عبدالوحید وحيد
د امريکا په لګښت او نوښت د (CIA) د يوه روزل شوي ازمويل شوي او د باور وړ ګرزول شوي افغان رحمان الله لکڼوال له خوا سپينې ماڼۍ ته څېرمه ترسره شوی برید یوازې یوه تصادفي پېښه، ساده امنیتي تشه نه ده او همدغه شان د ولسمشر ټرمپ او نورو امريکايي پلټونکو له خوا په دغه تړاو پلټنو او څيړنو ته بل انحرافي رنګ ورکول په هيڅ صورت د منلو وړ نه دى. تر اوسه پورې له ترسره شويو تحقيقاتو څخه دا خبره جوته ده چې دغه پېښه نه د مذهبي افراطیت له او تړاوونو څخه سرچینه اخلي او نه د کومې تندلارې ډلې د سازمان شويو هڅو محصول دی. دا د یوه فرد شخصي ناهيلي او همدغه شان “له ترهګري سره د جګړې” ترعنوان لاندې په افغانستان او عراق کې د امریکا د بهرنيو تګلارو د اوږدمهاله وحشتونو او د دغو هېوادونو له ولسونو سره د دردناک چلن او ويروونکو رويو عملي انعکاس دی.
د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې امريکايي ځواکونه او د هغوى تر کوماندې لاندې نظامي محلي واحدونه په غيرمستقيم ډول عمداً له ولس سره د انسانيت ضد وحشيانه کړنو ترسره کولو ته تشويق کيدل. د امريكايي ځواكونو دغه شان وحشتونه په کابل او بغداد کې د رسوا شويو امريکايي توقيف ځايونو کې د بشريت ضد جنايات ترسره کيدل د تاريخ پاڼو خوندي ساتلي دي. په ځانګړي ډول په افغانستان کې، چې د جګړې د دوو لسیزو سختو تګلارو، خپلسرو وژنو او تکراري سپکاوي د ملت پر رواني او احساساتي جوړښت ژورې نښې پرېښي دي.
په دې پېښه کې اصلي ټکی یوازې فردي غبرګون نه دی، بلکې د ټولنې رواني او سیاسي حافظه ده چې د ملت د ټپي شوي نفسياتي حالت انځور وړاندې کوي. کله چې ستر ځواکونه د جګړې مالي لګښت د احصایو په قالب کې محدودوي او د ملتونو درد د سیاست په پاڼو کې محوه کوي، باورونه کمزوري کېږي او د عدالت بنسټونه ګډوډېږي. له همدغه ځایه څخه فردي احساس، تاریخي حافظه، او نفسياتي فشار د سیستماتيک ظلم ناغوښتل شوې بڼه رامنځته کوي.
رحمانالله لکڼوال چې د همدغو امريکايي تګلارو يو روزل شوي عسکر وو، نه د مذهبي افراطیت لخوا هڅول شوی وو او نه یې له تندلارو شبکو سره اړیکه درلوده. هغه د امریکا لپاره په سختو او له سپکاوي ډکو دندو ترسره کولو ته روزل شوی وو، يقيناً د امريکا د ګټو لپاره د خپلو قربانیو د مکافات عمل ترلاسه کولو لپاره له ډېرو هیلو سره واشنګټن ته تللى دى، خو د نوموړي شاليد ښئي چې هلته یې د بېپروايي، ژور نفسياتي خفګان او ناامیدي اوږده تجربه ترلاسه کړه. دغه شخصي نفسياتي فشار د هغه د کړنو یوه برخه تشریح کوي، که څه هم عمل یې هېڅکله د توجیه وړتيا نه لري.
دغه پېښه د نړیوال امنیتي سیسټم ناکامي او د جګړې انساني لګښت ته د مالي لګښت په پرتله د کم ارزښت ورکولو تګلاره هم روښانه کوى. کله چې ستر ځواکونه د ملتونو درد نشي حس کولاى او رواني زیانونو ته يې غوږ نه نیسي، باورونه کمزوري کېږي، عدالت نفى کيږي، او په ټولنه باندي نفسياتي فشارونه د خطرناکو پېښو رامنځته کيدو لامل ګرزي. په امریکا کې د کډوالي او امنیتي قوانينو سختوالي ته غبرګونونه ښيي چې دا پېښه که څه هم فردي عمل دى خو اغيزې يې یوازې تر همدغه فرد پورې محدودې نه پاتې کېږي، بلکې ټول افغان کډوال تر مستقیم فشار لاندې راوړي او عمومي بې باوري رامنځته کوي.
تر هغه چې نړیوال ځواکمن هېوادونه د خپلو کړنو ناوړه انساني زيانونو او بوږنوونکو پایلو ته حساب نه ورکوي، يوازې خپل زيانونه په حساب کې راوړي او د نورو هیوادونو تلفات ضمني زيانونه( collateral damage) په کتګوري کې راوړي او مشروعیت ورکوي، د دغه ډول پېښو د تکرار امکانات لوړ پاتې کېږي. دا یوازې د یو شخص نفسياتي غبرګون نه ده، بلکې د سیستماتيکې بېعدالتي او د ناارامه سیاسي چاپیریال انعکاس دی، چې سياستونه يې په رنګونو او نيرنګونو کې پټوي خو تاریخ یې تل ثبتوي.
ټرمپ د واشنګټن وروستۍ امنیتي پېښې د یوه فردي عمل په توګه نه، بلکې د کډوالي په ځانګړي ډول د مسلمانو کډوالو لخوا يې د سياسي کمپائن په شکل امریکا ته د عام او ملي ګواښ په توګه وړاندې کوي، ځکه چې دا ډول پېښې نوموړي او د هغه تبعيض پلويو ملاتړو ته د سیاسي ګټې لپاره په حساس وخت کې پیاوړې وسیله برابروي. د کډوالي ستونځه د ټرمپ د ټاکنيزې اجنډا تر ټولو مهمه برخه ده، او هره امنیتي پېښه نوموړي ته فرصت ورکوي چې امريکا ته د “خطر” او “بېکچې ګواښ” فضا رامنځته کړي، خپله مشهوره کیسه مخته يوسي چې ګواکې امریکا یوازې نوموړى خوندي کولای شي.
ټرمپ دا هڅه هم کوي چې د ډیموکراتانو په تګلارو د ناکامي تور ولګوي، د بایډن حکومت نرمې تګلارې د امنیتي تشو سرچینه ښودلو لپاره شواهد او بيلګې ولټوي او د خپلو پخوانیو سختو مهاجرتي ريفورمونو د بېرته را ګرزولو لپاره عامه ذهنیت جوړ کړي. د خلکو احساسات، نفسياتي وېره، او امنیتي اندېښنې د هغه کمپاین په برخه کې د بريا ترلاسه کولو لپاره توجيهات برابروي ، نو ځکه دغې پېښې ته هم په عمدي توګه داسې رنګونه ورکول کېږي چې ټول کډوال د امریکا لپاره احتمالي خطر ښکاره شي. البته واقعیت دادى چې د ټرمپ دغه چلن د امنیتي ننګونو او ريښتوني ګواښ پر ځای د سیاسي محاسبو انعکاس په ګوته کوي. دلته د یوه فرد کړنه په خورا ستر بحران بدلولو هڅه کيږي ترڅو د “سختو ګامونو” پورته کولو لپاره مشروعیت رامنځته کړي او په ټاکنو کې د ولسي ملاتړ جلبولو لپاره له وېرې څخه ډکه ټولنیزه فضا جوړه کړې.