Homeخبرونهله اوربند سره سره پاکستان په اورګون ولسوالي کې د کرکټ ۸...

له اوربند سره سره پاکستان په اورګون ولسوالي کې د کرکټ ۸ لوبغاړي شهیدان کړل

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۲۶ مه) د پکتیکا ولایت له اورګون او برمل ولسوالیو څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې پاکستاني پوځیانو پر ملکي وګړو بریدونه کړي او عام ولس ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا بریدونه له دې سره سره شوي چې دواړو خواوو په دوحه کې د خبرو په نتیجه کې پرېکړه وکړه چې د چهارشنبې د ورځې ۴۸ ساعته اوربند وغځوي. دا اوربند تر پرون (جمعه) د افغانستان په وخت د ماښام تر پنځه نیمو بجو پورې دواړو خواوو منلی و. خو پرون دواړو خواوو ومنله چې اوربند وغځوي.

نن شپه له اورګون څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي چې د پاکستان په بې دلیله بریدونو کې د کرکټ ۸ لوبغاړي شهیدان شوي او ۲۰ نور، چې اکثره نندارچیان دي، ټپیان شوي دي.

په برمل کې هم د پاکستان له لوري پر ملکي ساحو بریدونه شوي خو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه یې لا کوم راپور نه دی ترلاسه شوی. په دې ولسوالۍ کې طالبانو هم پر پاکستاني يوځیانو ځوابي بریدونه کړي او د دې خبر د ترلاسه کېدو تر شېبې پورې د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادله روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...