تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۸ مه) د پاکستان د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن (شنبې) وویل په خپل وروستي سفر په ترڅ کې په کابل کې د افغانستان د طالبانو چارواکو هغه ته خبر ورکړ چې د پاکستاني طالبانو سلګونه کسان یې نیولي دي.
ډار وویل: «د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پاکستان ته بلنه ورکړې چې یو پلاوی ولېږي او د TTP د سلګونو غړو د نیول کېدو د دعوې پخلی وکړي.» خو ډار د دغو نیونو په اړه وویل چې دا بهیر «کافي نه دی».
پاکستان: د قطر په مداخله مو د افغانستان دننه «تصفیوي» عملیات ودرول
اسحاق ډار، چې په اسلام آباد کې یې په بهرنیو چارو وزارت کې رسنیو ته خبرې کولې، وویل پاکستان د افغانستان پر خاوره د یوې پراخې تروریستي ضد حملې لپاره چمتو و، خو دا عملیات د قطر په منځګړیتوب ودرول شول.
هغه زیاته کړه چې کابل باید «د پولې پر اوږدو کې د صفر ته د ترهګرو فعالیتونو د رسولو لپاره عملي اقدامات وکړي.»
ده زیاته کړه «اسلام آباد په ټینګار سره وایي چې له افغان خاورې څخه د ټي ټی پي د فعالیتونو د مهار لپاره ډېر پرېکنده او دوامدار اقدام ته اړتیا ده.»
پاکستان په ځلونو په غیرمستقیم او ځینې وخت په مشتقیم ډول ویلي چې د افغانستان د طالبانو حکومت دې د پاکستان په خاوره کې دننه د ټي ټي پي د فعالیت په مخنیوي کې مرسته وکړي او یا دې د هغوی خلاف جهاد اعلان کړي خو د طالبانو حکومت وايي، د ټي ټي پي غړي د پاکستان اتباع دي او د افغانستان حکومت نه شي کولی د هغوی خلاف جهاد اعلان کړي او یا په پاکستان کې دننه وجنګېږي.
ډار وویل چې له افغانستان سره د پاکستان د لوړې کچې سیاسي اړیکې څو کاله مخکې ځنډول شوې وې او باید بېرته فعالې شي.
ډار همداراز وویل چې «له ۲۰۲۱ کال راهیسې د پاکستان ۴۰۰۰ سرتېري وژل شوي دي»
خو دا په داسي حال کې ده چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان ټول محبسونه خلاص شول او له هغو څخه د ټي ټي پي سلګونه یا ممکن زرګونه غړي هم خوشي شول. پر دې سربېره د ټي ټي پي هغه غړي چې تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان د هماغه وخت د حکومت او ناټو پر ضد جنګېدل، نور په خپل هیواد کې جګړې ته وزګاره شول.
خو له دې سره سره، پاکستان په وروستیو کې، دقیقاً وروسته له دې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یو اوونیز سفر هند ته لاړ، د ټي ټي پي په تړاو د افغانستان خلاف نه یوازې څرګندونې زیاتې کړي بلکې د افغانستان پر خاوره بریدونه هم کړي دي.
په اکتوبر کې هند ته د امیرخان متقي له یو واونیز سفر سره هممهاله پاکستان د افغانستان پر پکتیکا او کابل هوايي بریدونه وکړل چې وروسته طالبانو هم غبرګون وښود.
دا ځل هم هند ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر له سفر سره هممهاله پاکستان د افغانستان پر درو ولایتونو؛ خوست، پکتیکا او کونړ هوايی بریدونه وکړل او تر لسو ډېر ملکیان یې ووژل خو پاکستان دا ځل د برید مسوولیت ونه مانه.