دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+کاروان او سوره رحمن| نورکمال ارشاد

کاروان او سوره رحمن| نورکمال ارشاد

سریزه

د پښتو ژبې لۀ پاره د نثر او نظم پۀ ډګر کې تر پخوا اوس

 ډېر بهترین کار شوی دی، خصوصاً دا چې لۀ نورو ژبو څخه ژباړې تر بل هر وخت پۀ اوس کې زیاتې شوې او کېږي.

د ژباړو هڅه پخوا هم شوې ده او پۀ ځانګړي ډول د منظومې ژباړې پیل هم لۀ لرغوني شاعر او لیکوال ابومحمد هاشم سرواني څخه شوی چې د خپل استاد ابن خلاد شعرونه یې ژباړلي او د شعر د یوې برخې ژباړه یې داسې کړې ده:

ژبه هم ښه وینا کاندي چې یې وینه

د خاوند پۀ لاس کې زر او درهمونه

تر دې را وروسته پۀ کلاسیکه دوره کې د ژباړې کار خوشال او اولادې یې پۀ ښۀ ډول تر سره کړی، خوشال خټک هڅه کړې چې مهم مذهبي موضوعات پۀ اسانه او خوندوره ژبه خپلو ساده پښتنو ته وړاندې کړي، لۀ هغې را وروسته هم ځای، ځای د پښتو ادبیاتو پر لمن د ژباړې ګلونه ټومبل شوي دي.

پۀ اوس کې د ژباړې کار خورا چټک روان دی او پښتو ژبه پۀ تېزۍ سره ځان لۀ نورو ژبو سره سیال جوړوي، چې پۀ دې لړ کې هر ډول کتابونه، سیاسي، حقوقي، ټولنیز، فرهنګي، ادبي، اقتصادي، د طب او انجینرۍ اړوند او نورو برخو کې ژباړې کېږي، تر څنګ یې مذهبي متون هم ژباړل کېږي، زموږ دا لنډه څېړنه د قران کریم د سورت( الرحمن)  منظومه ژباړه ده چې د پښتو ژبې ستر معاصر شاعر پیر محمد کاروان تر سره کړې ده.

د دې څېړنې لارښود استاد دوکتور یار زمان منګل دی چې زۀ ور څخه مننه کوم.

*

د الرحمن سورة د قران کریم پنځه پنځوسمه سوره ده چې پۀ مدینه منوره کې نازله شوې ده او ۷۸ مبارک ایتونه لري، د الرحمن سوره پۀ اړه رسول الله ص فرمایلي چې دا د قران کریم ناوې ده.

د الرحمن سوره په بېلابېلو نومونو او لقبونو هم یاده شوې ده چې یو یې (الاء) دی او لقب یې (د قران کریم ناوې) ده.

همدا ډول الرحمن د بښونکي پۀ مانا لۀ اسماءالحسنی څخه دی.

دغه سوره د ښکلو مفاهیمو په اساس د قران کریم ناوې بلل کېږي.

د دې سورت د فضیلت پۀ اړه رسول الله ص فرمایلي دي چې د (الحدید، الرحمن او واقعه) سورتونو قاریان به پۀ جنت الفردوس کې د تل لۀپاره اوسي.

په یو بل روایت کې راغلي دي چې رسول الله ص فرمایلي: څوک چې پۀ رښتیني ایمان سره سورت الرحمن تلاوت کړي، د هغه ناتواني او ضعیفي به خدای ختمه کړي.

 له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت دى چې د سورت الرحمن د فضيلت په اړه يې فرمايلي دي: هغه چا چې دا وليكل او تفسير يې وكړ. له هرې سختې ناروغۍ څخه به خوندي وي.

پۀ همدې ډول د سورت الرحمن ډېر زیات فضایل پۀ احادیثو کې راغلی دي چې د ټولو لیکل نۀ یوازې دا چې زموږ موضوع نۀ ده بلکې لیکنه هم را اوږدوي، غوښتل مې پۀ لنډه توګه د الرحمن سورت پېژندنه راوړم او تر څنګ یې یو څو فضایل هم ذکر کړم ځکه چې دا زموږ د موضوع یو اړخ دی.

