ارواښاد استاد محمد صديق پسرلي ته!
اسمعيل لاروی
غزل
غم څه وي؟! د غم يو ښه مثال ملګرو داسې دی
نن د پسرلي د وطن حال ملګرو داسې دی
زړونه پرهرونه، ډکې لپې په دوعا ته وا
سره غاټول، کندز و نوی کال ملګرو داسې دی
نوی چې محفل ته يو څوک راشي، نو ورګوري ټول
وګورئ غالب ته او اقبال ملګرو داسې دی
رنګ يې دی، الوتی عاطفه ده او که مينه ده
څوک به يې ژوندی ساتي؟! جمال ملګرو داسې دی
لاړ يو لاروی و، ژوند يې تېر په بزم و رزم کړ
بس په دغه لار تللی خوشال ملګرو داسې دی
غزل
هلته به هم ځان مومي که لاړ هم شو، فنا لور ته
تللی د اشنا په څېر و هر، هر نا اشنا لور ته
څوک شته، چې شپېلۍ د معرفت به غږوي دلته؟!
لاړ د انسانيت يو بل تعريف د مولانا لور ته
ټولې ګوڼګې، ګونګې زمانې يې غږولې دي
ټول توري يې ړنګ دي، د مفهوم او د مانا لور ته
خپله لار يې مخکې څوک جنت، دوزخ ته نه لېږي
لاس کې يې تسپې دي او روان دی، د مېنا لور ته
څه تاوان دې وکړ لارويه! چې مريد يې شوې؟!
تللي کاروانونه د غزلو د دانا لور ته
غزل
ګل او بلبل او په نوا باندې شيدا استاد
لاړ د عاطفې او پاکې مينې او ښکلا استاد
شپې او رهبري د شبکورانو ته نور پاتې يو
شمعو شاګردانو! زياتي نشته د رڼا استاد
ژوند او کرامت غواړي، که وي هم تورو خاورو کې
وړې ده له ځانه سره داسې تمنا استاد
مينه يې د ښار خلکو ته وښوده او لاړ شو نور
دغه د مجنون او د ليلا او د بېديا استاد
څوک به د ښکلا رازونه ښيي بې ذوقانو ته؟!
نشته لارويه نور د ناز و د ادا استاد