استاد محمد معصوم هوتک||
شپانه په اصلي معناهغه چاته ویل کیږي چي د غېلو رمې پیایي. دغه سړي ته شپون هم وایي. په پخوانیو متونو کي ئې شپنیان سره تصنیف کړي دي. د څارویو له نامه سره ئې د (به) سوفیکس په یوځای کولو نوي کلمات جوړول او هغه داسي:څوک چي وزې پیایي، (اوزبه) یا (وزبه) ئې بولي او څوک چي اوښي پیايي، (اوښبه) ئې بولي. په کندهارکي هغه څوک چي دغواوو او غویو گورم پیایي، گوروان ئې بولي، هغه چي اوښان پیایي، څاروان ئې بولي او هغه چي غېلي پیایي، چوپان ئې بولي. د شپون، شپانه اوچوپان کلمې د یوې دندې د ترسره کوونکي له پاره کاریږي.
د شپانه کلمه یوه بله معناهم لري اوهغه چاته ویل کیږي چي نکلچي ته د نکل کولوپه جریان کي (ښه، ښه) وایي. د دغي کلمې د همدې معناپه باب زه د ملي هینداري پرهغه چاپ باندي د سریزي په ترڅ کي ږغېدلی یم چي د ښاغلي روهیال په همت په ۱۳۸۷ش = ۲۰۰۸م کال تهیه سوی او خپورسوی دئ. هورې مي هغو آثارو ته هم اشاره کړې ده چي د (شپانه) کلمه ئې د(شانه) په شکل ثبت کړې وه.
پرون له کندهار څخه (د پښتونثر اته سوه کاله) دوهم چاپ کاناډا ته راورسېد. سترگي مي په روڼی سوې. یو څوپاڼي مي ژرژر ولوستلې، چاپي تېروتني مي پکښې ډېري وموندلې خو د کتاب بیا نشرېدل په رشتیا سره یوه علمي اړتیا وه. د دغه درانه تحقیقي اثرا ول چاپ هم د کتاب د ښاغلي لیکوال سرمحقق هیوادمل صاحب له خوا کاناډا ته رالېږل سوی وو. په دې دوهم چاپ ئې چي خورا مهمي زیاتوني هم پکښې راغلي دي، د زړه له کومي خوشاله سوم او د کتاب محترم لیکوال او دانش خپرندویه ټولني ته د زړه له کومي مبارکۍ وایم.. د دغه دوهم چاپ په سرکي مي د ځان په باب د کورودانۍ هغه کرښي هم ولوستلې چي د کتاب محترم لیکوال د(شپانه) کلمې په اړه کښلي وې او لیکلي ئې وه چي په دغه دوهم چاپ کي د لومړي چاپ (شانه) کلمه اصلاح سوې او (شپانه) سوې ده. د سریزي په (ج)، (د) او (هـ) مخونو کي ئې زما د هغو څو جملو په ارتباط هم تبصره کړې ده چي د ملي هینداري د پورتني چاپ د سریزي په (و) مخ کي مي د شپانه کلمې د ناسم ثبت په اړه کښلې دي. په دې تبصره کي ئې د شپانه کلمه زماله لیکني سره سم په همدې بڼه سهي بللې ده او زما”قول ئې معتبر” گڼلی دئ. خو ورپسې ئې زما په لیکنه کي د ارواښاد نوري صاحب له نامه سره د دغي کلمې نسبت نامناسب بللی دئ. دوی لیکلي دئ چي ” … ښاغلي هوتک د ملي هندارې (د کندهارد ښاغلي روهیال چاپ) په مقدمه کې دا موضوع په یوه داسې قرینه کې یاده کړې چې له هرنکل سره ارتباط لري، خو له ملي هندارې او د مرحوم نوري له درانه نامه سره یې ارتباط ماته مناسب نه ښکاري.” (د سریزي “ج”،” د” مخونه). د دغه نامناسبتوب په توضیح کي ئې دوه دلیله راوړي دي او هغه داچي وایي” ماترټولودمخه دمرحوم نوري د ملي هندارې دلومړي ټوک دلومړي چاپ (۱۳۱۸هـ ش کابل) دنوري مرحوم مقدمه ولوسته د (شپانه) پر اصطلاح پېښ نه شوم، پر دویم ټوک ( د۱۳۲۵هـ ش کال کابل) دمرحوم استادحبیبي یادښت راغلی دی، هلته هم دغه اصطلاح نه ده راغلې نو د دې اصطلاح (شپانه) له صحت یا عدم صحت سره د مرحوم نوري نسبت ماته وړ ونه ایسیده.”( دسریزي”د” مخ).
ښاغلی سرمحقق هیوادمل صاحب نقاد لیکوال دئ او د خپل همدغه درانه اثر په هر ځای کي ئې د نورو لیکوالو او څېړونکو تېروتني نقدکړي دي. د دوی همدې روش ماته هم د دوی پرلیکنه باندي د نقدکولو جرأت راکړ. دا چي ما د شپانه کلمه د مرحوم استاد نوري صاحب له درانه نامه په ارتباط کي بیان کړې ده، خپل دلایل لري.
د هغو تربیانولو دمخه باید ووایم چي ښاغلي هیوادمل صاحب ته تر بل هر چا دا خبره ښه معلومه ده چي د کتابو په سریزو کي د کتاب د متن اصطلاحات او لغتونه نه بیانیږي. مرحوم استاد نوري او علامه حبیبي مرحوم هم مجبور نه ول چي د ملي هنداري اصطلاحات په خپلو لنډو مقدمو کي توضیح کړي. هیوادمل صاحب ته د یوه کنجکاو محقق په توگه لازمه وه چي په دې برخه کي ئې د مرحوم نوري او علامه حبیبي پر مقدمو اکتفاء نه وای کړې. څه به وړاندي تللی وای او د ملي هینداري د کتاب په متن کي به ئې د (ښادي اوبیبو) د نکل په ترڅ کي د ارواښاد استاد نوري دغه حاشیه هم کتلې وای چي کښلي ئې دي:” دا په نقلچیانو کي قانون دی چي نقل کوي یو له سامعانو څخه شپانه کي چي یعني دا شپانه و نقلچي ته ښه ښه! او هوهو، کوي هرکله چي نقلچي د نقل ناره کوي، شپانه ورته وایي څه به ئې ویلي وي؟ نقلچي وایي، وابه یې روی.”. دا حاشیه د ملي هینداري په مختلفو چاپو کي د عبارت په لږو ډېر تغیر سره راغلې ده خو د شپانه کلمه زما د کتابتون په ټولو چاپو کي په همدې شکل ثبت ده. زما سره د۱۳۱۸هـ ش کال د کابل چاپ نسته ،خو له نېکه مرغه هغه چاپ راسره سته چي د کابل د همدغه کال له چاپي نسخې څخه د ښاغلي نورالله “ولسپال” په نقل او مقابله د فرهنگ مردم د آمریت له خوا د امیر کروړ سوري د دوولس سوه پنځوسم تلین په مناسبت خپور سوی دئ. د دغه سیمینار ټولي فرهنگي چاري د ښاغلي هیوادمل صاحب تر نظر لاندي رسما تیري سوي دي. محترم ولسپال لیکلي دي چي د ملي هینداري د ۱۳۱۸هـ ش کال چاپ یوه نسخه ئې د ارواښاد پوهاند جاوید له کتابتون څخه ترلاسه کړې وه (وگ: دسریزي ۲ مخ). په دغه چاپ کي چي د ۱۳۱۸هـ ش کال له چاپ څخه کټ مټ رانقل سوی دئ، د ښادي اوبیبو د نکل په منځ ( ۲۸مخ)کي د ارواښاد نوري پورتنۍ حاشیه را اخیستل سوې ده. دغه حاشیه ښاغلي روهیال هم د خپل چاپ په (۳۲مخ)کي راوړې ده. زما سره د ملي هینداري يو پخوانی پېښوری چاپ هم سته چي د سر له خوا دوې پاڼي ئې کنډو دي او د پای پاڼه عموداٌ نیمی سوې ده یعني د چاپ کال ئې نه رامعلومیږي. د دغه چاپ په ۳۳مخ کي ئې هم دغه حاشیه د الفاظو په جزئي توپیر راوړې ده. خو د ملي هینداري په هغه چاپ کي مي بیا دا حاشیه په سترگه نه سوه چي په کوټه کي د مذهبي کتبخانې له خواپه ۲۰۰۴ع کال چاپ سوی دئ.
ماچي د (شپانه) کلمه د مرحوم نوري صاحب د درانه نامه او د ملي هینداري په ارتباط بیان کړې وه، دلیل مي دا وو، چي د نوري مرحوم په قلم د لیکل سوي حاشیې له دغه راز صراحت سره سره بیا هم د (شپانه) کلمه د (شانه) په شکل دوه واره په بېلابېلو کتابو کي چاپیږي او منظور مي هم تر اصلاح په هاخوابل څه نه وو.
ښاغلي هیوادمل صاحب که د۱۳۱۸ ش کال چاپ او۱۳۲۵ش کال چاپ ملي هینداري د مقدموپه لوستلوغاړه نه وای ایستلې اومتن ئې هم ورسره کتلی وای، بیابه نه دوی ته د ګیله وشمه نقد موجبه مخي ته پرته وای، نه به ماته د جواب ویلو. اوس چي دا کرښي لیکم، په چورت کي لوېدلی یم چي زه خو د څېړني د پراخي او رشویو مبتدي لاروی یم، لوی او منلي څېړونکي هم کله کله پر دغسي مسلّماتو باندي سطحي تیریږي.
زه خپل محترم دوست ته د دغه درانه اثر د دوهم وار چاپ مبارکي بیا وایم او هیله من یم چي زما دا څو توضیحي ټکي د ښه نیت څرگندوني وبولي.
اوشاوا ــ کاناډا
۱۹مه دجنوري ۲۰۱۲ع