*

د پښتو د معاصرې دورې پیاوړي شاعر پیرمحمد کاروان د سورت الرحمن ژباړه پۀ ډېره خوندوره او روانه ژبه تر سره کړې ده چې لۀ دې پخوا یې پښتو ژبه کې هېڅ انډول نۀدی لیدل شوی.

دغه ژباړه که لۀ یوې خوا د الفاظو دقیق او کره مفهوم لري، تر څنګ یې یوه ځانګړې رواني او موسېقیت هم لري چې د لوستلو پۀ وخت کې هم په اسانۍ لوستل کېږي او هم یې لۀ لوستلو بلها، بلها کیف اخیستل کېږي.

د سورت الرحمن په اړه مو مخکې هم وویل چې ټول ۷۸ ایتونه لري او محترم کاروان صیب پۀ ۱۱۷ مسرو کې ژباړلی دی، د مسرو د زیاتوالي علت دا دی چې ځینې ایتونه د مفهوم پۀ اساس یو څۀ لوی دي نو د هغو ایتونو ژباړه په دوه یا درې مسرو کې شوې ده، ځکه که وګورو د عربي ژبې د عروضو مطابق هلته کیمیت مهم دی، یانې کیمیت یې مشخص دی او کومه ستونزه نۀ را منځته کوي خو پښتو ژبه کې بیا د عروضو لۀ مخې شاعري باید پۀ کیفیت کې وشي، که څپه یا خج هم ایخوا او دیخوا شي، د شعر وزن ماتېږي او خوند یې کمېږي، پر همدې اساس کاروان صیب د ځینو ایتونو ژباړه پۀ څو مسرو کې کړې ده، لکه لولو:

(5)  ٱلشَّمۡسُ وَٱلۡقَمَرُ بِحُسۡبَانࣲ

 وَٱلنَّجۡمُ وَٱلشَّجَرُ یَسۡجُدَانِ (6)

ژباړه:

که لمر ده که سپوږمۍ ده

په نظم دي روان

که ستوري دي که ونې

سجدې کا د سبحان

منظومه ژباړه هغه هم لۀ یوې بلې ژبې څخه خورا سخت کار دی، خو د الفاظو دې جادوګر استاد پۀ ډېر ظرافت الفاظ ور ته تراشلي او چېرته چې د وزن د خرابېدو خطر موجود و، هلته یې یو څو زیات موافق الفاظ ور سره غوټه کړي دي:

ایت :

{ وَأَقِیمُوا۟ ٱلۡوَزۡنَ بِٱلۡقِسۡطِ وَلَا تُخۡسِرُوا۟ ٱلۡمِیزَانَ }

[9]

دا ومنئ په ځان

انصاف کوئ په وزن کې نه تله کې تاوان

هواره يې ده ځمکه بس له پاره د انسان

 د الفاظو او مفهوم ښکلا:

لکه مخکې مو چې یادونه وکړه د الفاظو او مفاهیمو لپاره دقیق انډولونه پیدا کړل شوي دي او دا کار پۀ خورا غور سره شوی دی، داسې چې د سورت د ایتونو لفظاً او معناً ښکلا پښتو کې هم پیدا کړي او خدای نا خواسته ځلا لۀ لاسه ور نۀکړي، د مثال پۀ توګه لاندې ایتونه ګورو:

ایتونه:

{ وَٱلۡأَرۡضَ وَضَعَهَا لِلۡأَنَامِ }

[10]

{ فِیهَا فَـٰكِهَةࣱ وَٱلنَّخۡلُ ذَاتُ ٱلۡأَكۡمَامِ }

[11]

{ وَٱلۡحَبُّ ذُو ٱلۡعَصۡفِ وَٱلرَّیۡحَانُ }

[12]

{ فَبِأَیِّ ءَالَاۤءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ }

[13]

په ځمکه کې مېوې دي

خـرماوې يې خوږې دي

رقم، رقم ته ونې

اغــوستې يې څــرمنې

له پاڼو له دانو يې خوشبو کړی دی ريحان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

یا:

جنت کې به وي څانګې څانګې ونې د ښکلا

له سيوري له ميوو به يې خوند اخلي جنتيان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

په دې دوو جنتونوکې به دوې چينې بهيږي

د کيف ډکې اوبه به يې هر چيرې پيدا کيږي

لذت اوبرکت به وي مدام پکې روان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

جنت کې به دا هر ډول مېوه جوړه جوړه وي

خوږوالی به يې حس په دنيا نه وي کوم انسان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

همدا ډول پۀ دې سورت کې یو ایت تر هر یو، دوو یا درو ایتونو وروسته پۀ ټینګار او تکرار سره راغلی دی، چې انسانانو ته لارښوونه کوي چې د خپل خدای ج هېڅ نعمت  څخه انکار نۀ شئ کولی، دغه ایت د انسان ایماني قوت زیاتوي، انسان ته د خدای ج لویي، او لۀ هغه عزوجل څخه ویره مجسموي، دغه ایت ته شاعر ښایسته منظوم بدیل پیدا کړی دی:

ایت:

{ فَبِأَیِّ ءَالَاۤءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ }

[ 32]

منظوم بدیل:

نو کوم نعمت به وګڼې درواغ د رب منان!

رواني:

د سورت الرحمن د منظومې ژباړې پۀ لړ کې شاعر هڅه کړې چې پۀ شعر کې وزن وساتي او هېچېرې ترې کږلېچ یا کړکېچ پیدا نۀ شي چې پۀ دې ډول شاعر خورا پۀ مهارت سره دغه هدف تعقیب کړی دی او دغه منظومه ژباړه یې پۀ پوره روانۍ سره تر سره کړې ده، تر څنگ باید ذکر شي چې ځینې ځایونه وزن مات شوی دی او پۀ لوستلو کې ستونزه پيدا کوي، د خپلې دې ادعا د ثبوت لۀپاره ټوله ژباړه هم شته، خو موږ به یې د مثال پۀ ډول ترې یوه برخه را واخلو.

نازلې به پر تاسو کړمه سرې لمبې د اور

له جوشه خوټېدلي ويلي مس

کومک به مو يو بل ته سره ونه رسي هېڅ

له ويرې به اخته وئ بس ايله په وير د ځان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

چې کله څيري ويري يو ناڅاپه شي آسمان

چې ښکاري لکه ګل سور لوغړن

يا تکه ســره څـــرمن

يا سره له جوشه تېل وي خوټيدونکي د ښوون

پړقيږي له هيبت د لويې ويرې په طوفان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

په داسې يوه ورځ به د ګناه او د نقصان

پوښتنه چېرې نه شي له پيري او له انسان

دا ځکه چې الله ته د دوی هرڅه دي عيان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

دا هم ټوله ژباړه

الله دی مهربان

را زده يې دی قران

پيدا يې دی انسان

قوت يې دی ورکړی د خبرو د بيان

که لمر ده که سپوږمۍ ده

په نظم دي روان

که ستوري دي که ونې

سجدې کا د سبحان

آسمان يې ودرولی او ميزان يې اويزان

دا ځکه چې څوک ونه کا تيری له دې ميزان

دا ومنئ په ځان

انصاف کوئ په وزن کې نه تله کې تاوان

هواره يې ده ځمکه بس له پاره د انسان

په ځمکه کې مېوې دي

خـرماوې يې خوږې دي

نـورې نورې ډېرې ونې

اغــوستې يې څــرمنې

له پاڼو له دانو يې خوشبو کړی دی ريحان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

د خټو له خميره يې جوړ کړی دی انسان

د اور له سرو شغلو يې جوړ پېری په نوم د جان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

مولا د شرق وغرب دی بې له شکه بې ګومان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

دوه لوی سمندرونه يې دي څنګ ترڅنک روان

دوی نه سره ګډيږي او پرده يې ده تر ميان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

راوتي له بحرونو مرواريد دي او مرجان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

روانې يې په بحر کې بېړۍ د غره په شان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

داڅه چې دي موجود پنا کيدونکي دي دا ټول

يوازې به وي پاتې بس الله عظيم الشان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

سمبال چې په وجود دي

که پاس دې په آسمان کې که په ځمکه کې موجود دي

پوښتنه د هر کار کوي له ربه هر زمان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

يه ډلو د پېريانو

ســـره دانسانانو

ډېر ژر به در وزګار شو مونږ حساب ته په يو آن

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

پېريانو انسانانو

که تاسې تښتېدلی شئ له پولو له بريدونو

له ځمکې آسمانونو

نو هلئ منډه واخلئ

خو نه شئ تښتېدلی مګر وتښتئ په توان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

نازلې به پر تاسو کړمه سرې لمبې د اور

له جوشه خوټېدلي ويلي مس

کومک به مو يو بل ته سره ونه رسي هېڅ

له ويرې به اخته وئ بس ايله په وير د ځان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

چې کله څيري ويري يو ناڅاپه شي آسمان

چې ښکاري لکه ګل سور لوغړن

يا تکه ســره څـــرمن

يا سره له جوشه تېل وي خوټيدونکي د ښوون

پړقيږي له هيبت د لويې ويرې په طوفان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

په داسې يوه ورځ به د ګناه او د نقصان

پوښتنه چېرې نه شي له پيري او له انسان

دا ځکه چې الله ته د دوی هرڅه دي عيان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

مجرم به په اسانه له څېرې پېژندل کيږي

له پښو او له ويښتو به په هيبت شي اويزان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

هغوی چې په دنيا کې له دوزخه وو منکر

بس هغه مجرمان به وي دوزخ ته ورروان

يوې خواته به اور وي بلې خواته جوش اوبه

په منځ کې به وي ګير د جوش اوبو او د نيران

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

خو چاچې د الله منلی امر او فرمان

او ځان يې و ساتلی له ګناه او له عصيان

په برخه به يې شي دوه جنتونه عاليشان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

جنت کې به وي څانګې څانګې ونې د ښکلا

له سيوري له ميوو به يې خوند اخلي جنتيان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

په دې دوو جنتونوکې به دوې چينې بهيږي

د کيف ډکې اوبه به يې هر چيرې پيدا کيږي

لذت اوبرکت به وي مدام پکې روان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

جنت کې به دا هر ډول مېوه جوړه جوړه وي

خوږوالی به يې حس په دنيا نه وي کوم انسان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

تکيې د جنتيانوبه وي جوړې له ورېښمو

ميوې يې چې زړه غواړي ور رسيږي به په آن

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

مېرمنې د ښکلا قمرجمالې به پکې وي

د ښکليو حياناکو سترګو والې به پکې وي

پخوا به کوم پيري د دوی جمال نه وي ليدلی

او نه به يې لمن ته لاس ور تېر وي د انسان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

دا ښکلې به ښکاريږي لکه لال اويا مرجان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

جزا د احسان بل څه نه، مګر چې دی احسان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

له دې دوو جنتونو شته نورهم د دوی په شان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

له ډېرې شين والۍ نه به تک تور وي نمايان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

په دې دووجنتونوکې به دوې چينې خوټيږي

يو بېل شانې لذت به وي مدام پکې روان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

مدام به د خرماوو د انارو، وي دوران

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

او حورې به پکې وې ښايسته د ګل په شان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

خېمو کې به وي حورو په حيا پټ کړی ځان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

چې نه به وي لمس کړې کوم پيري يا کوم انسان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

وڅنګ ته به يې ايښي وي ښايسته شنه بالښتونه

په ښکلي فرش به ناستې وي په ډاډ په اطمينان

نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان

دی ډېر برکتي ستا د رب نوم عظيم الشان

څښتن دی د عزت او د جلال او د اکرام

پيرمحمد”کاروان”

