محمود دروېش یو ځای لیکي: “تنهایي ځوروونکې ده، خو تر هغې خلکو ډېره ښه ده چې خپل وزګار وخت هم په وخت تېري کې حسابوي.”
یوازیتوب مې خوښېږي او د مېټ هېګ دې خبرې لا راخپل کړی چې: “ما هېڅکله داسې ملګری نه دی لیدلی چې د یوازیتوب هومره دې له انسان سره ملګری وي.”
شاید ډېری کسان وزګار ذهن د شیطان ځاله وبولي، خو زه کله ناکله له وزګارتيا ځکه خوند اخلم چې د نورو د ګومان برعکس پکې د مسایلو اړوند فکر رالوېږي. هغه خالیګاوو ته مې پام اوړي چې یوه برخه یې یا ټوله ناسپړلې پاتې وي. ګومان کوم دا هر څه په ناخوداګاه ډول پېښېږي، خو د دې شي لوره یوازې ادب او هنر ماته راکړې ده.
په هر حال، دا ورځې مې حتی مطالعې ته هم چندان لاس نه ورځي، بس بې انګېزې یو کونج ته غلی ناست وم، چورتونه وهم. یو ځای مې اوسنیو ژباړو ته پام شي چې څومره شخصي احساساتو ځپلې وي، کله مې دې اوسنیو شاعرانو شعرونو ته فکر ور واوړي چې د واه، واه او چکچکو تر غبار لاندې یې جعلي فېډبکونه له احساساتو او فکر تش راوباسي، کله مې بیا په اوسنيو داستان نوېسو کې نظر بند شي چې سراسر د لويانو تقليد کوي یا یو مخ په کليشه اي چوکاټونو کې نښتي وي او…
موږ چې حتی د نقد په ډولونو هم برابر نقد کم لرو او زياتره نقدونه مو د نورو منفیاتو تر څنګ پر شخصي نظرونو او خټالوژي لړلي وي، ځکه مو د دې شي اصلي علت ته کم یا له سره بېخي پام شوی نه دی. د دې کمزوریو نور لاملونه به هم وي، خو ما چې دا ورځې څومره رېسرچ وکړ، د دې شي اصلي لامل مې د “دقت” کم شتون حس کړ.
دقت له علمي هڅو او انجینرۍ څخه نیولې تر سوداګریزو تحلیلونو او حتی د ورځنيو فعالیتونو تر شرایطو پورې د یو بنسټیز او اهم اصل په توګه کارېږي. کله چې د یو شي اړوند معلومات راټولوو، مهمه نه ده چې ټول تمرکز مو د معلوماتو په راغونډولو او ډېرولو کې وي، تر دې مهمه دا ده چې له ځانه وپوښتو: دا معلومات څومره د باور وړ دي؟ د معیار اړخونه یې څومره موثق دي؟ معلومات چا او څنګه خپاره کړي دي؟ او…
ارواښاد استاد شپون یوه ورځ ویلي وو چې: “زه د کلمې دقت د هغې تر ښکلا زیات اهم ګڼم او د لنډې کیسې ليکلو پر وخت تل د کلمې دقت ته پاملرنه کوم.”
زه پخپله پر دقت ډېر باور لرم او په ادبياتو په تېره په تخليق کې خو یې بېخي فرض بولم. دقت انسان نقطې نقطې ته متوجه کوي او د يوې فن پارې ښېګڼې او بدګڼې ژر او ښې معلومولی شي. موږ چې شاهکار پنځونې کمې لرو، یوازینی علت یې همدا دې دقت نشتون دی.
په تحقیق کې د دقت ګټه یوازې دا نه ده چې د پایلو د ناسموالي مخه نیسي، بلکې تر دې یې هم ارزښت په دې کې دی چې څېړنه د باوروالي، بیا بیا تکرار او د یوه سم ماخذ خواته ورسره میلان پيدا کوي. څېړنه چې د حقایقو د موندلو پروسه یادېږي، که په بیړه وشي، نه یوازې غلطې پایلې زیږوي، بلکې علمي درغلیو او ناسم فهم ته هم لاره هواروي.
تخليق چې ډېری پنځګرو ته یوازې نوښت ښکاري، ځکه یې د وچ نثر خواته میلان زیات شوی. په تخليق کې که دې دقیق فکر او منظم پلاټ کمی احساس شي، پنځونه ورسره له هنري اړخه پيکه کېږي او کله چې له پنځونې هنر ووځي، په تشو او بې خونده خبرو اوړي.
