Homeخبرونهافغانستان له امریکا وغوْښتل چې د افغان کډوالو په بېرته لېږلو کې...

افغانستان له امریکا وغوْښتل چې د افغان کډوالو په بېرته لېږلو کې مسوولانه چلند وکړي

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۱ مه) د افغانستان د طالبانو حکومت له امریکا غوښتي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته لېږلو پر مهال مسوولانه چلند وکړي او ویلي یې دي چې کابل له واشنګټن سره د دې موضوع په اړه رغنده خبرو ته چمتو دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د نومبر په دوهمه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان لوری د دواړو خواوو د مشروع ګټو او اوسنیو واقعیتونو ته په کتو، د متقابل تفاهم پر بنسټ خبرو ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پلان لري یو شمېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږي. د امریکا یوه چارواکي او د پوځيانو د پخوانیو سرتېرو او مدني بنسټونو ائتلاف د جمعې په ورځ دا خبره کړې وه.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، تمه ده چې تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال وشړل شي او لومړۍ الوتنه یې ښايي نن (دوشنبې) ترسره شي.

دغه کسان به د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي، ځکه امریکا له طالبانو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د نشتوالي له امله نه شي کولی په مستقیم ډول افغانستان ته د هغوی د ستنولو بهیر تنظیم کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې درېیم هېوادونه باید د بل هېواد له وګړو سره د محدودو او لنډمهالو امتیازونو یا نورو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د معاملې په توګه چلند ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وسله‌والو بریدونو پر سر ترینګلتیا دوام لري. اسلام‌اباد پر کابل تور لګوي چې هغو وسله‌والو ته پناه ورکوي چې د پولې هاخوا بریدونه کوي، خو د طالبانو حکومت دا تور ردوي.

1 COMMENT

  1. جالبه ده

    د ډالرو کڅوڼي په کوم اساس راتللی سي، چي خپل وګړي مستقیماً نه سي تحویل نیولی دی.

    هر څومره چي زموږ اړیکي له نړۍ والو سره مستقیماً کیږي، هغومره به ذلیل پاکستان ګوښه کیږي او د افغانستان ګټي به خوندي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...