پایله او وړاندیزونه

د پایلې پۀ توګه وایو چې موږ لۀ دې وړاندې هم منظومې ژباړې لیدلې دي، خصوصاً دیني او مذهبي متون پۀ لرغونې او کلاسیکه دوره کې ژباړل شوي دي، خو یو لوی انتقاد چې پر  هغوی کېږي دا دی چې دوی هنریت بېخي لۀ پامه غورځولی دی او تشې او وچې خبرې یې ژباړلي دي، بل نقد دا دی چې دوی ټکي پۀ ټکي ژباړه کړې چې دې چارې هم د دوی ژباړه خورا بې خونده کړې ده او لوستونکی یې حتا لوستلو ته زړۀ نۀ ښۀ کوي، یوازېنی شاعر د پښتو ژبې تاج ستر خوشال خټک دی چې د مذهبي ژباړو د ښکلا لۀ پاره یې څۀ ناڅۀ کار کړی او دې چارې ته یې پام کړی، ولې پۀ اوس کې که پام وکړو، د کاروان صیب دا ژباړه لۀ نورو هغو سره ښکاره توپیرونه لري، پۀ دې ژباړه کې د هنریت معراج فتح شوی دی، د الفاظو ښکلا ته پاملرنه شوې ده، مفهوم یې روان او خوندور دی، پۀ ټوله کې ډېر بندښت، کړکېچ او کږلېچ نۀ لري، نو بناءً هم د پایلې او هم د وړاندیز پۀ توګه باید توصیه وکړو چې کچېرې څوک ژباړه ترسره کوي، باید د ستر کاروان پۀ څېر پۀ بهترین او دقیق ډول ور ته پام وکړي او پۀ مطلوبه ژبه کې ور ته انډولونه ومومي، تر څو لۀ یوې خوا مو لوستونکي نۀ وي ازار کړي او لۀ بلې خوا مو ژباړه د مفهوم لۀ اړخه اغېزمنه ثابته شي، خصوصاً د دیني ژباړو لۀ پاره باید یو څۀ خوندور او څۀ ناڅۀ هنري مېتود پۀ پام کې ونیول شي.

څېړنه او تحلیل: د پښتو ادبیاتو ماسټر نورکمال ارشاد

5 COMMENTS

  1. دا لومړی ځل دی چې په دومره قالبي،‌ عاطفي او هنرې ژبې د قرانکریم د یو مبارک سورت ژباړه لولم. رښتیا هم چې منلی او ښاغلی کاروان صیب، د الفاظو،‌ مفاهیمو او جملو د امیلونو تکړه انځور ګر دی.
    ژوند یې له خوندونو او ذهن یې له همداسې رنګینو خیالونو ډک

  2. د کاروان صاحب د شاعری دا برخه چي د احسن الکلام ژباړه پښتو ته وقف شوی ، دا د هغه حدیث شریف مصداق دی چي فرمایی: مسلمان جهاد کوی په ژبه او په توره .
    دا ډیر ښه باب دی چي پښتو شعر او ادب د قرآنکریم د خدمت او ترجمی بڼ ته په معاصر دور کی ور خلاصیږی ،زه دا مبارک قدم کاروان صاحب او مینه والو ته یی مبارکباد تر څنګ د نورو زیاتو بریاوو هیله لرم او د رب ذوالجلال نه دوی ته د نورو زیاتو کامیابیو غوښتنه کوم او خدای ج د وکړی چی کاروان صاحب پاتی مبارک عمر همدی عبادت ، دعوت او قلمی جهاد ته وقف او دا کاروان هم سرمنزل مقصود ته ورلنډ کړی ان شاءالله تعالی. او دا به د پښتو ادب د معراج برخه وی.
    یادونه: زما له نظره د« الفاظو د جادوګر» پر ځای که نور عالیشان او درانه تشبیهات چي لږ ندی وکارول شی موزون به وی ؛دا تشبیه به د خط و خال شاعری کی مروجه وی خو دلته دی بڼ د بلبلو سره نه ښایی امید چي ګستاخی تلقی نشی .

  3. سلامونه او درناوئ
    په رښتیا هم کاروان صاحب پير م. خان ډیر ښایسته نوښت کړی دی او په یاسین او طه دې دوام ورکړي…
    لکه د ناوې چې ښکلي صفتونه وکړې او د وریښمو رنګارنګ پسولونه ورواغوندې!!
    دالفاظو جادوګر پرځای ،د دروند ډاکټر همت په وړاندیز که ( د کلماتو ښکلوونکی !) لقب ورته ووایم څنګه به وي؟!
    دپسرلي ښکلوونکي بیا کړه سینګارونه
    بیا ېې ولونل په غرونو کې لالونه
    … “د پښتو لمړنیو بیتونو څخه ” په بښنه د شاعر نوم ېې امیر کروړ سووري و؟ که ..

