Homeخبرونهیامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د...

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو کې یې دومره ناهیلي احساسوله چې پرېکړه یې کړې وه بېرته خپل اصلي ټاټوبي، هیما‌چل پردېش، ته ستنه شي او د فلمي نړۍ له کار څخه لاس واخلي.

هغې په یوه مرکه کې ویلي، په بالیووډ کې د ښه او معنا لرونکو رولونو د ترلاسه کولو فرصتونه محدود وو او همدا وضعیت دې ته اړ ایستلې وه چې د راتلونکي په اړه جدي فیصله وکړي.

یامي ګوتم زیاته کړې، که راتلونکی فلم یې بریالی شوی نه وای، نو پلان یې درلود چې ممبۍ پرېږدي او خپل ژوند په هیما‌چل پردېش کې پیل کړي. هغې ویلي چې له خپلې مور سره یې هم دا پرېکړه شریکه کړې وه.

نوموړې ویلي، د بالیووډ په محفلونو او غونډو کې د اړیکو جوړولو او د کار غوښتلو دود ورسره هېڅ مناسب نه و. د هغې په وینا، که یو هنرمند وړتیا ولري، باید د هغه کار خپله خبرې وکړي، نه دا چې د فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره په محفلونو کې ځان معرفي کړي.

یامي ګوتم ویلي، د فلمي صنعت چاپېریال د هنرمندانو حوصله او زغم ازمېیي، خو هغې هېڅکله خپله لاره بدله نه کړه او هڅه یې وکړه چې یوازې د هغه رولونو انتخاب کړي چې د هغې له هنري معیارونو سره برابر وي.

هغې زیاته کړې چې له ستونزو او ناهیلیو سره سره یې پر خپل استعداد باور وساته، مبارزې ته یې دوام ورکړ او بالاخره یې په بالیووډ کې خپل ځانګړی ځای وموند.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواوو کمره |پوهاند بشیر دودیال

د  ارواوو کمره د هغه ناولیت نوم دی چې په دغو وروستیو کې ښاغلي حفیظ الله تُراب په جرمني کې  لیکلی دی. تُراب صاحب...