Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې یوازې په هرو ۲۰ روغتیايي...

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې یوازې په هرو ۲۰ روغتیايي مرکزونو کې یوه د شکر ناروغۍ د تشخیص اسانتیاوې لري

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۲۴ مه) د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د شکر ناروغي په افغانستان کې د روغتیا له مهمو ستونزو څخه ده او د دې ناروغۍ د تشخیص د اسانتیاوو کمښت د خلکو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې ده.

دغه سازمان د شکر ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت له ۴۰ کلونو او تر دې د لوړ عمر لرونکو کسانو غوښتي چې د وینې د شکر د اندازې د معلومولو لپاره روغتیايي مرکز ته ولاړ شي، څو د دې ناروغۍ د جدي پایلو مخه ونیول شي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ادوین سینیزا سلوادور، د شنبې په ورځ، د لړم په ۲۳مه، وویل چې ډېر کسان هغه مهال پوهېږي چې په شکر ناروغۍ اخته دي چې د دې ناروغۍ له امله یې روغتیايي ستونزې پیدا شوې وي.

د شکر ناروغي؛ ډولونه، نښې او مخنیوی | ډاکتر ش میره‌کی

نوموړي د شکر ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د دې ناروغۍ پر وړاندې باید جدي مبارزه وشي.

د هغه په وینا، د شکر ناروغۍ پر وخت تشخیص د سترګو د لید او د پښتورګو د روغتیا په ساتلو کې مرسته کوي او د دې ناروغۍ د جدي اختلاطاتو مخه نیسي.

شکر ناروغي په ټوله نړۍ کې د روغتیا یوه مخ پر پراخېدو ستونزه ده. د ۲۰۲۵ کال د خپرو شویو شمېرو له مخې، په نړۍ کې تر ۸۰۰ میلیونه ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته دي. دا ناروغي د زړه د ناروغیو، د پښتورګو د فعالیت د خرابېدو، ړوندوالي او د بدن د غړو د پرې کېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د شکر ناروغۍ د نړیوال فدراسیون د اټکل له مخې، په افغانستان کې د ۲۰ او ۷۹ کلونو ترمنځ شاوخوا ۱.۹ میلیونه لویان په دې ناروغۍ اخته دي.

د نومبر ۱۴مه هر کال د شکر ناروغۍ د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. د دې ورځې موخه د شکر ناروغۍ، د هغې د خطرونو، د مخنیوي لارو، ژر تشخیص او درملنې ته د لاسرسي په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول دي.

د شکر ناروغۍ، په دې اړه د تازه څېړنو او پرمختګونو په اړه ولولئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...