  4. د یو څو ټکو بیان:
    ۱ – څو ورځی مخکی یو دوست د تلفونی بانډار په ترڅ کی را ته وویل چی نن ورځ د شاعرانو شمیر تر حد تیر دی، ما ور ته وویل چی تر هغه ځایه چی زه خبر یم شاعران د خپلو احساساتو اسیر او تابع دی او د نن ورځی د وطن حالات دا ایجابوی چی هر وګړی باید شاعر وی او خپل دردونه بیان کړی. اصلاً زموږ د وطن پرونی او نننی او سبانی حالت خپله یو ” شعر ” دی.
    ۲ – د اوریدو څخه کاروان صاحب یو تکړه او پر وطن او خلګو باندی میَن شاعر دی ( البته حقیقی شاعر خو وی هغه کوم چی پر هر څه مَیَن وی بېله خپل پر ځان ).
    ۳ – کاروان صاحب لیکلی دی:
    ” مولا د شرق و غرب دی بی له شکه بی ګومان “.
    《 رب المشرقین و رب المغربین 》.
    تعبیر ئی باید داسی وی ( کاروان صاحب باید داسی لیکلی وای) :
    ” رب دی د مشرقو او مغربو بیله شک او بی ګومان “.
    ۴ – د مشرفَین او مغربَین په عبارت کی یو علمی اعجاز پروت دی هغه دا چی:
    د مځکی د کُرې کُرَویتوب ئی ثابت کړی دی ( که مځکه مسطح او هواره وی – لکه څنګه چی د سعودی اکثره وهابی غُلان مُلایان معتقد دی چی مځکه هواره ده – نو په هغه صورت کی د مشرقین او مغربین عبارت هیڅ مفهوم نلری او همهغه یو مشرق او یو مغرب به وای ). همدا اوس موږ د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کی د مځکی په کُره کی د څو مشرقینو او څو مغربینو شاهدان یو.
    ۵ – سورۀ الرحمن او سورۀ یوسف د قرآن له هغو اوږدو سورتونو څخه ګڼل کیږی کوم چی فقط د یوې ځانګړی او مشخصی موضوع په هکله نازل سوی دی یعنی:
    سورۀ یوسف = د سیدنا یوسف علیه السلام د سرنوشت په هکله بیان + انتباهی مطالب
    سورۀ الرحمن = د کائناتو د خلقت په هکله د ” تعقل ” رسالت او ماموریت او د ایمان ځلا او د ایمان ثمر او نتائج.

  5. محترم ملکزی صاحب، ډاکټر صاحب همت، صافی صاحب او غلام حضرت صاحب، ستاسو ټولو لۀ ښکلو تبصرو مننه، الله دې تاسو خوشاله لري.
    فقط یو وضاحت کوم هغه دا چې دا کوچنۍ لیکنه د یوې وړې څېړنې پۀ څېر د یو سمینار لۀپاره تر سره شوې وه، چې د موقع مناسب ما خپره او تغیراتو ته د اړیتا با وجود مې پۀ کې کوم بدلون را نۀوست.
    ستاسو وړانديزونه تر هغه ځایه چې زما د لیکنې اړوند دي، پۀ سر سترگو، خو د کاروان رح اړوند او دا چې دۀ څۀ ډول کلمات انتخاب کړي دي، ما پۀ لیکنه کې وضاحت ورکړی چې دیني او مذهبي ژباړې چې پخوا پۀ وچو او بې‌خونده الفاظو تر سره کېدې، کاروان د‌ ښایست او جذابیت داسې جامې ور اغوستي چې ساړی نۀلري، که کاروان صاحب ته د دې برخې پیلیز شاعر ووایو، هم بده به نۀوي، ځکه چې دی عادي خبرو ته هم د هنریت کالي ور اغوندي او همېشه هنریت اختراع کوي، یو ځل بیا هم لۀ تاسو مننه، الله مو مه کموه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب