تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۱مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د ده په اند ایران د دې لپاره د پوځي اقدام مخه ونیسي، غواړي هوکړه وکړي او دا یې هم وویل چې تهران ته یې یو پټ ضربالاجل ټاکلی دی۔
هغه د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې (بهمن) په ۱۰مه په سپینه ماڼۍ کې په خپل کاري دفتر کې خبریالانو ته وویل: «زه دا ویلی شم چې هغوی غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي.»
کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا ده کوم ضربالاجل ټاکلی دی که نه، نو هغه ځواب ورکړ: «هو، ما ټاکلی دی»، او زیاته یې کړه چې «دا چې هغه ضربالاجل دقیقاً څه دی، دا یوازې هغوی پخپله په دقیق ډول پوهېږي.»
د امریکا ولسمشر همداراز اعلان وکړ چې هغه «بحري ځواک» چې دا مهال د ایران په لور روان دی، تر هغې قوې هم لوی دی چې ده د وینزویلا د مشر د نسکورولو لپاره استولې وه۔
ډونالډ ټرمپ په دې اړه وویل: «همدا اوس زموږ یو لوی بحري ځواک… د ایران پر لور روان دی؛ حتی له هغې قوې هم لوی چې موږ په وینزویلا کې لرله.»
هغه زیاته کړه: «زه هیله لرم چې یوې هوکړې ته ورسېږو. که هوکړه وشي، ښه به وي، او که هوکړه و نه شي، نو بیا به ووینو چې څه پېښېږي.»
د سيبياېس شبکې یوه خبریال د پنجشنبې په شپه، د سلواغې (دلوې) په ۹مه، په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې ولیکل چې ټرمپ «په وروستیو څو ورځو کې» له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي او نورې خبرې به هم وشي۔
د امریکا ولسمشر د همدې خبریال یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «ما هغوی ته دوه خبرې وکړې؛ لومړی دا چې اتومي وسلې به نه وي، هېڅ اتومي وسله؛ او دوهم دا چې د معترضانو وژل بند کړئ… هغوی باید اقدام وکړي.»
ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ایران حکومت، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ګډون، دا رد کړې ده چې له امریکا سره کوم تماسونه یا خبرې اترې شوې دي، او وایي چې د دواړو لورو ترمنځ هېڅ ډول مذاکرات نه دي شوي۔