Homeخبرونهتاجکستان واي، ۲۵۰ افغان کورنۍ یې د جرمونو له کبله له خپلې...

تاجکستان واي، ۲۵۰ افغان کورنۍ یې د جرمونو له کبله له خپلې خاورې ایستلې دي

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۲ مه) د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، یو شمېر افغان کډوالو، سره له دې چې په دغه هېواد کې د «استوګنې، کار، زده‌کړو او ارام ژوند» زمینه ورته برابره وه، د تاجکستان د قوانینو جدي سرعړونه کړې ده.

د دې ادارې په ادعا، یاد کسان د «مخدره موادو د قاچاق، په ترهګرو ډلو کې د غړیتوب، پر ماشومانو د جنسي تېري، د قمار د مرکزونو د جوړولو او د اسنادو د جعل کولو» له امله له تاجیکستانه ایستل شوي دي.

د تاجیکستان د دولتي امنیت کمېټې دا ادعاوې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پخواني نوماند، محمد حکیم تورسن د غوښتنې په ځواب کې کړې دي، چې د افغان کډوالو د ایستلو د لاملونو په اړه یې پوښتنه کړې وه.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس خاور د دې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د تاجکستان چارواکو ټینګار کړی چې اوس مهال لسګونه زره افغانان په قانوني ډول په دغه هېواد کې ژوند او کار کوي او ورته د استوګنې او کار مناسب شرایط برابر شوي دي.

خو امنیتي ادارې ویلي، یو شمېر کسان د «درنو جرمونو» د ترسره کولو له امله نیول شوي او له هېواده ایستل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان وګړو په تاجیکستان کې د مخدره موادو د قاچاق په ۶۷۰ موردونو،  د ترهګرو ډلو د غړیتوب په ۳۲ قضیو، پر ماشومانو د جنسي تېري په ۱۵ قضیو، د پناه غوښتلو لپاره د جعلي اسنادو د کارولو په ۵۹۴ موردونو او د ۴۵ قمارخونو په جوړولو تورن شوي دي.

دې امنیتي بنسټ ویلي، «دا ډول جرمي کړنې او ګواښوونکي چلندونه د هېواد امنیت په مستقیم ډول له خطر سره مخامخ کوي.»

د روان کال د ثور په ۱۵مه، تاجیکستان د یوې تاجګې ښځې له وژل کېدو وروسته ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له خپل هېواده وایستلې. د پناه غوښتونکو په وینا، هغوی ته د خپلو توکو او شتمنیو د راټولولو لپاره کافي وخت نه و ورکړل شوی او د دوی یو شمېر مالونه هم هلته پاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...