چهارشنبه, نوومبر 20, 2024
Homeخبرونهسویډن او فنلنډ د روسیې د احتمالي حملې لپاره تیاري پیل کړه

سویډن او فنلنډ د روسیې د احتمالي حملې لپاره تیاري پیل کړه

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ یا قوس لومړۍ) د شمالي اروپا دوه هیوادونه، سویډن او فنلنډ، چې له څو لسیزو نظامي بې‌طرفۍ وروسته، پر اوکراین د روسیې له برید سره هممهاله له دې ډاره چې روسیه به پرې حمله وکړي، له ناټو سره یوځای شول.

د سویډن حکومت په یوه کتابچه کې، چې د دوشنبې له ورځې څخه یې خپلو ۵.۲ میلیون اتباعو ته وېش پیل کړي، هغوی هڅوي چې د دې احتمالي وضعیت لپاره ځانونه چمتو کړي.

په ورته وخت کې، د فنلنډ حکومت یوه ویبپاڼه پرانیستې چې د خپلو اتباعو لپاره ورته امنیتي سپارښتنې وړاندې کوي څو د روسیې د احتمالي برید پر مهال تیار اوسي.

سټاکهولم د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴مې نېټې راهیسې، چې د اوکراین جګړه پیل شوه، خپل خلک پر له پسې هڅولي چې روسیې ته د جغرافیایي نژدېوالي له امله، د جګړې د امکان په وړاندې ذهني او لوژیستیکي چمتووالی ولري.

د ۳۲ مخونو کتابچه له ساده انځورونو سره

دغه کتابچه چې  سرلیک یې دی:”که بحران یا جګړه وشوه” د سویډن د ملکي بېړنیو چارو ادارې له خوا خپره شوې، د جګړې، طبیعي پېښو، یا سایبري بریدونو په څېر د بحرانونو لپاره عملي سپارښتنې وړاندې کوي. له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې دا نسخه پنځه ځله تازه او وېشل شوې ده.

دا ۳۲ مخیز سند د ساده د تصویرونو په کارولو سره د دې شمالي هېواد د بیلابیلو ګواښونو وضاحت کوي. د هر ګواښ لپاره یو ځانګړی خبرداری شته: که د خطر زنګ ۳۰ ثانیې غږیږي، بیا ۱۵ ثانیې چوپتیا وي او دا کار د پنځو دقیقو لپاره تکرار شي، نو هېواد د اعظمي خبرداري په حالت کې دی.

دا لارښود په ځانګړې توګه هغه خوراکي توکي او سامانونه لیست کوي چې ذخیره کول یې اړین دي، د هوايي برید په صورت کې د پناه ځای موندلو څرنګوالی تشریح کوي، او دا بیانوي چې د سیمې د تخلیې پر مهال خلک باید څه شیان له ځان سره ولري: اوبه، خواړه، درمل، د بیټرۍ یا لمریزې انرژۍ رادیو، تودې جامې، نغدې پیسې، نقشه، قطب‌نما، مهم اسناد، او نور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب