د طوفان مور يو ځل بيا
سفارت کي هر څه د تيارسي په حالت کي وه. د خاص استازي پر مخ نه معلومېده، چي ډېر خوشحاله دئ، که خوابدی. ځکه کله به ئې ډېر خندل او کله به يو ناڅاپه له قهره ډک سو. اضطراري غونډه رابلل سوې وه. سفير او نور ټول حاضر وه.
خاص استازي په قهر وويل: هر څه خلاص سول. زما جوړ کړی نظام پای ته ورنږدې سوى. له دې سړي سره هيڅ نه کېږي. پلان بي ته ځو. موقته اداره او هر څه بې نتيجې دي او په موږ پوري اړه نه لري. د قضيې اصلي طرف، چي طالبان دي، زموږ سره توافق لري. حکومت مهم نه دئ، مګر پلان بي بايد په سمه توګه عملي سي.
د پلان بي ترتيب له سفير سره دئ. دی به ئې تاسي ته وړاندي کړي، چي د هر چا مسؤليت معلوم سي.
سفير غاړه تازه کړل، بيا ئې وويل: اصلي خبره د بي پلان دا ده، چي د اوس له پاره طالبان خپل مستقل سرپرست حکومت جوړوي. جمهور رئيس او ټيم ئې متعهد نه دي، چي توافقات سر ته ورسوي، نو موږ له خپل نوي متعهدينو (طالبانو) سره مخ ته ځو. مګر احتياط، دقت او ټينګ څار ته اړتيا سته. ځکه دوی نور هغه ساده او سيده خلک نه دي؛ پر سل لاسه سل نوري يارانې هم لري.
اوله خبره دا ده، چي نور هر ډول نظامي ملاتړ پای ته رسېدلی او غير مستقيم کوښښ وکړئ، چي نظامي ملاتړ او موجوده تسهيلات نوي همکارانو ته، چي نور به په واک کي وي؛ وسپارل سي. ولايتونه ټوله يو په يوه طالبان نيسي. مزاحمت مه ورته کوئ. کابل مستثناء دئ. دلته کېدای سي، يو دوې هفتې تم سو.
د تخليې له پاره اووه زره نوي سرتېري راځي. په دغه جريان کي هغه خوندي ځايونه، چي په ليري پرتو نقطو او مځکه لاندي جوړ سوي دي؛ خوندي پاته کېږي او د تړون له مخي نوی حکومت هلته مداخله نه کوي او ځان ناخبره نيسي. خو د دغه اهدافو د ښه خونديتوب په خاطر قوتونه په ملکي حالت اوړي او نظامي ماموريت پای ته رسيږي. خو دغه ملکيان هم ټوله نظاميان دي، مګر په ملکي ماموريت کي، چي د اړتيا په وخت کي بيرته نظامي کېدلای هم سي.
تخليه لومړی له خپلو اتباعو او هغه همکارانو څخه پيلوو، چي زموږ سره مستقيم يا غير مستقيم راسره وه. هغوی چي شکمن دي يوه ځاى ته انتقاليږي. هغوی چي لږ ډېر کار ته اړتيا لري، بل ځاى ته او هغوی چي عاجل دي؛ قطر او دوحې ته انتقاليږي.
صفري قوتونه، چي زموږ خپل ځواک دئ، په سيمو کي د اهدافو له بشپړولو وروسته ټوله، چي پنځه ويشت زره کسه کېږي او سل زره تنه کورنۍ ئې ټول ټکساس ته مستقيم انتقاليږي. له هغه ځايه نوي ماموريتونو ته شايد په کار سي. يوکراين او فلسطين کېدای سي، دوی ته اړتيا ولري.
له درې ډاټا مرکزونو دفاع وزارت، زموږ سفارت او ستر محکمې څخه هغه اسناد ټول کړئ، چي زموږ په ضرر دي او يا ئې هم انتقال کړئ.
هغه لويه ډله افغانان، چي په تېر شل کاله کي ئې زدهکړي ليدلي؛ جرمني، يې د اخيستلو زيمه اخيستې، کاناډا هم غواړي هغه خلک ور خپل کړي، چي له دوی سره ئې ماموريتونه کړي دي. د حکومت کومنډيانو ته وخته لندن دانه پاشلې ده. نور سپورټ ټيمونه او نوري ډلي هم بېلابېلو حکومتونو منلي. زموږ د پلان له مخي دلته هغه کسان بايد پاته نه سي، چي مزاحمت ايجاد کړي.
فکري خلکو ته بايد له يوې خوا زمينه برابره سي، چي د دوحې او بلي خوا فشار وارد سي، چي مجبور سي؛ ووځي. قطر د اوس له پاره زموږ ماموريت مخ ته وړي او په سيمه کي زموږ نوی نماينده دئ. موږ به چاري له اسلام اباد او دوحې څخه مستقيمي څارو. نور دلته ماموريت پای ته رسېدلی دئ.
داسي ښکاري، چي طوفان را ورسېدی او هر څه بدل سوه. ځکه طوفان جوړوونکو طوفان را پرېښود او جوړ کړل سوی طوفان په غرغنډو را والوتی.
او بالاخره طوفان
بالاخره طوفان را ورسېدی او يو سربلنده ملت يو ستړی ملت ئې په داسي حال کي تر ستوني تېر کړی، چي د ملت مشر او قران اخيستی، له خپلي چوکۍ او خبري پر شا نه سو. همېشه به ئې ويل، زه باعزته سوله غواړم. مګر نه ئې بې عزته سوله وکړه او نه باعزته جګړه. بلکي يوه بې عزته تېښته ئې وکړه، چي ملت او مملکت ئې د طوفان ګېډي ته ور ټېله کړئ.
طوفان چي ګړندی سو، هر څه د لوېدلو په لور سول. خو لومړی مسؤل کس له ځانه هم نه وو خبر. د کيسې دا برخه د طوفان وروستۍ پنځلس ورځي ساعت په ساعت وړاندي کوي او په دې ورځو کي د طوفان په وړاندي د لومړي کس په تمرکز هر څه وړاندي کوي.
د اسد لسمه
کله چي يو ملک بحران ته روان وي، د هغه ملک حکومت شپه او ورځ نه لري. لومړی کس په ټوله انرژي د شپې او ورځي لګيا وي، چي ملک له بحرانه وباسي. د ملک لومړی کس، چي همېشه ئې د اتلس ساعته کار ادعا کول؛ په دې ورځ تر نورو ورځو ډېر بېغمه وو.
معمولاً د ارګ کاري ورځ له شپږ نيمو بجو پيليږي. مګر نن د معمول خلاف تر اته نيمو بجو په اجنډا کي هيڅ څه نه سته. پر اته نيمو بجو له لوی درستيز او د ملي امنيت له سلاکار سره ناسته لري. لوی درستيز، چي جګ لوړ او د غټو برېتو او عجبه نظامي قوارې جنرال دئ؛ په چټکو ګامونو سلام خانې ماڼۍ ته ننوځي. په انتظارخانه کي منتظر دئ. وروسته سکرټر راځي او دننه ئې بولي.
جنرال له ننوتو سره سم عسکري سلام وهي. وروسته د جمهور رئيس په اشاره کښېني. جمهور رئيس د وضعيت پوښتنه کوي. جنرال په چټکۍ خبري پيلوي. داسي معلومېږي لکه بېړه چي يې وي. د ملي امنيت سلاکار بد بد ورته ګوري. دی پوهېږي، چي مخکي ئې ښه غيبت سوی دئ. د هغه په کيسه کي نه کېږي او راپور وړاندي کوي: رئيس صاحب محترم، په درې نقاطو کي شديده جګړه لرم. هلمند ئې تر ټولو جنګي حالت کي دئ. زيات تلفات هم موږ ته اوښتي، هم دښمن ته. خو قوتونو هيڅ شا ته تګ نه دئ کړی. هرات کي هم جګړه شديده سوې ده. ځواکونه د تورن صاحب په مشري جنګېږي او په کندهار کي هم اولسي حرکت او هم پخواني سياستوال يوځای په دفاعي حالت کي دي. مګر زموږ ستونزه له امنيت شورا سره ده. موږ نه پوهېږو؛ جګړه موږ رهبري کوو، که دوی؟ لوی درستيز زه يم، مګر ځواکونو ته د جنګ او نه جنګ، د شا ته تګ او منطقې پرېښولو امر د دوی له خوا ورځي. هرات ته اکمالات نه دي ورکړل سوي. له کندهار او هلمند سره خو دوی له وخته معامله کړې ده.
په دې وخت کي د امنيت د شورا سلاکار په ډېر بد رکم مداخله وکړل. ول: ته سرتېری يې، په سياست نه پوهېږې. دا سياسي حالت دئ. موږ سياسي مجبوريتونه لرو.
د لوی درستيز عصاب خراب سول، ول: ستا مسلک نه سياست دئ، نه جنګ. زما پر ميدان سلګونه شهيدان پراته دي. جګړه کور په کور روانه ده، ته سياست راته کوې. دا د کمپيوټر پروګرام نه دئ، بلکي جګړه ده. مرمۍ اوري او دښمن ته مځکه او اسلحه پرېښول د ناموس پرېښول دي. او ستا دفتر زما سرتېرو ته د سنګر او اسلحې د پرېښولو زنګونه وهي.
اوازونه لوړ سول. جمهور رئيس د همېشني عادت پر اساس چغه کړل. دوه درې بد ښکنځل ئې وکړل او وروسته ئې لوی درستيز ته مخ کړی. ول: نظامي چاري ټولي امنيت شورا سلاکار ته سپارل سوي. هغسي وکړه، چي دی وايي. نور دي نه شکايت ووينم، نه تا. زه مصروف يم. که طرحه لرې، راوړه.
لوی درستيز ورته وويل: زما سره طرحه نه، طرحي سته. جنګ زما دنده ده، نو ته جنګي په جنګ کي د کمپيوټر د متخصص تر امر څنګه لاندي کوې؟
رئيس جمهور په قهر وويل: همدا دي جهالت دئ. په يويشتمه پېړۍ کي د تکنالوژۍ په اهميت نه پوهېږې. طرحي دي امنيت شورا ته وسپاره او نن درې نيمي بجو وروسته د شهيدانو د کورنيو سره خپله خبري کوم. ته خلاص يې. ورځه.
لوی درستيز لکه مات سوی فوج، لکه بايلونکی مبارز مات مات له ماڼۍ ووتی او د امنيت شورا مشاور خپله سره نيکټايي سمه کړه. د قهوې ګيلاس ئې ور پورته کړی. تر ژبه لاندي يې په فاتحانه اندازه وويل: د سپي زو، بيا ښور وخوره.
له هغه ځايه سيده د کابينې د غونډي په لور وخوځېدل. په اجنډا کي د سولي او جنګ په اړه هيڅ څه نه وه. دفاع وزير د جلسې له پيل سره سم وويل، چي حالت بحراني دئ. جګړه بايد بحث کړو. د امنيت د شورا مشاور وويل: هر څه زموږ په کنټرول کي دي، تشويش مه کوئ.
د ملي امنيت رئيس ځان ته په زور جرئت ورکړی، ول: رئيس صاحب، وضعيت له لاسه وځي. پر امنيت بايد وږغېږو.
په دې وخت کي رئيس جمهور په قهر سو، ول: شرم په کار دئ. زه فکر کوم، د مکتب په کوم صنف کي ناست يم. لږ احترام او اداره زده کړئ. اجنډا مو مخ ته پرته ده، د همهغه پر اساس مخ ته ځو. د بانک رئيس صاحب موضوع له تاسو پيليږي. د اى ټي ايم کارډونو موضوع څنګه سوه؟ زه غواړم، زه او بي بي ګل له هر چا وړاندي کارډونه واخلو.
وروسته نوري خبري هم زياتي وسوې. نهه څلوېښت کسان ټول حاضر ول، خو بيا هم تر اخيره نه پر سوله او نه پر جنګ بحث سوی دئ.
د کابيني له ناستي وروسته د امنيت شورا مشاور او اداره امور رئيس دواړه د جمهور رئيس په دفتر کي ناست وه. جمهور رئيس په ډېر قهر دواړه مخاطب کړل، چي ما تاسي دوه څه شي ته مقرر کړي ياست. اداري او ملکي کارونه د اداره امور د رئيس پر اوږه دي او نظامي د امنيت شورا. ما ته ولي بايد جنجالي موضوعات راوړی. ښه پوهېږی، چي زه پر څونه مهمو طرحو کار کوم. بيا ئې په چغه وويل: هغه دوه د سپي زامن د رئيس دفتر او رسنيو مسؤلان ژر را وغواړئ.
په دې وخت کي عاجلتاً دواړه راوستل سول. جمهور رئيس په قهر رئيس دفتر ته وويل: اول خو سم په دې کوچ کي کښېنه. تر اوسه دي د کښېنستلو ادب نه کړی زده او بل دا چای په داسي سور مه څښه. لږ نزاکت مراعت کړه. دوهم د جنګ اړوند هر بحث او موضوع چي راځي؛ امنيت شورا سلاکار ته د ملکي مسائلو موضوعات اداره امور ته او د سولي اړوند د سولي وزير ته استوه. بوديجوي، پرمختيايي او د طرحو اړوند موضوعات زما دفتر ته استوه او د رسنيو مسؤل تاسي هم همداسي کوئ. نور نو ځئ، چي زه نور کارونه لرم. هغه د امنيت هلکی يو ځل ما ته راولئ.
رئيس دفتر او د رسنيو مسؤل ووتی. د امنيت د رئيس له راننوتو سره سم جمهور رئيس وويل: ما تاسي ته سل ځله ويلي، چي د امنيتي مسائلو په اړه خپله مه ګډېږه. زما د ملي امنيت مشاور او د مذاکراتي ټيم اوسني رئيس ته معلومات او راپورونه ورکوه. نور دي په کابينې مجلس کي بړينګ وا نه ورم؛ ورځه.
له دغو ناستو وروسته جمهور رئيس خپل خصوصي استراحت ځای ته ولاړی. پر درې بجې او پنځه لس دقيقې د شهيدانو سوو سرتېرو له کورنيو سره خبري وسوې. له وعدو وروسته چي زرګونه ځله سوي وې، د ويډيو کليپونه په فيسبوکپاڼو او رسنيو کي خپاره سول. مګر د وعدو سوو مرستو رسول خو پرېږده، د شهيدانو مړي لا چا تر کورونو و نه رسول.
پر پنځه بجې د کوچيانو استازي راغلي وه. لومړی خو ئې د ارګ په دروازه کي د تلاشۍ پر مهال د لنګوټو د اخيستلو او د محرمو ځايونو د تلاشۍ پر سر جنګ وسو. وروسته چي جمهور رئيس ته کښېنستل او ورته وئې ويل، چي موږ هم کوچيان يو، ته هم کوچی يې. زړه مو در بد دئ، چي د هغه په دار سوي کوچي په څېر بده پېښه درسره و نه سي. موږ راغلي يو، چي له تا واورو، چي څه خدمت درته کولای سو.
جمهور رئيس خو اول ورته وويل، چي زه کوچی نه يم. آن تخلص مي لا له همدې امله بدل کړی. زما سره ډېري ښې طرحي دي. قوم ته نه، بلکي طرحو ته اړتيا ده. قومي مشرانو يو بل ته وکتل او بې له خدای پاماني او پايلي غونډه پای ته ورسېدل.
شپږ بجې بله ناسته وه او جمهور رئيس پارلمان ته د يوې وينا وړاندي کولو، (چي دی د دې هر وخت شوقي وو)؛ امادهګي نيول. په دې ناسته کي ټوله خبره دا وه، چي څنګه پارلمان ته يوه تاريخي وينا ورکول سي، چي پارلمان د ده له موقفه ملاتړ وکړي.
اووه بجې ئې د کابينې د ډيجټل کولو لومړۍ ناسته وکړه او دا ئې لويه لاس ته راوړنه بلل، چي جلسات نور په انلاين توګه ونيسي. ولي پر دې هيڅ بحث و نه سو، چي په جلساتو کي اوليتونه څه شي دي.
د طوفان غرږی وو. د هلمند ډېري ساحې د طالبانو لاس ته لوېدلي وې. په لښکرګاه ښار کي پر له پسې بمبارۍ شروع وې او هلمند په وينو رنګ وو. په هرات کي ډېري اولسوالۍ په بشپړه توګه او ځيني نيمي طالبانو نيولي وې. تورن، چي د اولسي قوتونو قومنده ئې په لاس کي وه؛ جمهور رئيس تورناوه، چي د جګړې اکمالات نه ورکوي. مازديګر ته ګذاره هم طالبانو ونيول او د يوناما ځيني کارمندان هم د جګړې له شدته زخميان وه.
په کندهار کي هم جګړې سخت شدت اخيستی وو او د دفاع وزارت د زيات شمېر مخالفينو د وژلو ادعا کول او طوفان همداسي په څرخ را روان وو.
د اسد يوولسمه
هغه ورځ، چي هر څه ئې وپاشل. هغه بيانيه، چي ټول باورونه ئې ختم کړل. هغه غونډه، چي ټولو ته ئې ثابته کړه، چي واک نه پرېږدي؛ که په هر قيمت وي.
نن د اسد يوولسمه وه. معمولاً په دغه ورځو کي هوا ډېره ګرمه وي. جمهور رئيس پر اته نيمي بجې د امنيت شورا له سلاکار سره يوځای د افغانستان بانک ته ولاړی، چي د اې ټي ايم ماشين پروسه پيل کړي. وطن د تباهۍ پر اوږو سپور وو. د مسلحو قواوو سراعلی قومندان د مسلحو قواوو پر ځای د پيسو په ډيجيټلي کولو بوخت وو. فراه، نيمروز، کندهار، بغلان، هلمند او هرات کي سخته جګړه روانه وه او سراعلی قومندان د جنګ د نخشې پر ځای د بانک دروازې ته ولاړ وو. له هغه ځايه د پارلمان قصر ته ولاړی. هلته دواړه مجلسه يوځای راټول سوي وه او جمهور رئيس غوښتل، خپل دريځ اعلان کړي.
که څه هم بيانيه په ډېر عالمانه طرز او لوړ ادبي انداز ليکل سوې وه، مګر د ده د خبرو له طرز سره بالکل په ټکر کي وه. که څه هم دا بيانيه د جنګ اعلان او د سولي مقاطعه وه، مګر جمهور رئيس د پخوا خلاف په ډېره کږه غاړه او ماته خوله وړاندي کړه. په خبرو او حاضرينو کي تناقض وو. په بيانيه کي ليکل سوي خبري روان حالت او د جمهور رئيس سره مجلس ته راغلي خلک ډېر په تناقض کي وه.
د جمهور رئيس د نن رويه تر پخوانيو ډېره متفاوته وه. پخوا به هغه پارلمان ته سخت په غوصه او قهر راتلی او د خبرو طرز به ئې همېشه ډېر تند وو. مګر د نن بيانيه د ماهئيت له لحاظه د جنګ اعلان وو، مګر د وړاندي کولو طرز ئې ډېر نرم، مات او په نه زړه وو. هغه همېشنی طرز، چي جمهور رئيس به درلودی؛ نن نه وو.
