اخیست، اوس مکلف دي چې جواز ترلاسه کړي. که لازم شرایط ولري، د کارولو اجازه به ورکړل شي، او که نه، د دغو وسایلو د کارولو حق به ونه لري.»
د طالبانو دغه چارواکي ټینګار کړی چې د کورنیو چارو د وزیر او د وزارت د لوړپوړي مرستیال له اجازې پرته د ډرون کمرو او امنیتي کمرو واردول او تولیدول منع دي.
د یادې لارښوونې له مخې، یوټیوبران، د هوټلونو مالکان او نور کسان هم د رسمي جواز له ترلاسه کولو پرته د امنیتي کمرو او ډرونونو د کارولو اجازه نه لري.