تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳۴ مه) د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) امریکايي کرکټر بودوګم اخیلیش ریډي (Budugum Akhilesh Reddy) د فساد ضد مقرراتو د څو مادو د سرغړونې له امله د اته کلونو لپاره له هر ډول کرکټي فعالیتونو محروم کړی دی.
د کرکټ د نړیوالې شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی د فساد ضد قانون د درېیو بېلابېلو مادو په نقض کولو تورن پېژندل شوی دی. له دې وروسته د فساد ضد خپلواکې محکمې د هغه پر ضد انضباطي پرېکړه وکړه او اته کلن بندیز یې پرې ولګاوه.
د راپور له مخې، دا قضیه د ابوظبي د ټيټین لیګ ۲۰۲۵ سیالیو په لړ کې پېښه شوې، چې پکې پر بودوګم اخیلیش ریډي د فساد ضد اصولو د ماتولو تورونه ثابت شوي دي.
د کرکټ د نړیوالې شورا په وینا، دغه بندیز به د ۲۰۲۵ کال د نومبر له ۲۱مې نېټې څخه نافذ وي. د بندیز د مودې په جریان کې به نوموړی ونه شي کولای د کرکټ د نړیوالې شورا یا د دې شورا د غړو کرکټ بورډونو تر چتر لاندې په هېڅ رسمي لوبه، تورنمنټ یا بل کرکټي فعالیت کې برخه واخلي.
د کرکټ نړیوالې شورا ټینګار کړی چې د فساد ضد قوانینو جدي پلي کېدا د لوبې د روڼتیا او اعتبار د ساتنې لپاره ضروري دي، او له همدې امله د دغسې سرغړونو په وړاندې د صفر زغم پالیسي تعقیبوي.