په داسي حال کي چي امريکا مشکلات له طالبانو سره خلاص کړي وه او خبره بين الافغاني مذکراتو ته ولاړه وه؛ مګر په همدې بيانيه کي سوله بې معنا اعلان سول او طالبان نه اصلاح کېدونکي متجاوزين او بايد ټول ووژل سي؛ اعلان سول. جمهور رئيس حتی هغه خلک، چي د سولي خبري ئې کولې؛ ماکرين او دسيسهبازان وبلل او جالبه دا وه، چي مخالفين خوارج او نامسلمانه وبلل سول او سولي ته وروستی اميد هم خاموشه سو.
د جګړې اعلان وسو، مګر مخالفين قوي سمبال او پياوړي وبلل او خپل قوتونه ئې پاشلي وبلل. له بلي خوا ئې رهبران رهزنان، غله او باج اخيستونکي وبلل او اختار ئې ورکړی. له بلي خوا ئې همهغه د بندرونو باج اخيستونکي او رهبران او قاچاقبرانو ته د جنګ د رهبري کولو دنده وسپارل او هغوی د مردمي قوتونو په نوم د امنيت شورا د دفتر تر رهبرۍ لاندي د هر ډول امکاناتو په درلودلو سره مسؤل قوتونه ياد کړل.
بيا ئې د حکومت ټول سياسي مخالفين دښمنان وبلل او ټولو ته ئې اختارونه ورکړل.
په شپږ مياشتي کي ئې د جګړې ګټل حتمي وبلل. له دې ناخبره، چي په ديارلس ورځي کي به هر څه هيڅ سي. د بهرنيانو هر ډول ملاتړ ئې ډاډمن وبلی، مګر بيرته ئې په افتخار اعلان کړل، چي بهرنيان ټول وځي او دا زما لاس ته راوړنه ده.
مدني فعالان، رسنۍ او نور ټول فعالان ئې يو ځل طالبان وبلل او بيرته ئې خپل ملاتړي. مګر کله چي خبري د بيانيې اخير ته راغلې؛ کيسه ئې خرابه کړه. پرېکړه ئې تاريخ ته يووړه او تاريخ ته بحثونه هغه وخت حواله کېږي، چي نور هر څه ختم دي او ده په دې کار اخيري مېخ ټکواهه او تابوت ئې تيار کړی، چي تور او سپين به تاريخ معلوموي.
جمهور رئيس او سياسون په بيانيو او د جګړې په اعلانولو مصروف وه، خو په هرات، هلمند، کندهار، کنړ او نورو سيمو کي عملاً شديده جګړه روانه وه. يواځي په هرات کي سل نظاميان او د اولسي پاڅون جنګيالان شهيدان وه. په کنړ کي نږدې اووه سوه کورنۍ بې ځايه سوي وې او دفاع وزارت اعلان وکړی، چي په تېره يوه ورځ کي ئې په پنځلسو ولايتونو کي څلور سوه پنځه پنځوس طالبان وژلي دي. دوی جګړې اعلانولې، مګر د رواني جګړې د مهارولو او درولو ظرفيت او توان دواړه ئې نه درلودل.
د اسد دوولسمه
د جګړې څپه تېزېږي. په حيرانوونکې توګه مخالفينو ته سيمي ور پرېښول کېږي او له هغو سره عام خلک، چي نور باورمند دي؛ دوی ګټونکي دي؛ يوځای کېږي. د اسلحو امبارونه او ګدامونه ور خلاص دي. زندانونه ماتوي او جګړې ته تازه دمه قوتونه پر له پسې رسېږي.
د اور لمبې دي. هرات کاملاً محاصره دئ. له دې ښاره د پخواني جميعتي قومندان تورن، چي د اولسي پاڅون مشر دئ او نورو ډلو ويډيوګاني خپرېږي، چي په منډو دي. د يوه سپين ږيري عکس په ټولنيزو رسنيو کي لاس پر لاس کېږي، چي د سقيل يا ماشيندار (پيکا) سره کښته او پورته کېږي او په سنګر کي ناست دئ.
