Homeخبرونهزرګونو ځانګړو ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې

زرګونو ځانګړو ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې

تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۲۱ مه) د طالبانو د دفاع وزارت زرګونو ځانګړو ځواکونو له شپږ میاشتنیو روزنیزو زده‌کړو وروسته، په یو لړ مراسمو کې د بې‌پیلوټه الوتکو په کارولو کې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې.

په دغو مراسمو کې دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د کابینې یو شمېر غړو، سفیرانو، د بهرنیو سفارتونو پوځي استازو او نورو بهرنیو ډیپلوماتانو ګډون کړی وو.

دا مراسم داسې مهال جوړ شوي چې په وروستیو کلونو کې د افغان ځواکونو له خوا د بې‌پیلوټه الوتکو کارول زیات شوي دي. دغه الوتکې د څارنې او استخباراتي معلوماتو د راټولولو ترڅنګ، په ځینو مواردو کې د چاودېدونکو توکو د لېږد او په پاکستان کې پر ځینو ځایونو د یو اړخیزو بریدونو لپاره هم کارول شوې دي.

«ډیپلومات» خپرونې په یوه وروستي راپور کې د طالبانو له خوا د بې‌پیلوټه الوتکو د کارولو پراختیا د کابل د پوځي تګلارې د بدلون یوه برخه بللې او لیکلي یې دي چې دغه ځواکونه پر سوداګریزو او په افغانستان کې د جوړو یا بدلو شوو بې‌پیلوټه الوتکو تکیه کوي.

ملا یعقوب په دغو مراسمو کې وویل، افغان ځواکونه به د افغانستان له خلکو، شتمنیو او خاورې دفاع وکړي. هغه زیاته کړه چې اوس په افغانستان کې یو واحد او مرکزي نظام واکمن دی او هېڅ ډلې ته به د امنیت د ګډوډولو اجازه ورنه کړل شي.

سراج‌الدین حقاني هم ټینګار وکړ چې افغان پوځ خپلواک دی او افغان ځواکونه د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دي، بلکې دنده یې د افغانستان د خاورې دفاع ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شهرت لېونیان | نثاراحمد احمدي

لنډیز د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه...