پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد گرامر لیکنې میتودولوژي/ کائنات سعادت

د گرامر لیکنې میتودولوژي/ کائنات سعادت

مشهوره ده چې ژبه د انساني ټولنې د وګړو ترمنځ د یوبل د پوهاوي وسیله ده او دا هم ویل کيږي چې ژبه یواځې د پوهې د لیږد او د ویو ټولګه نه ده؛ بلکې د بشري ټولنې د وګړو ژور احساسات او عواطف هم ورسره مل وي، له دې خبرې انکار شونی نه دی او ریښتیا هم همدا دي، چې ژبه د پوهاوي د لیږد ترڅنګ د بشري ټولنې د وګړو د احساساتو او عواطفو د لیږد او بیان دنده ترسره کوي. دغه دنده هغه مهال بشپړه او د پوهاوي وړ شي، چې د ژبې د طبعي جوړښت غوښتنې په پام کې ونیول شي که نه نو بیا ژبه د وخت په تېرېدو سره ځان له لاسه ورکوي او ځای یې د افهام او تفهیم یوه بله ژبه نیسي.

د ژبې طبعي جوړښت او ګرامري چوکاټونه د همدې غوښتنو او ځانګړتیاو له مخې ټاکل کيږي او همدا جوړښتونه بیا د افهام او تفهيم له دندې سره مرسته کوي او د بشري ټولنې د وګړو عواطف، احساسات او مفکورې نورو ته لیږدوي.

په پوهنتونونو کې او په ځانګړې توګه د ژبو او ادبیاتو په پوهنځيو کې ګرامر او د ژبو صرف، نحوه یو له مهمو او اساسي مضامینو څخه ګڼل کيږي او هڅه کيږي چې په بیلابیلو تحصیلي دورو کې زدکړیالانو ته په دې برخه کې یو څه ورزده کړل شي؛ خو تر ډيره بریده له زدکړو د فارغيدو وروسته هم زیات شمیر زدکړیالان د ګرامر او د ژبې د صرف نحوې په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

زما په فکر شاید یو لامل یې د ګرامر او د ژبې د صرف او نحوې د درس او تشریح بغرنجوالی وي او په دې برخه کې د لیکوالو لنډپاريتوب وي.

ددې له پاره چې ګرامر څنګه د پوهاوي وړ شي اړتیا لیدل کيږي، چې د ګرامر لیکنې میتودولوژي باندې په دقت کار وشي؛ که د ګرامر لیکنې میتودولوژي ساده او د افهام وړ وګرځول شي؛ نو د ژبې صرف او نحوه هم ساده او د پوهاوي وړ ګرځيدلی شي.

له ښه مرغه دکابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب د ګرامر لیکنې په میتودولوژي خورا مهم او په زړه پورې کتاب لیکلی دی. د ادبیاتو د یوې محصلې په توګه د ګرامر په برخه کې او دهغې د میتودولوژي په اړه د یو داسې کتاب سره مخ کېدل راته د خوښۍ وړ و.

استاد محبوب د ګرامر لیکنې ټولو ارونو ته په کتو په ډيره روانه او ساده ژبه دا کتاب ښکلی دی، اصول یې بیان کړي دي، پرتله یې کړې او د پښتو ګرامر لیکنې په برخه کې ځینو ډيرو نازکو نکتو ته پام ور اوښتی او پر هغې یې د خپلې پوهې او مطالعې په رڼآ کې نوی بحث رامنځ ته کړی دی.

د یوې محصلې په توګه زما د کمو مالوماتو په رڼا کې دا ویلی شم، چې د ګرامر لیکنې او ګرامري بحثونو سره د چارچلند او میتود په برخه کې لومړی اثر دی، چې زه یې په پښتو ژبه کې لولم او هغه هم د تشریحي ژب پوهنې په رڼا کې.

دغه کتاب له ډيرو بنیادي او اهمو بحثونو څخه همداسې اصلي بحث ته راګرځي او مرکزي موضوع سپړي، په ژبه او ژب پوهنه غږيږي، د ژبې او ژب پوهنې تر منځ په اړیکو لیکل شوي دي، په لنډو خو ساده ډول د ژب پوهنې څانګې ویشل شوي دي او د بیلابیلو څانګو لنډو پيژندګلو له پاره د لویو پوهانو د نظریاتو ترڅنګ معلومات وړاندې شوي دي.

زما له پاره جالب و چې د ګرامر لیکنې په اړه مې د پوهانو نظریات ولوستل او همدا و چې د پښتو ژبې د ګرامر په ارزښت لا پوهه شوم. استاد محبوب په خپل دغه اثر کې د ګرامر لیکنې ډولونه هم بیان کړي دي او په میتود د غږیدا ترڅنګ یې د میتود ډولونه هم ښودلي دي.

هر څو که د کتاب اصل موضوع د ګرامر لیکنې میتودولوژي ده خو په څنګ کې یې په نورو ډيرو مهمو موضوعاتو هم معلومات شریک شوي دي.

که نوي لیکوالان او ځوانان وغواړي چې د ګرامر لیکنې په برخه کې کار وکړي؛ نو هغوی ته د ګرامر لیکنې اصول او ځانګړنې یې هم بیان کړې دي. د ګرامر لیکونکي وجایب، اخلاق او دندې هم ددې کتاب برخه ده او د تشریحي ژب پوهنې په رڼا کې د ګرامر لیکنې په اړه مفصله برخه هم لري.

لنډه دا چې دغه کتاب په ژبه کې د ګرامر په ارزښت، د ګرامر لیکنې په ډول او څرنګوالي او په لویه کې د ګرامر په اړه د یو کلي او د پوهاوي وړ نظر په رامنځته کېدلو زما په څېر د ادبیاتو له شاګردانو سره مرسته کولای شي او دا د پښتو ادبیاتو ترڅنګ په اکاډومیکه ساحه کې د ارزښت وړ هڅه بولم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب