تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د پاکستان د حکومت په پورونو کې د یوه کال په موده کې ۶ زره او ۲۰۰ میلیارده روپۍ زیاتوالی ثبت شوی دی.
د پاکستان د یوه خصوصي تلوېزیون د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه د پاکستان د حکومت د پورونو اندازه ۹۰.۹۸ ټریلیونه روپیو ته رسېدلې ده. د دغه هېواد د مالیې وزارت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جون تر پایه د حکومت ټول پورونه ۸۴.۸ ټریلیونه روپۍ وو.
د راپور له مخې، په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د پورونو اندازه د پام وړ لوړه شوې او ۹۰.۹۸ ټریلیون روپیو ته رسېدلې ده.
په دې توګه، د یوه کال په موده کې د پاکستان د حکومت پورونه ټولټال ۶.۲ ټریلیون روپۍ، یعنې ۶ زره او ۲۰۰ میلیارده روپۍ زیات شوي دي.
د پاکستان د مالیې وزارت د ۲۰۲۷ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ مالي دورې لپاره د پورونو د دوام په اړه په خپله ارزونه کې هم د دغو شمېرو جزییات خپاره کړي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه د حکومت د ټولو پورونو او هغو پورونو ارزښت چې حکومت یې ضمانت کړی، ۹۰.۹۸ ټریلیون روپیو ته رسېده؛ په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دغه اندازه ۸۴.۸ ټریلیون روپۍ وه.
له بلې خوا، د حکومت د پورونو له زیاتوالي سره سره، د پاکستان د ناخالصو پورونو او ناخالص کورني تولید (GDP) ترمنځ تناسب راټیټ شوی او ۷۲ سلنې ته رسېدلی دی.