اوسنۍ نړۍ چې پر ماشین ولاړه ده، انسان یې له مسایلو سره هم احساساتي چلند کوي. نړۍ او کارونه یې ورځ تر بلې د چټکتیا لور ته ځي، ځکه خو د دې نړۍ انسانان هم هر څه په بیړه تر سره کوي. همدا لامل دی چې زموږ د اوسني نسل په څېړنو او تخليق کې ژورتیا کمه تر سترګو کېږي او د ټولنیزو علومو اکثرو کارونو ورسره سطحي لوری پيدا کړی دی. په روزۍ ګټلو پسې سرګرداني او د ذهني ډاډ نشتون یو بل عامل دی چې زموږ د محققینو او هنرمندانو د دقت تقرب یې چپ لور ته ټېل وهلی دی، ځکه خو استاد ښکلی د ذهني ډاډ تر عنوان لاندې مقاله کې یو ځای داسې لیکي: “پخوانو استادانو او څېړونکو چې په خپل مسلک کې کار او فکر کاوه، يو علت يې ذهني ډاډ و. اوسني چې دا ډاډ نه لري، د مسلک په ځاى د ميلونر کېدو خوبونه ګوري. ممکن د اوسنۍ لټۍ او سطحي علمي کارونو تر شا به ګڼ لاملونه وي؛ خو يو لامل يې دا ګڼلى شو.”
پخوانیو څېړونکو او اديبانو چې فکر ته زیات وخت لرلو، حتی پر یو کتاب تبصرې یې هم تر ننه د حیات له ژۍ د کوزېدو کمزوري نه ده حس کړې. زموږ یا دې درېیمې نړۍ نسل له یو خوا د خلکو بې ځایه دادونو د غرور پر پوله ودرول، له بل طرفه یې په شهرت پسې د منډې تنده ورځ تر بلې ډېره شوه او ډېرېږي او له بل لوري بیا نړیوال جال دومره احساساتي او تېز کړل چې حتی د دوه درې لایکونو لپاره به هم د يو شاهکار اثر ژباړه خرابه او بې خونده کوي.
له دې لاملونو ورهاخوا یو بل لامل چې په دې وروستیو کې یې زیات کش و پش پيدا کړی، هغه د کتاب لوستونکو پر ځای، له هغه سره د عکس اخیستونکو او پېرودونکو ډېرښت دی. زه نه وايم چې کتاب اخیستونکي به لوستونکي بېخي نه وي، لوستونکي شاید ټول وي، خو ښه لوستونکي پکې کم دي. دا لامل مې ځکه دلته ياد کړ چې زموږ ډېر لوستونکي پر کتاب تبصرې هم لیکي او دا تبصرې اکثره د لوستونکي پر خپل شخصي لید او خټالوژي ولاړې وي، حال دا چې په څېړنه او نقد کې مستندوالی مهم نقش لري او معمولاً د ادبیاتو څېړونکي ته موږ د ادبیاتو د عالم لقب ورکولی شو او کله چې عالم بې منطقه خبرې کوي، ټول تحقيق یې ورسره بې مستنده او ناچله کېږي. له کتاب سره د عکس اخیستل بد کار نه دی، خو دغه ډول کسان اکثره بیا په پټو سترګو د کتاب هره خبره مني او په پای کې پرې د خپلې تبصرې لوره هم پر فېسبوک او احساساتي ځوانانو کوي. دوی ته دې وویل شي چې دا ډول لوستنه او تبصره دواړه بې دقته شوي، ځکه نو دا خبره دروغ نه ده چې: په کومه ټولنه کې چې له کتاب سره عکس اخیستونکي تر لوستونکو ډېر وي، نو پوه شه چې نور حقایق هم پکې د سراب بڼه خپلوي.
په ټوله کې ویلی شو چې: دقت په ادبیاتو په تېره په تحقیق و تخليق کې د روح په څېر اهمیت لري او کله چې د اشياوو روان نه وي، فزیکي جوړښت يې هم په بې معنا او تشه ماده باندې بدلېږي.
“په ادبیاتو کې دقت” د حفیظ الله بشارت له خوا یو خورا ارزښتناک اثر دی، چې نه یوازې د ژبې د کارونې باریکیو ته اشاره کوي، بلکې لوستونکي ته دا زدهکړه ورکوي چې الفاظ څنګه د فکر او احساس ښکلا او ژورتیا منعکس کولی شي. دا لیکنه د ادب مینهوالو لپاره یوه ښکلې لارښوونه ده، چې د ژبني احتیاط او د بیان ښکلا تر منځ اړیکه روښانه کوي.