چې وړه وم فکر مې کاوه انسانان چې څومره لوړ اوسي، هماغومره به په مانا کې هم لوړ وي.زما کوټه په څلورم منزل کې ده ،کړکۍ ته يې دوه غرونه داسې ایښي لکه کیږدۍ چې دې درولې وي.د ورځې دا غرونه راته یوازې ډبرې ښکاري. فکر کوم ښايي دا سترې ډبرې يې تر څټ کوم څه پټوي. زړه مې تنګوي پردې ورپسې کشوم.خو د شپې مې زړه تسکینوي، ستر راته ښکاري.پرې ډاډه وم لکه تکیه.رنګارنګ څراغونه يې ډاډ راکوي.
د کړکۍ ښۍ غاړې ته یوه پراخه کوڅه وتلې.د ګڼو کورونو دروازې ورته راختلې.د کوڅې په سر کې یو ساتونکی ناست وي ،د ټوپک خوله پاکوي راډیو يې نیولې وي کله ورته غوږ وي، کله هسې چورت وهي.
د کړکۍ لوېدیځ لوري ته مو یو هسک خو زوړ منار دی.کله کله کوترې پرې راټولې وي چې د اذان ناره شي والوځي، تیت پرک شي.تر جومات یو شل قدمه را دې خو یو کوچنی ښوونځی دی، د ډېرو ټولګيو کړکۍ یې درز دي ورونه يې نم وهلي ،تختې يې کږې دي.
ښوونځي ته ډېر نږدې یو بل جومات دی، چې ان د منارو سیوری يې پر ښوونځي پروت وي.
***
څو هفتې کېږي چې کوڅه ارامه ده لکه هدیره.د کړکۍ مخامخ غرونه داسې خړ دي لکه د مصر اهرامونه.
خاطره راننوته.پوزې ته يې دستمال نیولی و.پرده يې کش کړه، په تاخچه کې يې پرتو جرابو ته تندی تریو شو.کړکۍ يې خلاصه کړه.یوې بلې خواته يې وکتل:
_ آه دا څرنګه وبا ده …
_ حتا د حیوان غږ لا نه شته.
د اذان ناره شوه، خاطرې يې ژر ژر سترګې ورپولې لکه ډاډ چې غواړي.څټ يې راواړاوه:
_ فکر کوې ژوندي به پاتې شو؟
_ خدای خبر.
د باندې دوړې شوې.
پای
د مارچ ۱۹ مه ۲۰۲۰