په هلمند کي پر له پسې ډزي اورېدل کېږي. کله کله لويي چاودني وسي، بيا طيارې راسي، بمونه وغورځوي.
په ارګ کي تر نهو بجو امنيتي راپورونه واورول سول. رئيس جمهور د پلان سره سم يواځي راپورونه اوري. هيڅ علاقمند نه دئ. د مسلحو قواوو په اړه اصلاً څه ووايي، يا وکړي او له رويې يې ښکاري، چي په هر څه پوه دئ، خو ځان تېروي.
په دغو ورځو کي چي د هيواد په ټولو برخو کي اور بل دئ، د جمهور رئيس ليدني له تجارتي چوکاټ او تر شپږو نورو محدودو نه راوځي، ځکه دغه کسانو ټولي ارګ ته غځېدلي لاري ځان ته محدودي کړي او هر څه ئې پر ځان تمامه کړې. د دې پر ځای، چي خلک خپل نظريات، خواهشات او لاري مستقيم رئيس جمهور ته ورسوي؛ دغه خلک يې تر منځ حايل دي او يواځي هغه خبري او کسان رسوي، چي دوی غواړي او جمهور رئيس له دغه حالته چندان ډېر خوابدی نه دئ. داسي معلومېږي، چي دی همدا غواړي. هغه د ورځي په اوږدو کي په هرات کي له خپلو کارمنانو سره تشريفاتي خبري وکړې. خو له هراته ښه خبرونه نه راځي.
په دې ورځ جمهور رئيس د رسنيو له مسؤل، د امنيت شورا سلاکار، د اداره امور له رئيس، د شمالي ايتلاف له پخواني مرستيال؛ يوه تن تاجر، د سولي د عالي شورا له مرستيال او د اداري اصلاحاتو د کمېسون له رئيس سره ليدلي دي. په دغه سخته جنګي ورځ له هيڅ نظامي او جنګي ارګان يا کس سره ليدل نه دي سوي.
په کومه ورځ چي حکومت غرقېدو ته روان دئ او نظامي حالت حاکم دئ؛ جمهور رئيس د ورځي تر اخيره د حکومت د کارمنانو د معاشاتو په الکترونيکي کولو بوخت وو. د شپې نهه بجې له درو نامطلوب کسانو سره شخصي ليدني درلودلې او د امريکا له سفر وروسته د هغه ورځنی کار دا وو؛ که چيري امريکا پر پاته کېدو قانع کړي او پر له پسې کوښښ کوي، له يوه او بل امريکايي لوري سره خبري وکړي. مګر هغو خپل تصميم نيولی، هر څه خلاص دي. په دې ماښام هم هغه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره تليفوني مذاکره درلوده، چي ښه نتيجه ئې نه درلودل.
د هلمند جګړه په دغه ورځ خپل اوج ته ورسېدل. بين الملل سازمان اعلان وکړی، چي نن يواځي په لښکرګاه کي څلوېښت تنه شهيدان دي او د هلمند د جنګ قومندان په رسمي توګه اعلان وکړئ په هلمند کي د جنګ له ساحې ووځئ. موږ ئې له طالبانو سره معلوموو. او جالبه دا وه، چي د طالبانو د جګړې قومنده د هغه تبادله سوي طالب قومندان پر غاړه وه، چي همدې حکومتي قومندان څو ورځي وړاندي نيولی وو او تازه بيرته ازاد سوی وو او په مخابرو کي ئې يو او بل ته ښکنځل تبادله کول. بيخي مخامخ او لاس په لستوڼي جګړه روانه وه.
د بين الملل سازمان په دې ورځ په ټوله افغانستان کي بد وضعيت اعلان کړی. حالت کرار کرار سختېدل او ملت کرار کرار غرقېدی.